د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د سلواغې د میاشتې په ۱۸ مه د ریاست جمهوري په ارګ کې د امریکا د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې له پلاوي سره وکتل. دواړو لوریو په دغه کتنه کې چې په افغانستان کې د امریکې سفیر مایکل مک مکینلي او نورو چارواکو ګډون درلود، په افغانستان کې د اصلاحاتو او د اقتصادي ثبات په برخه کې خبرې وکړې. د اقتصادي ثبات په برخه کې د ملي عوایدو د زیاتوالي، د سوداګرۍ د لیږد رالیږد په برخه کې د سیمې په کچه د افغانستان په مرکزیت او په ټول هیواد کې د امنیتي شرایطو د ښه والي په اړه یې د نظریاتو تبادله وکړه.

د مالیې وزیر وویل چې افغانستان د هغې ژمنې سره سم چې د نړیوالې ټولنې او د پیسو له نړیوال صندوق سره یې کړې ده چې له فساد سره به مبارزه کوي، وکولی شو چې د ټاکل شوي هدف څخه ۶ میلیارده افغانۍ زیات عواید راټول کړي.

د امریکا د مشرانو جرګې سناتور باب کروکر د افغان دولت د هغو اقداماتو ستاینه وکړه چې افغانستان یې د اصلاحاتو په برخه کې ترسره کوي چې په ترڅ کې یې د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *