د افغانستان د علماوو سراسري شورا

تاند- د افغانستان د دیني عالمانو سراسري شورا له سعودي عربستان او ایران څخه وغوښتل چې خپل سیاسي اختلافات د خبرو له لارې هوار کړي او پرینږدې چې د مسلمانانو ستونزې لا زیاتې شي.

د سعودي عربستان او ایران ترمنځ سیاسي لانجې هغه وخت زور واخیست چې سعودي عربستان شو شیعه ملا نمر باقر بالنمر اعدام کړ او ایراني مظاهره چیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې د سعودي پر کونسلګرۍ برید وکړ. مظاهره چیانو، چې سعودي یې د ایران د حکومت پلویان بولي، په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت یوه برخه وسوځوله.

له دې پېښې وروسته سعودي عربستان د ایران دیپلوماتانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د دغه هیواد له خاورې ووځي.

د سعودي عربستان یو شمېر متحدانو له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ رامنځته شوې لانجه باید د خبرو له لارې حل شي او پرېنښودل شي چې د اسلام دښمنان د مسلمانانو ترمنځ د ستونزو او لانجو د زیاتولو په هڅه کې کامیابه شي.

دې شورا همداراز د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان، ملګروملتونو او نورو اسلامي ټولنو څخه غوښتنه کړې چې د ایران او عربستان ترمنځ د رامنځته شوې لانجې د حل لپاره لاس په کار شي.

نن په کابل کې د تبیان په نوم یوې ټولنې د سعودي عربستان له لوري د نمر اعدام وغانده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *