د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د طبيعي پېښو د شهيدانو روح ته د دعا لپاره نن (۱۰ـــ ۱۲ـــ ۱۳۹۳) له غرمې مخكې د علومو اكاډمي د كنفرانسونو په تالار كې د قرآن عظيم الشان ختم وشو .
په دې غونډه كې د قرآن عظيم الشان تر ختم وروسته شهيدانو ته د فردوس جنت اود كورنيو غړو او خواخوږو ته يې له ستر څښتن څخه د جميل صبر غوښتنه وشوه .
د غونډې په پاى كې د افغانستان د علومو اكاډمي رئيسې سرمحقق ثريا پوپل د لنډو خبرو په ترڅ كې د شهيدانو د كورنيو پاتې غړو ته او ټول ملت ته تسليت څرګند كړ، د خداى (ج) له درباره يې ورته د جميل صبر او د غم و درد د هېرېدو غوښتنه وكړه .
په دې بابركته غونډه كې د افغانستان د علومو اكاډمي رهبري پلاوي او ټولو علمي غړو ګډون كړى و .