تاند- سره له دې چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د لرغونو اثارو د قاچاق او خپل سري کیندنو د مخنیوي لپاره یو لړ هڅې شوي، خو جنګ او بېوزلي سبب شوې چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د لرغونو اثارو لوټ دوام وکړي او په خورا لږ پیسو زموږ د هیواد خورا قیمتي اثار د قاچاقبرو ګوتو ته ورشي.
څلوېښت کلن عبدالوحید، چې د ساده کروندګرو جامې یې اغوستي، په خپلو ګوتو داسي ژور ځایونه ښيي ته به وايې چې بم پکې چاودلی دی.
خو دی وايي، دلته چاودنه نه ده شوې بلکې د کورنیو جګړو په کلونو کې ډېرو کسانو په دې سیمه کې د لرغونو اثارو د موندلو لپاره کیندنې کولې او ډېر قیمتي شیان یې وایستل.
عبدالوحید، چې په بلخ ولایت کې اوسي، وايي چې د دوی لپاره کورنۍ جګړې ښې وې ځکه چې په اسانه یې حتي د ورځې له خوا هم د لرغونو اثارو لپاره کیندنې کولای شوې.
دی وايي چې یو وخت یې له خپلو پنځو- شپږو نورو کسانو سره یو لوی پېشقاب ومونده چې د حیواناتو انځورونه پرې کښل شوي ول. دوی دا پېښقاب په شپږ سوه ډالره وپلوره او پیسې یې په خپل منځ کې ووېشلې.
د جګړې، بېوزلۍ او د اقتصادي تنګسې کلونو، چې په افغانستان کې یې غیرقانوني کیندنو ته لاره پرانسته، د دې سبب شول چې خلک لرغوني اثار په پټه او په غیرفني طریقه وپلټي او په خورا لږ پیسو یې د لرغونو اثارو پر لویو قاچاقبرو وپلوري.
د افغانستان د ملي موزیم د رييس عمراخان مسعودي په وینا سره له دې چې د افغانستان حکومت د لرغونو اثارو لپاره د کیندنو او قاچاق د مخنیوي په خاطر هلې ځلې کوي، خو د خلکو مرسته تر ټولو ضروري او موثره ده.
په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د لرغونو اثارو لپاره د خپل سرو کسانو د کیندنو او قاچاق د مخنیوي هڅې شوي خو تر څو چې د افغانستان د مختلفو سیمو خلک د خپلو لرغونو او تاریخي اثارو پر اهمیت پوی نه شي، د پلورلو او قاچاق مخه یې ونه نیسي، دا لړۍ به همداسي روانه وي او له بده مرغه د دغو لرغونو اثارو، چې لوړ ارزښت او قیمت یې څوک ټاکلی نه شي، یوه برخه به له منځه لاړه شي.