وزیر محمد ګل حان مومند

ارواښاد مومند”بابا”

پیلیزه:

د افغاني ټولنې په سیاسي، کلتوري، پوهنیز او ټولنیز پرمختگ کې غوره فکري شخصیتونه بنسټیزه او ستره ونډه لري، د افغانانو ټاټوبي د تاریخ په هره پېړۍ او پوړۍ کې داسې نومیالي ملي پوهنیز او کلتوري شخصیتونه روزلي او پاللي چې د پوهې او کلتور په غوړولو او خپرولو کې یې د یادونې او ستاینې وړ ونډه لرلې ده، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې غوره بیلگه سیاستمدار، لیکوال، شاعر، جنرال ستر پوځي شخصیت وزیر محمد گل خان مومند”بابا” دی، د افغاني ټولنې د اخلاقي ارزښتونو د خوندیتوب په موخه یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده، له همدې امله ټولو روڼ آندو ملي لیکولانو ته اړینه ده چې د مومند”بابا” د ژوند، آند، آثارو او افکارو په هکله بیلا بیلې څېړنیزې لیکنې وکړي ترڅو ځوان پښت د مومند بابا له افکارو، آثارو او په انساني ارزښتونو ولاړ د افغاني ژوند له سبک سره آشنا شي. 

د ستر مشر وزیر محمد گل خان مومند “بابا” د پېژندگلوی په اړه لنډې څرگندونې:

مومند”بابا” د هېواد په دفاع او د وروڼو قومونو ترمنځ د یووالي په رامنځته کولو کې د ستاینې وړ شخص دی، چې د ټولنې په ملي یووالي کې یې د افغاني ټولنې لپاره د یادونې وړ چوپړونه ترسره کړي دي، له همدې امله د نوي ځوان پښت لپاره بیلگه ییز ملي او فکري شخصیت بلل کېږي.

زموږ د هېواد د معاصر سیاسي تاریخ او کلتور په اتلو څېرو کې وتلې او ځلانده ملي څېره ده چې نه یوازې د هېواد د خپلواکۍ په گټلو کې بلکې د تیارې او ناپوهۍ په له منځه وړلو کې یې کارنده ونډه لرلې ده. 

زموږ د هېواد د بهرنیو او کورنیو دوښمنانو نیتونو یې په ډېر ځېرتیا تر پاملرنې لاندې نیولې ول، نو ځکه یې د هېواد ساتنې په موخه پښتانه په شمال کې د یرغلگرو په وړاندې د يوه ډال په توگه ودرول او د تجزیه غوښتونکو هیلې یې له خاورو او ایرو سره یو کړې.

ښاغلی مومند “بابا” د محمد خورشید غونډ مشر زوی، د مومن خان لمسی، د عبدالکریم کړوسی په ټبر حسین خیل مومند دی. د ۱۳۰۳ل س کال د روژې د میاشتي پر ۱۳ ورځ د کابل د اندرابیو په کوڅه کې زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړې او دودیز علوم یې په ځانگړې ډول له پاهانو لوستي دي، خو په پښتو سربېره مومند”بابا” په دری، عربي، روسي، او ترکي ژبو هم ښه پوهېده.

په ۱۳۲۷ل س کال د حربي ښوونځۍ په دویم ټولگي کې د زده کوونکي په توگه شامل او تر پېنځه کلنې زده کړې وروسته په بریا فارغ او د اردلانو په غونډ کې د توپچي څانگې د بولندوی په توگه په دنده وگمارل شو، په دغه شاهي ټولگي کې یې له یوې خوا کنډک ته لوست ورکاوه، او له بلې خوا یې د حربي ښوونځۍ د سرښوونکي په توگه دنده پرمخ وړله، د دغه بریالي چوپړ په پایله کې د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په توگه په دنده وگمارل شو او د شاهي گارد بولندویي چارې هم وروسپارل شوې.

مومند “بابا” د ۱۲۹۸ کال د غبرگولی په میاشت، د هغه پلاوي غړی ؤ چې د محمد ولي بدخشاني په مشرۍ (مولانا سیف الرحمن الکوزی، فیض محمد زکریا، محمد اسلم میرشکار، بشیر احمدخان، عبدالحمیدخان، عزیزالرحمن فتحي، محمد ادیب افندی، عبدالغني ترجمان، غلام جیلاني)، د افغانستان د خپلواکۍ د ورپېژندلو لپاره اروپا او امریکا ته ولاړ.

