تاند- د فوټبال نړیوال جام ته د غوراوي د مسابقو په دوام کې د افغانستان ملي ټیم په دوهمه مسابقه کې له کمبوډیا سره مخامخ شو.

دا مسابقه تر ۸۷ دقیقې پوري صفر په صفر مساوي روانه وه خو د لوبې پای ته په پاتې درو دقیقو کې مصطفي ځاځي کمبودیا ته ګول ورکړ.

د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې سره له دې چې افغانستان لاسبری و ونه توانېد چې ګول ووهي.

1خو په دوهمه نیمايي کې د افغان لوبغاړو لوبه لا ښه شوه تر دې چې د عصمت شینواري او فیصل ښایسته په پاسونو ځاځی وتوانېد چې دا لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوي.

د افغانستان د فوټبال ټیم لومړۍ مسابقه، چې د ایران په مشهد ښار کې وشوه، شپږ پر صفر پر سوریې وبایلله او دې ماتې د دوی روحیه تر ډېره خرابه کړه.

2 thoughts on “د افغانستان د فوټبال لوبډلې کمبودیا ته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *