تاند- د افغانستان د فوټبال ښځينه ټيم د قرغزستان د ښځو ملي ټيم نن يکشنبې ته په يوه سيمه ييزه سيالۍ کې يو د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه. دغه لوبې د جنوبي اسيا د فوټبال فډراسيون د مسابقو په درشل کې روانې دي.
د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان ترمنځ به د فوټبال دوستانه مسابقې کېږي او دا د سف په نامه د طلايي کپ سياليو تر پيل مخکې پلان شوې دي.
تمه کېږي د افغانستان د نجونو ټيم د دوشنبې په ورځ د تاجکستان له ټيم سره دوستانه مسابقه وکړي، د افغانستان د فوټبال ملي ټيم کوچ يوسف کارګر نن (يکشنبې) وويل، کېدى شي برى بيا د افغانستان په برخه شي.
د افغانستان ټيم له ٢٠٠٨م کال راهيسې په نړيوالو سياليو کې برخه اخلي، چې د پاکستان، بنګله دېش، نيپال او سريلانکا په وړاندې يې هم مسابقې کړې دي.
تېر کال د افغانستان د فوټبال د نجونو ټيم چې ساجيه سحر يې مشره ده، د جنوبي اسيا د فوټبال په فډراسيون کې درېيم مقابل خپل کړ. دوى هغه وخت پاکستان ته څلور د يو په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تېره اوونۍ له پاکستان سره په يوه دوستانه سيالۍ کې برخه واخيسته چې څلور د صفر په مقابل کې يې د پاکستان ټيم ته سخته ماتې ورکړه.
زه په دغه کامیابئ خوشحاله نه یم دا کارداسلام مخالف عمل دې ددې پرځای د ښځولپاره باید دهغوی یوه اړینه ستونزه هواره شي
د یوې افغانې ښځې نخه دهغې حیا او عزت دې کله چې دهغې دحیا پړونې له سره او پلو له سینې لیرې شي هغه ناکامي ده
ګرانودومره ازادی هم نه غواړوچه زمونږایمان اوکلتورته پکی سپکوی وی اواسلام مونږته واضح حد ټاکلی دی اوهغه څخه تیری زمونږدناکامی اوبی عزتی نښه ده
په درنښت.
بصیر احمد صیب ته
زه هم د فوټبال او کرکټ د نارینه لوبغاړو په بریالیتول نه یم خوشاله . باید د دې پر ځای د دوی یوه اساسي ستونزه حل شوې وای، لکه دا چې د سپو په شان یې له یو بل سره جنګ بس کړی وای.
تنها صیب ته بیا وایم چې چې که دومره درته غیرت مهم وي او باغیرت یې د انسانانو د وژلو نه لاس واخلهږ ستا عزت او غیرت دا دی چې هره ورځ خپل خلک ووژنې او بیا په افتخار ووایې چې دومره کسان مې ووژل.
مینه
دمینه په نوم هرڅوک چی ده پدی باید پوه شی چه مونږپخپل تبصره کی دجنګ طرفداری نده کړی اونه دکا میابی لارده خوهغه څه چه مونږته په قران کریم کی واضح بیان شویدی بیاترسره یی کړو ځکه په هغی کی عزت نغښتی دی اودپردیودغلامی نه دخلاصون اوازادی لاره ده