په ۱۳۰۳ل کال کې د پکتیا د بولندوی او ستر واکمن په توگه وټاکل شو، په ۱۳۰۶ل کال کې د مزارشریف د ملکي تفتیش د مشر په توگه او بیا د ننگرهار د بولندوی په توگه خپلې دندې یې په بریا سره ترسره کړلې، د غازي امیرامان الله خان د واکمنۍ له پرزېدو نه وروسته ناپوهي هرې خوا ته خوره شوه، د هېواد په کورنیو نا آرامیو کې پردیو خپلې موخې څارلې، د افغانستان د عزت ساتلو لپاره مومند”بابا” پریکړه وکړه چې د نادر خان سره یوځای شي ترڅو د ملي خپلواکۍ او د ملت د روښانه راتلونکې په موخه خپله لوړه اخلاقي مبارزه پیل کړي، عمومي امنیت او د هېواد خپلواکي یې په گواښ کې ولیده، نو له خپل رسمي او ملي نفوذ څخه یې د هېواد د دفاع او ژغورنې لپاره کار واخیست او خپله ملي او اخلاقي دنده یې د افغاني ټولنې د مقدساتو په رڼا کې پیل کړه. 

تر ناآرامیو وروسته د لومړۍ کابینې په جوړښت کې د کورنیو چارو د وزیر په توگه او سربېره پر وزارت د ننگرهار د تنظیمه مشر په توگه وټاکل شو، ترهغه وروسته د پروان او کاپیسا ولایتونو د چارو د سمون لپاره په دنده وگمارل شو، او بیا په ۱۳۰۹ل کال کې د کندهار او فراه ولایتونو د سمون لپاره مشري ورپه غاړه شوه. 

په ۱۳۱۲ل کال کې د قطغن، مزارشریف، بدخشان، او میمنې د سمون لپاره وټاکل شو، د غوره او د ستاینې وړ پرمختگونو او چوپړونو له کبله د لمر په ستر نښان ونازول شو.

په ۱۳۱۹ل کال کې د دولت د وزیر په توگه وټاکل شو، مومند “بابا” په ۱۳۳۴ل کال د لویې جرگې چې د انگریزي امپریالیزم په وړاندې د پښتونستان د مسالې په باب د گډ هوډ نیولو لپاره جوړه شوې وه د نایب سالار په توگه وگمارل شو، په وزارت او پوځي رتبه سربېره مومند”بابا” د ښوونې او روزنې او ملي مطبوعاتو په برخه کې د هېواد لپاره نه هېریدونکي چوپړونه ترسره کړي دي، مومند”بابا” خورا ارزښناک اثار پر پښتو ژبه لورولي، چې په هر پېر کې د کارونې وړ دي، چي له نیکمرغه د نامتو لیکوالانو له خوا ستایل شوي هم دي.

 وزير محمدگل خان مومند په (١٣٤٣) لمريزکال کې له دې نړۍ سترگې پټې او د کابل په شهداى صالحين کې په ډېر درناوي خاورو ته وسپارل شو.

مومند”بابا” ته درناوی زموږ ملي وجیبه ده:

وزیر محمد گل خان مومند”بابا” د افغانستان د معاصر تاریخ نومیالۍ او ملي څېره ده چې د هېواد د ټینگښت او ملي هویت د ځلا او لوړتیا په موخه یې د ستاینې وړ کړنې ترسره کړې دي، مومند”بابا” د ملي بنسټیزو آرمانونو او ارزښتونه هغه رغونکې څېره ده چې ټول افغانان یې په کړنو ویاړي او کارکړنو ته یې د درناوي په سترگو گوري.

مومند “بابا” د افغان ملتپال، ملت رغاند، او اندیال شخص په توگه، د دې هېواد د ریښتیني چوپړ په لار کې د ویاړونو ډکې کړنې ترسره کړي چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي او د خپل ژوند تر پایه ملي او اسلامي ارزښتونو او گروهې ته ژمن پاتې شو نو ځکه په نوي افغان پښت اخلاقي حق لري چې یاد یې تاند وساتي.

