تاند- د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کیپتان اسلام امیري د هند په ډیمپو (Dempo Sports Club) سپورت کلب کې د لوبېدو قرارداد لاسلیک کړ.
دی به په دغه کلب کې د ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ سیزن یا فصل تر پایه په ولوبېږي.
امیري د جنوبي اسیا د ۲۰۱۳ کال د فوټبال په پایلوبه کې د هند په وړاندې د افغانستان د بریالیتوب په مهال ښه شهرت ترلاسه کړ ځکه چې د ده په کیپتانۍ افغانستان هند ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
شپږ ویشت کلن امیري وویل:«خوشاله یم چې له ډیمپو کلب سره قرارداد لاسلیکوم. په دې ویاړم چې د دغه کلب روزونکي پر مار باور کړی، زه به ښه لوبه وکړم او له دیمپو سره به ښه فصل ولرم.»
ده په عین حال کې وویل چې په بل سیزن کې به د هند د ممبي په دې کلب کې لوبه ونه کړي.
امیري د هند د ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ د کال غوره لوبغاړی پېژندل شوی و.
ډیمپو کلب د استرالیا له تکړه فارورډ ټالګې اوزبي سره هم قرارداد لاسلیک کړی دی.