د انتصابي ولسي جرګې او بیا ټاکنو په اړه
شنبه، ۳۰، غبرګولی ۱۳۹۴/ جون ۲۰، ۲۰۱۵
کابل
د جوزا ۳۱مه د ولسي جرګې د کار وروستۍ ورځ او هيڅ ډول انتصابي جرګه مشروعیت نه لري!
افغان ولس، ملي بیت المال او زرګونه امنیتي منسوبین دې د انتصابي وکیلانو له شر، انارشۍ او استبداده خلاص او ژر تر ژره دې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي!
که د ولسي جرګې یو شمير غړي د ولس د رښتینیو استازو په توګه د پاکو رایو له مخې ټاکل شوي وو، خو اکثریت يې د ۱۳۸۹کال د ولسي جرګې د ټاکنو کمیسیون د فاسد چارواکي فضل احمد معنوي او د هغه د فاسد بانډ په مرسته د پراخو درغلیو او انتخاباتي فسادونو او درغلیو، او د کابل په شهزاده سرای او د دوبۍ په مارکيټونو او نورو ځایونو کې د پراخو رشوتونو له امله پر مظلوم او کړېدلي افغان ولس وتپل شول، چې د ځانګړې محکمې څيړنې او پرېکړې پرې پراخه شاهدي ورکوي.
ـ په تیره پنځه کلنه دوره کې د یادې جرګې پر اداري لګښتونو سربيره د غړیو پر سیاسي، امنیتي، روغتیايي، او اقتصادي مصئونیت او بیمو، سفرونو او چکرونو د لګښتونو او نورو مسایلو د فقير ملت د بیت المال سلګونه ملیونه ډالر ولګیدل، زرګونه امنیتي منسوبین او وسایل يې د دفترونو، سفرونو او کورونو د تحفظ لپاره په کار واچول شول، خو یادې ولسي جرګې د ملت د ارادو د رښتیني تمثیل لپاره د افغانانو د سوکاله، سرلوړي او پرمختللي ژوند لپاره د سولې، سیاسي، اقتصادي، امنیتي او علمي پرمختګونو، شفافیت، ښې حکومتدارۍ، عدالت د تأمین، قانون حاکمیت، د خلکو د حقونو او بشري حقونو د دفاع او نورو کورنیو او نړېوالو مسایلو او شخړو د حل په لړ کې هیڅ ډول جدي، ملموسې او مثبتې لاسته راوړنې نه دي درلودلي.
ـ د جرګې ګڼ شمير غړي د همدې جرګې د یو شمير پاکو غړیو په وینا او د رسنیو او ولسي خلکو د مشاهدو او راپورونو له مخې د ملت د خدمت پر ځای د ملت پر سر پر پراخو سودابازیو، فسادونو، د مخدرو توکیو پر قاچاق، انسان وژنو، د ځمکو پر غصب، انسان تښتونو، کمیشن کاریو او حتی د ملي شورا په تشنابونوکې د رشوت پر اخیستلو او راز راز نورو فسادونو او ناقانونه کړنو تورن شول.
ـ د حکومت او نړېوالو له کړنو د نظارت په لړ کې د ولسي جرګې د ناکارۍ، بې پروايۍ او هم له ګڼ شمير حکومتي چارواکو سره د فساد د خورجینونو د نیولو پر اساس د همدې ولسي جرګې د شته غړیو په موجودیت کې افغان دولت د نړۍ د تر ټولو ناکام او فاسد او هیواد مو د نړۍ د تر ټولو نا امنه او د مخدره توکیو د کر او قاچاق په برخه کې د نړۍ د تر ټولو ستر هیواد القاب وګټل.
ـ د همدې جرګې د غړیو تر راتګ مخکې د ۱۳۸۹ د ولسي جرګې ټاکنې او بیا د یادې جرګې په شتون کې د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولایاتي شوراګانو ټاکنې د پراخو درغلیو، فسادونو او ناقانونه کړنو له امله له پراخو ګواښونو او چیلنجونو سره مخ شوې، خو جرګې پرې غوږونه کاڼه واچول، او یا يې هم غړیو د ملت د ګټو پر ځای د یوه او بل سیاسي لوري پلوي وکړه.
۱. دا چې د پورته ذکر شویو مسایلو او دې ته ورته سلګونو نورو مواردو کې د ولسي جرګې د ناکاره، ناګټور او ناسالم مدیریت او نظارت له امله یاده جرګه د ملي ګټو د خوندیتابه، او ولس ته د ښایسته او وړ خدماتو په وړاندې کولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلې، او تل د یوه ستر بې ګټې او مصرفي ارګان په توګه د ملت پر اوږو بار ثابته شوې،
۲. دا چې د هیواد د اساسي قانون د حکم له مخې د سږ کال د غبرګولي جوزا پر وروستۍ نيټه د ولسي جرګې کار پای ته رسيږي او د چنګاښ (سرطان) د میاشتې پر لومړۍ نيټه باید نوې جرګې خپل کار پیل کړی وای، خو د همدې جرګې او ګډ حکومت د ناسالم مدیریت او ضعیفه رهبرۍ او یو لړ نورو کورنیو او بهرنیو دسیسو له امله د ولسي جرګې ټاکنې وځنډول شوې،
نو ځکه خو په انتصابي ډول د ولسي جرګې د کار غځول که په هره پلمه او هر عنوان وي په بشپړه توګه نامشروع او ناقانونه او د ملت او وطن پر وړاندې ستر جنایت بولو، او خبرداری ورکوو چې که هر څوک دغه کار وکړي، هیواد او ملت ته به د لا ډېرو پراخو ناورینونو، فقر او الهي عذابونو سبب او د ملت د هرې ګړۍ درد او غم مسوول او د محاکمې وړ به وي.
له همدې امله د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS) د ملي وحدت په نامه حکومت او ټاکنو کمیسیون په جدي توګه غږ کوي چې د یادې جرګې د لغوې او د ولسي جرګې ټاکنو د ژر تر ژره ترسره کولو لپاره لاس په کار شي، که نه ملت به پخپله د جرګې دروازې وتړي او له حکومت سره به د پراخ پرېکون، هر ډول ټکسونو د نه ورکړي او موازي جوړښتونو اعلان کړي.
فډرېشن پر ټولو مدني خوځښتونو، شخصیتونو او ملت د تیار سی غږ کوي، چې د خپلو ملي ګټو د خوندیتابه او د قانون حاکمیت په خاطر نور د هر ډول زورواکو سیاسیونو پر وړاندې پراخې او جدي مبارزې لپاره سره منظم او منسجم شي او پرېنږدي چې تر دې ډېر يې د استبداد او انارشیو له لارې پر خاوره، ژوند، شرف، امنیت، اقتصاد، دین او فرهنګ او نورو ارزښتونو لوبې وشي.
سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)