همایون هېواد

د افغانستان د ماشوم ادبیاتو ملي بنسټ لومړنۍ مشورتي غونډه د روان میلادي کال د جنورۍ په اوله نېټه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې وشوه. د افغانستان د ماشوم ادبیاتو د ملي بنسټ مشرې نعیمې غني وویل له هغه وخته چې دوی خپل مقدماتي کارونه پیل کړي، د اداري کارونو ترڅنګ یې د ماشوم ادبیاتو له لیکوالو سره هم مجلسونه کړي او هڅه یې کړې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې شته ننګونې معلومې کړي او د حل لاره ورته ولټوي.

اغلي غني ویل سره له دې چې ځینو بنسټونو د ماشومانو لپاره کتابونه چاپ کړي، خو ستونزه دا ده چې دغه کتابونو ماشومانو ته نه دي رسېدلي او اوس هم په ډېرو ښوونځيو کې د ماشومانو لپاره مجهز کتابتونونه نه‌شته.

هغې زیاته کړه د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې چې کوم خوځښتونه پخوا پیل شوي وو، ډېر یې د څه وخت له تېرېدو وروسته په ټپه درېدلي، خو موږ ژمن یو چې کار به مو دوامداره وي.

لیکوال او د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر وویل، د انسان د شخصیت بنیاد په ماشومتوب کې جوړېږي؛ نو ځکه د ماشوم ادب له ډېرو جهتونو مهم بلل کېږي. د استاد غضنفر په خبره یو هغه ادبیات دي چې د ماشوم په باره کې دي او بل هغه ادبیات دي چې د ماشوم لپاره دي چې د دې دواړو تفکیک په کار دی.

نوموړي زیاته کړه، د ماشوم ادبیاتو ته هم د سبک او هم د محتوا له نظره توجه په کار ده چې ماشوم ته د لیکلو په مهال باید د کلیمو په انتخاب کې دقت وشي او هغه کلیمې باید و نه کارول شي چې اوږدې او سیلابونه یې ډېر وي. د استاد په وینا ماشومان په استعاري ژبه نه پوهېږي او له کلیمو او جملو لومړنۍ معنا اخلي، نو ځکه باید له استعاري ژبې لرې وګرځو.

د سرمحقق مرستیال فاضل شریفي چې د ماشوم د ادبیاتو د بنسټ طرحه یې جوړه کړې وه وویل، د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې لومړۍ خښته اېښودل شوې او بنسټ جوړ شوی چې د دې بنسټ لوی هدف هم باید دا وي چې ماشوم په افغاني ټولنه کې د یوه مستقل انسان په توګه وپېژندل شي او له هغوی څخه د لویانو په څېر تمې و نه شي.

ده وړاندیز وکړ چې بنسټ دې هغه کتابونه نه چاپوي چې وچ نصیحتونه په کې وي، ځکه ماشومان له نصیحتونو ستړي دي او ورسره دې د کتابونو په پای کې نتیجه ګیري هم نه وي.

د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز مشر رفیع الله نیازي وویل، ټولې هغه ویناوې او لیکنې چې د ماشومانو له عمر او ذوق سره سمې وي او د ماشومانو معلوماتي پانګه غښتلې کړي، د ماشوم ادبیات ورته ویل کېږي.

ده وویل د ماشوم ادبیات له ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې مرسته کوي، له چاپیریال سره یې اشنا کوي او په هغوی کې د خلاقیت ځواک پیاوړی کوي. ده بنسټ ته وړاندیز وکړ چې د ماشوم فولکلوریک ادبیات دې هم راټول کړي او د نورو ژبو د ماشوم ادبیاتو کتابونه دې راوژباړي.

استاد نجیب منلي وویل، د افغانستان په تعلیمي نصاب کې ماشوم ته د یوه غټېدونکې انسان په سترګه کتل کېږي چې دوی باید د مسولیتونو اخیستل ته ځان تیار کړي، خو ماشوم؛ ماشوم دی او کله چې موږ ماشوم ته د ماشوم په سترګه وګورو، کېدلای شي په تعلیمي نظام کې په اغېزمن ډول له هغوی سره کار وکړو. د استاد منلي په وینا د ماشوم په دنیا کې پرون او سبا نشته او تر ډېره د نن دنیا ده؛ نو په دې خاطر چې موږ کله د ماشوم د ادبیاتو په اړه فکر کوو، دغه اصل باید په نظر کې ونیسو.

استاد منلي زیاته کړه هغه کس د ماشوم لپاره بریالی لیکوال دی چې خپله ماشوم واوسي. که یوه لیکوال د ماشوم په څېر فکر و نه کړي، د ماشوم په څېر له لوبو خوند وانه خلي او د ماشوم په څېر وېره و نه لري، نه شي کولای د ماشومانو لپاره بریالي ادبیات وپنځوي.

استاد لا دا هم وویل، موږ چې کله د تعلیم او نصیحت لپاره ماشومانو ته څه وایو، په داسې ژبه یې وایو چې د ماشوم ژبه نه وي او ډېر کله د غټانو کلیمې او مفاهیم په ماشومانو تحمیلوو. د استاد منلي په خبره د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې اساسي ټکی تفریحي ادب دی، ځکه چې ماشوم تفریح ته ضرورت لري او زده کړه د تفریح یوه برخه او لار ده. که چېرې موږ ماشوم ته تفریحي مواد وړاندې کړو او د هغو په منځ کې په قاچاقي ډول معلومات هم وړاندې کړو، دا به ډېر ګټور وي د دې په نسبت چې هڅه وکړو معلوماتي بنډل په تفریحي بڼه وړاندې کړو.

استاد د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ماشومانو لپاره لیکل شوي کتابونه باید مصور وي او تصویر هم باید ماشوم ته د درک وړ او د هغوی له سترګو ورته وکتل شي.

د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد ډاکتر بیت الرحمن رودوال وویل، موږ باید ماشومانو ته هغه څه ولیکو چې په ټولنه کې شته. ده وویل، موږ ځیني کلیمې لرو چې د ماشوم لپاره یې تلفظ کول سخت دي؛ نو په کار ده چې د سختو کلیمو په ځای د لیکلو په مهاله اسانه کلیمې انتخاب شي.

د ډاکټر رودوال بل وړاندیز دا و چې د ماشوم د ادبیاتو برخه کې باید داسې څه لیکل وشي چې د ماشومانو په ذهنونو کې پوښتنې راوپاروي او هغوی لا نورې مطالعې ته وهڅوي.

د دې غونډې ویاندويي چې نرګس حسنزۍ مومند او فرزانې شریف کوله، مازدیګر ناوخته پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *