تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه د کرنې وزارت وايي، له هغو پانګه اچوونکو سره مرسته کوي، چې د لړمانو فارمونه جوړوي.
د دې وزارت د ویاند اکبر رستمي په خبره، هیواد کې د لړمانو د فارمونو د جوړېدو راهیسې د لړمانو د قاچاق مخه نیول شوې ده او په نړیوالو بازارونو کې یې هم د یو کیلوګرام زهرو بیه نږدې لس مېلیونه امریکايي ډالره ده.
نوموړی وایي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د لړمانو د روزنې فارمونه جوړ شوي او اوس د لړمانو د فارمونو د جوړولو، ساتلو او تولید په برخه کې ګڼ شمېر خلکو د پانګې اچونې هوډ کړی دی.
د یادونې ده چې د لړمانو د ساتلو او د لړم د زهرو د تولید لومړنی فارم د هرات په ولايت کې د ۲۲ بېلابېل ډوله لړمانو په لرلو سره په کار پيل وکړ.
د هرات د لړمانو په فارم کې له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
وروسته بیا د لړمانو د توليد دوه نور فارمونه چې لومړی یې د ۱۶ زره او دویم یې د ۵۰ زره لړمانو د ساتلو وړتیا لري د هلمند په ولایت کې جوړ او په کار پیل وکړ.
د لړمانو له زهرو د سرطان، ملاریا او د انتي بیوتيک درملو کې ترې کار اخيستل کيږې.
ويل کېږې چې د لړمانو زهر د يو ډول مادې درلودونکې دي، چې د سرطاني تومورونو په پېژندنه کې ترې نه ګټه اخيستل کېږ او دا زهر په امريکا، اروپايي او عربي هېوادونو کې ښه بازار لري.
په هرات او هلمند کې د لړمانو د فارمونو مسوولین وايي، هر لړم په درې میاشتو کې یوازې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي او خوراک یې هم چنجي دي.