تاند- د افغانستان د نجونو د فوټبال ټیم نن /شنبه/ اسلام اباد ته لاړ چې د جنوبي اسیا د هیوادونو د ښځو د فوټبال په مسابقو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون وویل چې د افغانستان په ټیم کې، چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته واستول شو، شل لوبغاړې او دوه ترینران یا روزونکي شامل دي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال په ټیم کې ۹ لوبغاړي د هغو افغانانو له منځه غوره شوي چې په امریکا، اروپايي هیوادونو او یا هم ایران کې د کډوالو په توګه اوسي.
د افغان ټیم ۱۱ نورې لوبغاړي د افغانستان په کورنیو کلبونو کې لوبېږي.
د افغانستان ټیم په بي ګروپ کې له مالدیپ، سریلانکا او بوټان سره مخامخ کېږي.
د جنوبي اسیا د هیوادونو د ښځو د فوټبال مسابقې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیلېږي خو د افغانستان لومړۍ مسابقه به د چهارشنبې په ورځ له مالدیپ سره وي.
د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون په وینا په وروستیو څو کلونو کې له فوټبال سره د افغان نجونو لېوالتیا زیاته شوې او اوس په ټول هیواد کې شاوخوا ۸۰ زره نجونې په سپورتي کلبونو او ټیمونو کې ثبت دي.