هغه ډلې ټپلې چې زموږ د ملي پېژند او ملي یووالي مخالفې دي د بهرنیو هېوادونو په مالي او فکري ملاتړد مومند”بابا” د شخصیت په ځپلو، د هېوادنیو اساساتو په ورانولو بوختې دي هڅه کوي زموږ د ټولني اسلامي او کلتوري یووالی له منځه یوسي او د مومند”بابا” د حکومتي او پوځي دندو په لاس ته راوړنو سترګې پټې کړي، نو ځکه دوی مومند”بابا” د ملي او ستر فکري شخصیت په توگه نه شي زغملي. 

خو ارواښاد مومند “بابا” په افغاني ټولنه کې د سپېڅلو ټولنیزو ارزښتونو، تاریخي ویاړونو او اسلامي اخلاقو د ریښتیي لیوال درانه مشر مبتکر لیکوال او شاعر په توگه پېژندل شوی ملي شخصیت دی، چې له نیکمرغه دا شخصیت په پوهه، تخصص، وړتیا، ژمنتیا، او د پښتونولۍ په سپېڅلو عناصرو ولاړ دی نو ځکه د هر ریښتیني افغان د ژبې او قلم په سر د مومند”بابا” نوم دی.

مومند”بابا” ته د مبتکر لیکوال اصطلاح ځکه کارول کېږي چې د خپلو پوهنیزو هڅو په پایله کې په دې وتوانېدلو چې د پښتو د لیکنې او گرامر لپاره له ځانه د تورو نوې بڼې او تعبیرونه منځ ته راوړي، د نوموړي لیکوال ځینې آثار له هماغو بڼو او تعبیرونو سره چاپ شوي هم دي. 

مومند “بابا” د پښتو ژبې لپاره د ستاینې او ویاړ وړ قلمي او فکري چوپړونه ترسره کړي دي چې د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شوي دي.

مومند”بابا” په پښتو او پښتونولۍ مین د فکر او قلم اتل ملي شخصیت دروند او سپېڅلی  پښتون ؤ چې افغاني ټولنې ته یې په ملي فکر او ملي بڼه سمون ورکړ.

مومند “بابا” له آره غښتلی پوځي شخصیت ؤ چې تر زده کړې وروسته یې د پښتو د ژوندي ساتلو لپاره یې په افغانستان کې لوی لوی کارونه کړي دي او د ملي ژبې پښتو او پښتنو په نوي ژوند او غورځنگ کې لوی لاس لري.

پښتو یوازې زموږ د ژبې نوم نه بلکې زموږ د کلتور، ټولنیزو اخلاقو او دودونو مانیز رمز دی چې ټول پښتون ټبر پرې راټولیږي، پرېکړې او لوړه پرې کوي. 

پښتو څو مانوې لري چې دا مانوې او خویونه په ريښتیني پښتون کرکټر کې څرگندیږي: (پ)، د پت؛ (ښ)، د ښېگڼې؛ (ت)، د تورې؛ او (و) د وفا د ماناوو ښکارندويي کوي.

د پښتو د بشپړو مانیزو ارزښتونو پالنه او ساتنه د افغان انسان د وس نه وتلې خبره ده خو زموږ د معاصر تاریخ په اوږدو کې داسې ویاړلي ملي شخصیتونه هم تېر شوي چې دا ټول ارزښتونه او ملي ځانگړنې یې په ملي فکره شخصیت کې له ورایه ځلېدلې چې یو له هغې څخه وزیر محمد گل خان مومند “بابا” دی له همدې امله د مومند “بابا” ملي فکر، روحيې، او ولولې ته درناوی د هر افغان ملي وجیبه ده.

د افغاني کلتور په وده او پراختیا کې د مومند “بابا” ونډه او اغیزې:

مومند”بابا” د نورو پښتنو مشرانو په څېر نه یوازې د تورې خاوند ؤ، بلکې د قلم او ادب د ډگر ځلانده ستوری او ستره شتمني وه چې په خپلو لیکنو او لارښوونو یې زموږ ملي کلتور ته لا پرمختگ او ښکلا ورپه برخه کړې ده.

لومړی. په ژورنالستیکه او خپرنۍ برخه کې:

لوی مفکر سیدجمال الدین افغان ورځپاڼه د ولس ژبه بولي له همدې امله د اوسنۍ پرمختللې نړۍ د ژبې او ادبیاتو د پرمختگ ستر مسوولیت ژورنالیزم ته ورسپارل شوی دی، چې په خورا لوړ سیاسي او ټولنیز شعور سره د مومند”بابا” له خوا دا د ارزښت وړ آر په پام کې نیول شوی دی. 

مومند”بابا” په ۱۳۱۱ ل کال کې د طلوع افغان اوونیزه په ملي ژبه پښتو کړه، دا لومړنۍ اوونیزه وه چې په پښتو ملي ژبه خپرېدله، د خپرولو ستر مسوولیت یې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي صیب ته ورسپارل شوی ؤ.

د ادبي ټولنو په جوړونه کې د مومند”بابا” هڅې: د مومند”بابا” د هراړخیزې هڅې په پایله کې ادبي ټولنې جوړې شوې ځکه چې مومند”بابا” د وگړنیز او ډله ییز چوپړ ترمنځ توپیر کاوه، نو پریکړه یې وکړه چې باید دملي ژبې پښتو د ودې او پراختیا لپاره باید ادبي ټولنې جوړې شي، د دې هڅو په پایله کې (پښتو ټولنه) جوړه شوه.

د روزنې او پالنې په برخه کې د مومند”بابا” لاس ته راوړنې: ستر فکري شخصیت استاد گل پاچا “الفت” صیب د فکر پالونکي او روزونکي مفکرین بولي، استدال کوي، که د فکر پالونکی هڅه و نه کړي نو د مفکر ځلیدل او مطرح کېدل ناشوني دي.

له همدې امله مومند”بابا” د ټولنې د افکارو مدیریت ته لومړیتوب ورکړ او د هېواد پوهینز پرمختگ یې په ستر ملي آرمان بدل کړو، حبیبي صیب، د افغاني نشنلیزم پلارخادم صیب غوندې شخصیتونه یې د ټولنې د پوهنیز پرمختگ په موخه وپالل.

د ژبساتنې او ژبپالنې په برخه کې د مومند”بابا” فکري دریځ: ژبه د یوه ملت د کلتوري خونديتوب لپاره بنسټیزه وسیله ده، پاچا خان د ټبر سپکوالی او ورکوالي په ژبه کې گوري، علامه محمود”طرزی” ولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندۍ گڼي، مومند”بابا” په لاندې نثر کې ژبساتنې او ژبپالنې ته په ډیر ځیرکتیا سره نغوته کوي او لیکي:

« ژبه باید وساتله شي، وپالل شي، وروزله شي، ارته کړله شي، علمي شي، ادبي شي په هر حیث د ملت د مرستو اړینو او احتیاجاتو ته کافي شي، د یوه ملت په ژبې کې هر څومره چې د بل ملت ژبه نفوذ مینده کي هماغومره سیاست، اقتصاد، اجتماعیات، ملی اخلاق، ملی آداب، ملی عادات، ملی رسومات، او عنعنات ټول ملي خصائل او خصایص حتی چې ذهنیت، افکار، حسیات، او مدنیت یې نفوذ مینده کوی او هماغومره د هغې ژبې خاوندانو نامری بری او غلبه د دغې بلې ژبې پر خاوندانو تامنیوي او که د یوه ملت ژبې ته مغلوبه شوه گڼه هغه ملت په دغو پاسنو ټولو خصوصیاتو کې ورته پړ شو، نو ځکه مومند”بابا” د ډېرو افغانو کورنیو د زامنو او لوڼو لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړې شرایط برابر کړل ترڅو په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.»

فضل احمد غر وایي: گوره خپله ژبه پرې نه ږدې افغانه چې همدغه د قومي ترقۍ جړ دی.

د مومند”بابا” لیکلي آثار: 

مومند”بابا” د ټولنې او ولس په نبض پوه او د ولس له خوا د حکیم په توگه د تل لپاره ستایل کېدو، شاعر، لیکوال، ادیب، مصنف، تصحیح او بلیغ شخصت ؤ، په ټولیزه توگه ویلای شو چې خورا خوږ ژبۍ سپېڅلی انسان ؤ.

 نه یوازې د سیاست بلکې د ادبیاتو په برخه کې یې نه هېردونکي چوپړونه ترسره کړي دي، گڼ شمیر ارزښتمن کتابونه یې په پښتو لیکلي چې د یادونې او ستاینې وړ دي: 

۱. پښتو سیند: چې د پښتو ژبې ستر قاموس دی، په سر کې یې ستره پوهنیزه سریزه هم چاپ شوې ده، لومړی چاپ یې په ۱۳۱۶ لمریز لېږدیز کال کې او دویم چاپ یې په ۱۳۸۲ کال کې د ساپي خپرندویې ټولنې له خوا خپور شو.

۲. د پښتو ژبې لیاره یا پښتو صرف او نحو: په پښتو ژبه د پښتو غوره گرامر دی چې په ۱۳۱۷ل ل کال کې په لاهور کې چاپ شوی او په بلخ کې لیکل شوی دی په سر کې یې لاندې بیتونه چاپ شوي دي.

نورې ژبې زده کول کې دی کمال

خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

۳. لنډه کی پښتو: د پښتو او پښتونولۍ په هکله خورا ارزښتمنه رساله ده چې په ۱۳۲۷ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې او د مومند”بابا” اندونه د پښتو او پښتونولۍ په هکله څرگندوي.

۴. پښتني روزنه: دغه خورا ستر ارزښتمن نښیر لاتراوسه چاپ نه دی.

۵.پښتو او پښتنولي: د پښتونولۍ د څرنگوالي په هکله اړینه رساله ده چې لا نه ده چاپ شوې.

۶. د پخلي کتاب: د په ۴۰۰مخونو کې د پخلي د زده کړې په هکله غوره قملي نښیر دی.

۷. د پښتو لویه نحوه(معاني او بیان) غوره گرامري نښیر دی چې تر اوسه نه دی چاپ شوی.

۸. پخواني ملي او ادبي اصطلاحات: د اصلاح ورځپاڼې د ۲۸/۵/۱۳۴۳ل کال نیټې د گڼې له مخې د مومند”بابا” بل نښیر دی چې چاپ شوی نه دی، خو په قلمي نسخه کې یې پخواني ملي او ادبي اصطلاحات راغلي دي.

متفرقه لیکنې:

۱. سیمه: د گډ هېواد او په ځانگړې توگه د پښتنو د هېواد د ساتنې او گډې دفاع په اړه اړین مطالب لري.

۲. مېلمستوب: په میلمستیا یې د پښتني اخلاقو په رڼا کې بحث کړی دی.

۳. ټوکې: په دې مضمون کې ټوکې په جایزو او ناجایزو برخو ویشي، جایزې له پښتني آدابو سره مخالفې نه بولي او ناجایزې له دواړو سره مخالفې بولې.

د مومند”بابا” (نثر او نظم) د مانا او مفهوم له مخې ملي او غوره سپېڅلې لیکنې دي چې د هېواد پالنې او ژبپالنې د مینې ځواک په بشپړ اخلاص او غوره الفاظو بیانوي، عبارات یې درانه او اغیزناک دي او ملي احساس په کې له ورایه ښکاري.

وړاندیز:

۱.  دا زموږ ملي، اخلاقي او دیني مسوولیت دی چې د مومند”بابا” ټول چاپ او ناچاپ آثار سره راټول، خپاره او خوندي کړو.

۲. زموږ لیکوالانو او پوهنیزو ټولنه ته اړینه ده چې د مومند”بابا” د آند او ژوند د بیلابیلو اړخونو او مبارزو په هکله هراړخیزې څېړنې ترسره کړي ترڅو ځوان پښت یې د مبارزې او خدمت په قدر او ارزښت پوه شي.

۳. زموږ افغاني کلتور په ډېر بې رحمۍ د پردیو تر کلتوري یرغل لاندې نیول شوی دی، نو مهمه ده چې په دې مهم  تاریخي پېر کې د تاریخ جوړونکي ملي شخصیت له افکارو او لارښوونو گټه واخیستل شي او په ملي مبارزو شخصیتونو کې یې د شخصیت او فکر بیلگې په ویاړ وړاندې شي.

پایله: د تاریخ په پاڼو کې د المار افغان نوم او مېړانه په خورا درنښت یادیږي، ځکه چې د ژوند تر پایه یې د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر د سر په بیه د دوښمن په وړاندې ریښتینې جگړه کړې، په پای کې د دوښمن په لاس دوه ټوټې شو، د افسرانو او سرتیرو سترگې یې وایستل شوې، لاسونه، پښې، غوږونه او پوزې یې لنډې شوې خو تر پایه تسلیم نه شو، د ژوند تر پایه یې وسپنیز هوډ مات نه شو، کندهار ته یې د ویاړونو ډک تاریخ پرېښود. مومند”بابا” هم د خپلې خاورې او ملي ارزښتو د ساتنې لپاره د (المار افغان) په څېر میړنۍ مبارزه کړې چې هر ریښتیني افغان ته د درناوی وړ ده.

 مومند”بابا” د ستر ملي او کلتوري شخصیت په توگه هېڅکله هڅه نه ده کړې چې د ځواک د لاس ته راوړلو لپاره د خلکو وینه توی کړي او یا د دوی په ملي ارزښتونو د پردیو په لمسون ملنډې ووهي.

مومند”بابا” ټولو ملي فکره افغانانو ته د درناوي وړ شخصیت دی، چې ټول یې په یوه خوله په سرښندنو ویاړي او په نوم اخیستلو سره یې د ملي غرور احساس کوي، ځکه چې مومند “بابا” تل د سوکاله، سوله ییز، خوشاله او پرمختللي افغانستان ملي ارمان درلود د دغه سپېڅلې ملي موخې لپاره یې دوامداره قلمي او فکري مبارزه کړې ده.

د ملي کلتوري میراثونو او ملی شتمنۍ په ساتنه کې یې د ځانه لوړه وړتیا ښودلې سربېره په دې یې ملي ارزښتونه او تاریخي ویاړونه په ویاړ پاللي دي چې د نورو افغانانو د وس نه وتلې خبره ده.

په پوځي چارو کې یې نبوغ درلود، د ملي امنیت او سیاسي ټيکاو د ساتنې لپاره یې نه ستړېکیدونکې مبارزه کړې او په لوړ اخلاقي جرئت یې افغانانو ملي یووالي ته رابللي دي.

په ټولنیزو، کلتوري او پوهنیزو چارو کې د ستاینې وړ لاس ته راوړنې لري، چې ددې ځانگړنو ساری په نورو ملي شخصیتونو کې خورا لږ تر سترگو کېږي.

د گران افغانستان د سیاسي ټیکاو د ساتنې لپاره یې تل د کورنیو گوډاگیانو او بهرنیو استخباراتي کړیو سره ریښتینې مبارزه کړې، له همدې امله د ملي اتل او ملي شخصیت القاب د افغانانو له خوا په ویاړ ورکړل شوي دي.

اخځلیکونه:

۱. احمدزی، سپین غر. د ویاړونو لړۍ، ۱۳۸۸ ل کال، لومړی چاپ، عنایت خپرندویه ټولنه.

۲. بېنوا، عبدالروف، اوسني لیکوال، ۱۳۹۳ل کال، درېیم چاپ، صداقت خپرندویه ټولنه.

۳. جبارخیل، ډاکټرحفیظ الله. حکومت پوهنه، ۱۳۹۳ل کال، د افغانستان ملي تحریک کلتوري څانګه.

۴. ځلمی، محمد ولی. زموږ غازیان، ۱۳۶۸ل کال، د افغانستان د علومو اکاډمي.

۵. زیور، پوهاند ډاکټر زیورالدین. د پښتو ادبیاتو تاریخ اوسنۍ دوره.۱۳۹۰ل کال، درېیم چاپ،  د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.

۶. غریبیار، سیداگل. د پښتو هسکه شمله، ۱۳۸۳ل کال.

۷. یون، پوهاند محمد اسمعیل. محمد گل خان مومند او پښتونولي مقاله،https://www.samsoor.com/fullstory.php?id=918

۸. یون، پوهاند محمد اسمعیل. د محمد گل خان مومند اند او ژوند ته یوه کتنه. ۱۳۸۷ل کال، دویم چاپ، یون کلتوری یون.

لیکوال: پوهیالی تورن عبدالخالق”حکیمي”

One thought on “د افغانستان د معاصر تاریخ ویاړلی پوځي شخصیت او ځلانده کلتوري څېره”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *