تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ۷ اصلي او تر ټولو تکړه لوبغاړو اعلان وکړ چې د اعتراض په دود نور په ملي لوبډله کې نه لوبېږي.

د ملي ټیم کیپتان اسلام الدین امیري، رفېح بارکزي، حشمت بارکزي، د بلال ارزو، امرالدین شریفی او فرزاد عطايي هغه اووه لوبغاړي دي چې نور په ملي ټیم کې فوټبال نه کوي.

دوی په ظاهره ویلي چې د ځینو مشکلاتو په وجه په ملي ټیم کې نه لوبېږي. د افغانستان د ملي لوبډلې دغو ۷ لوبغاړو دا پرېکړه له قرغیزستان سره له مسابقې وروسته وکړه.

د ملي ټیم کوچ یا روزونکي یوسف کارګر وویل چې د دغو لوبغاړو د فیصلې په علت نه پوهېږي خو تر دې پخوا هم د ټیم د غړیو ترمنځ یو لړ اختلافات ول او ځینو لوبغاړو د بهرني روزونکي خبرو ته غوږ نه نیوه.

کارګر دا هم وویل چې د ۲۰۱۶ د نړیوال جام د غوراوي د مقدماتي مسابقو لپاره د ملي ټیم په نظم او اداره کې کمزورتیاوې وې او کېدای شی همدا مسله د اوو تکړه لوبغاړو د استعفا سبب شوې وي.

کارګر دا اووه تنه د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړي وبلل، ویې ویل چې له ټیمه د هغوی وتل به ډېره منفي اغېزه ولري.

د ۲۰۱۶ د المپیک لپاره د غوراوي په مقدماتي مسابقو کې د افغانستان ټیم یوازې نیپال ته ماتې ورکړې، له سعودي عربستان سره یې لوبه مساوي کړې خو پر ایران او فلسطین یې بایللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *