تاند- له ډېر انتظار او بیا بیا ځنډه وروسته بالاخره نن /دوشنبه/ د افغانستان د کابینې د غړیو نومونه اعلان شول. په دې لیست کې درې ښځې نومول شوي دي. اکثره نومول شوي کسان نوې څېرې او کمې پېژندل شوې دي.

ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله له لوري وړاندیز شویو وزیرانو ته د اعتماد یا نه اعتماد رایې ورکړي.

په اعلان شوي لیست کې د کورنیو چارو د وزارت لپاره، چې ویل کېږي، ورباندې ډېر جنجال وشو، جنرال علومي نومول شوی دی.

ستر جنرال شېرمحمد کریمي دفاع وزیر

نور الحق علومي د کورنیو چارو وزیر

غلام جیلاني پوپل د مالیې وزیر

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر

احمد سیر مهجور د عدلیې وزیر

ګل زلمی یونسي د پوهنې وزیر

نجیبه ایوبي د ښځو د چارو وزیره

ډاکتر عباس بصیر د فواید عامې وزیر

فیروزالدین فیروز د عامې روغتیا وزیر

یعقوب حیدري د کرنې وزیر

داوود شاه سبا د کانونو او پیترولیمو وزیر

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر برنا کریمي

د کلیو د پراختیا او بیارغوني وزیر نصیر احمد درانی

د لوړو زده کړو وزیره خاطره افغان

د انرژۍ او اویو وزیر محمود صیقل

د کار، شهیدانو او ټولنیزو چارو وزیر سادات نادري

د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخي

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني

فیض الله کاکړ له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیر

د اطلاعالتو او کلتور وزیره آی سلطان خیري

د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر قمرالدین شینواری

د اقتصاد وزیر سردار محمد رحمان اوغلي

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر سردار محمد رحیمي

د ترانسپورت وزیر فیض الله ذکي

د ښارجوړونې وزیر شاه زمان میوندي

د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل

د افغانستان بانک رييس خلیل صدیق

دغه راز سلام رحیمي د ولسمشر د دفتر ريیس ګومارل شوی دی.

——————————–

د نومول شویو وزیرانو پېژندګلوي:

شېر محمد کریمي (دفاع)

۶۹ کلن دی، په خوست ولایت کې زېږېدلی. د بریتانیا په سن هرټ پوهنتون او همداراز په امریکا کې لوړې پوځي زده کړې کړي دي.

صلاح الدین رباني (بهرنیو)

۴۳ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په پاکستان کې یې ښوونځی ویلی. د سعودي عربستان په ملک فهد پوهنتون کې یې د بازار یابۍ په برخه کې لیسانس اخیستی وروسته یې د بریتانیا په کینکزټن پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکړی.

نور الحق علومي (کورنیو)

۶۸ کلن دی. په کال په کابل کې زېږېدلی. د حبیبې لېسې وروسته یې حربي پوهنتون لوستی، وروسته امریکا ته د لوړو پوځي زده کړو لپاره واستول شوی خو پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته د پوځي زده کړو لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل شو مګر زده کړې یې بشپړې نه کړې او بېرته افغانستان ته ستون شو. د ده کورنۍ په هالنډ کې اوسي.

سردار محمد رحیمي (سوداګرۍ)

د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې زېږېدلی، ۳۷ کلن دی. د جیوپولیټیک په څانګه کې د تهران له پوهنتونه دوکتورا اخیستې ده. حاضردمه په کابل پوهنتون کې استاد دی او د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې غړی دی.

سادت منصور نادري (کار او ټولنیزو چارو)

په ۱۹۹۹ میلادي کال په لندن کې د اقتصاد په برخه کې لیسانس اخیستی. په بېلابېلو شرکتونو کې یې کار کړی. د افغانستان بانک سلاکار پاتي شوی او په افغانستان کې د بیمې د یوه لوی شرکت څښتن دی. ده په انتخاباتو کې له خپل پلار سید منصور نادري سره د اشرف غني ملاتړ کاوه.

محمود صیقل (اوبو او انرژۍ)

۵۳ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی، د استقلال لېسه یې لوستې. لیسانس یې د استرالیا سیډني او کانبرا په پوهنتون کې اخیستی. د نړیوالې پراختیا په برخه کې یې له دیکن پوهنتونه دوکتورا اخیستې ده. صیقل پخوا په استرالیا او نیوزیلنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کړی دی.

فیض الله ذکي (ترانسپورت)

۵۶ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په کتابل پوهنتون د جیالوجۍ له څانګې فارغ شوی. ذکي د ملي جنیش ګوند مهم غړی دی. اوس هم د عبدالرشید د دفتر د ريیس په توګه کار کوي. په ازبکي، دري، پښتو، روسی او انګلیسي ژبو پوهېږي.

1نجیبه ایوبي (د ښځو چارو)

په ۱۹۶۸ کال په پروان ولایت کې زېږېدلې. د پروان د ښوونې او روزنې د پیداګوژي په انستیتیوت کې یې لیسانس اخیستی او د کلید ګروپ د رسنیو مشره ده.

غلام جیلاني پوپل (مالیه)

۵۹ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. په کابل پوهنتون کې یې حقوق او سیاسي علوم لوستي. د منجمنټ په برخه کې یې په اروپا او امریکا کې مقطعي زده کړې کړي دي. نوموړی د مالیې وزارت مرستیال و.

احمد سیر مهجور (عدلیه)

په ۱۹۶۵ میلادي کال په بغلان کې زېږېدلی. په پاکستان کې یې د شرعیاتو او سیاسي علومو په برخو کې زده کړې کړي. په ۱۹۹۲ کال فرانسې ته تللی او د سیاسي فلسفې، ټولنپوهنې او سیمه ییزې پراختیا په برخو کې یې ماستریانې اخیستي دي.

ده د فرانسې په سوربون پوهنتون کې په ټولنپوهنه کې په ۲۰۰۹ کال دوکتورا اخیستې ده.

برنا کریمي (مخابراتو)

۴۱ کلن دی، په کابل کې زېږېدلی. د کابل د طب پوهنځی یې یو کال لوستی. له کورنیو جګړو سره سم روسیې ته تللی او هلته یې د منجمنټ په برخه کې لیسانس اخیستی دی. کریمي وروسته د امریکا په فینکس پوهنتون کې د تجارتي بازار موندنې په برخه کې لیسانس او ماستري اخیستې ده.

برنا کریمي په ۲۰۱۱ کال په کاناډا کې د افغانستان سفیر و، له دوو کلونو وروسته یې استعفا ورکړه او وروسته د سیمه اورګانونو مرستیال شو.

زلمی یونسي (د پوهنې وزیر)

په بلخ کې زېږېدلی. د جمعیت اسلامي غړی او د عطا محمد نور سلاکار دی. د ده د زده کړو په اړه معلومات ترلاسه نه شول.

1

سردار محمد رحمن اوغلي (اقتصاد)

۵۰ کلن دی، په فاریاب کې زېږېدلی. د رادیو تلویزیون په برخه کې یې زده کړې کړي. په ترکیه کې د ازادي راډیو خبریال، د بلخ پوهنتون استاد، د افغان ترک د ښوونځیو سلاکار او د ولسي جرګې د یوې دورې غړی پاتې شوی دی.

داوود شاه سبا (پیترولیم)

سبا په ۱۹۶۴ میلادي کال په هرات کې زېږېدلی. د کابل د پولتخنیک انستیتیوت له پای ته رسولو وروسته یې د هند له مومبي پوهنتون څخه یې د مځکې په ساینس کې دوکتورا اخیستې ده. ښاغلی سبا په ۲۰۱۰ میلادي کال د هرات والي شو چې وروسته یې وحیدي ځای ونیوه.

فیض الله کاکړ(مخدر مواد)

فیض الله کاکړ له ډېرو کلونو راهیسي د عامې روغتیا وزارت معین دی. ده د امریکا د انډیانا په ایرلهام کالج کې لوړې زده کړې کړي دي.

خاطره افغان (لوړو زده کړو)

۳۶ کلنه ده. په کندهاز کې زېږېدلې. په عامه ادارې او ښې حکومتولۍ کې یې ماستري کړې ده.

شاه زمان میوندي (د ښاري پراختیا وزیر)

۳۷ کلن دی. په کندهار کې زېږېدلی او په اقتصاد کې ماستري لري.

رحمت الله نبیل (ملي امینت ريیس)

۴۶ کلن دی. په میدان وردک کې زېږېدلی. ښوونځی یې په کابل، انجنیري یې په پاکستان کې لوستې ده. ده په یو شمېر غیردولتي موسسو لکه د ملګروملتو د کډوالو په لویه کمیشنري کې هم کار کړی دی. نبیل د اسدالله الله خالد له ټپي کېدو وروسته د ملي امنیت سرپرست وټاکل شو.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر کرزي د ځانګړو ساتونکو مسوول و.

ډاکتر عباس بصیر(فواید عامه)

عباس بصیر ۵۲ کلن دی. په غزني ولایت کې زېږېدلی. د چاپېریالي څېړنو په برخه کې یې دوکتورا اخیستې ده.

قمر الدین شینواری (سرحدونو)

۵۲ کلن دی، په ننګرهار کې زېږېدلی. په شرعي علومو کې ماستري لري.

آی سلطان خیري (کلتور)

۳۷ کلنه ده، په فاریاب کې زېږېدلې او په ادبیاتو کې دوکتورا لري.

فیض محمد عثماني (حج او اوقاف)

۶۵ کلن دی. په کندوز کې زېږېدلی دی. د زده کړو په اړه یې معلومات نشته.

عالمي بلخي (کډوال)

سید عالمي بلخي ۶۰ کلن دی. په بلخ کې زېږېدلی او په ایران کې یې دیني زده کړې کړي دي.

یعقوب حیدري (کرنه)

۵۳ کلن دی. په کابل کې زېږېدلی او د پیداګوژۍ ماستري لري.

نصیر احمد دراني (د کلیو پراختیا)

ښاغلی درانی د لوګر ولایت دی، چې ۴۲ کاله عمر لري. نوموړی په عامه اداره کې ماسټري لري.

فیروز الدین فیروز(عامې روغتیا)

د پنجشیر ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی ۴۸ کلن ښودل شوی. د هغه په اړه ډېر مالومات نه شته.

18 thoughts on “د افغانستان د نوې کابینې لیست اعلان شو”
  1. مننه
    زه د تاند دایمي لوستونکی یم ، ستاسې خبرتیاوې بې پرې دې او په حقیقت ولاړې دي ، له حالاتو زر خبریږو او ویب سایټ مو ډیر زر خلاصیږي
    زه په د الفلاح لوړو زده کړو پوهنتون کې د تضمین کیفیت ادارې مسول یم ، د لوړو زده کړو د کیفیت په اړه به هره موضوع لیکل کولای شم ، هیله ده چې غوښتنه یې رانه وکړئ
    دلته مې یوازې دا غوښتنه وه چې که د ټولو وزیرانو بیوګرفي ( پیژندګلوي ) په مکمله ډول ولیکل شي نو ډیر ښه به وي

    مننه ستاسو له خدماتو څخه

  2. که رښتیا ووایم. هسی چی تمه کیده چندانی مسلکي کابینه ماته نښکاري اکثره یی د روابطو پر اساس معرفي شوي مسلکي پوهی او تجربی ته چندانی پام ندی ساتل شوی دمثال په ډول فیض الله ذکي چی دکابل پوهنتون د جیالوجۍ له څانګې فارغ شوی د (ترانسپورت) د وزیر پحیث معرفی شوی او همدا رنګه سردار محمد رحیمي چی ګواکی د جیوپولیټیک په څانګه کې د تهران له پوهنتونه دوکتورا اخیستې ده د سوداګري وزیر په توګه معرفی شوي چی د دواړو تحصیل له وظایفو سره تړاو نلري ( ګواکی می ځکه ولیکه چی زموږ هزاره هیوادوال چی له ایرانه بیرته ستانه شوي ټول ډاکتران دي د کډوالو او بیا راستنېدونکو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم دوکتورا لري۰۰ زما خو یقین نه راځي )
    بله خبره دا ده چی پدی لست کی منطقوي انډول هم په نظر کی نده نیول شوی د ټول مشرقی له دریو ولایتونو نه فقط یو نفر هغه هم د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر قمرالدین شینواری ده ، په هرحال همدا چی د خلکو اوږد انتظار ته یی د پای ټکی کیښود دا په خپله یو لوی کار دی چی د لاروي ماما لخوا دی د تاند چلوونکو او لوستوونکو ته بمبارک وي .
    .

  3. الله ج دې همدغه نوې کابینه وټولو افغانانو ته دخدمت مصدر وګرځوې.کوم څوک که په دغو اشخاصو کې وې چې ترملی ګټو ځانې ګټې ورته مهمې وې الله ج دې ورته دښو هدایت وکړې. اونور دې همدغه افغانان الله ج نه کړوې.الله ج واوسنیو ټولو افغانانو ته اتفاق اواتحاد ورکړې اوبې ځایه اوبې مفهومه تعصبونه او ځان ځانۍ دې الله زموږ څخه لیرې کړې چې دغه وړه اوکو چنۍ ټوټه افغانستان خدای نا خواسته را څخه تجزیه نشې. بیا دې نو الله ج توفیق موږ ټولو ته راکړې چې ګران اولوی افغانستان جوړ کړو.امین. که دغه کابینه مسلکې هم نه وې الله ج دې توان اوتوفیق ورکړې چې دمسلکې کا بینې کار وخپل مظلوم اودرددیده اولس ته وکړې. امین

  4. د اولسی جرګې وکیلانو هله ژر سی دا ټول وکیلان رد کړئ! یو یې هم مسلکی نه ده، مستری یې حچ او اوقافو ته لیږلی او عالم یې سرحدونو ته توبه خدایه توبه!

  5. زما په فکر خو واله يو وزير هم له خپل مسلک سره تراو نه لري زکه چي نبيل صاحب انجنير دهاو دته د امنيت ملي په چوکي کمارل شوي ده بله خبره داده چي معلومه شي سل ورزي خو اولس مشر اولس کشر پري تيري کري تو اوس به گورو چي پارلمان سومره پري تيره وي دا د بسوگي بي بي واده ده خداي خبر چي زمونژ وطن وطن شي

  6. Salamoonah,
    Zma pa nazar da kabinah d`karzi d 13 kalano mofsedino na ddera maslaki aw zwanah shkariey. KHODAY de wakrri che milli wahdet aw milli gatto lipara kaar wakrry , na da che shakhsi jebonah ddak aw d` Beytulmal sermayeh dobai aw khawarejo ta yo na si.!!!.Ehtram

  7. له تاند نه په مننه
    کابیه نه وټاکل شوه خودځینووزیراانودښوونی معلومات یی نیم ګړی دی
    بله داچی طالبانوته په کی هیڅ وزارت ورنه کړل شو
    که نظامی طالبانوورته څوک نه معرفی کاوه نووکیل احمد متوکل اوملاضعیف خوددولت وڅنګ ته پراته دی
    باید دوه وزارتونه خوصوصا داوقافووزارت یی باید ورکړی وای
    چی وړ تیا یی هم لرله
    په هرصورت اوس به یی پارلمان ته پریښدوچه څه عکسل عمل ٍښی اوکه دجیب ډکولوته کار کوی

  8. ګرانو لوستونکو ته ښی هیلی اول خو الله ج په قوت او مرسته دغه مملکت له غیبه جوړ کړی ولی کابینی ته چی ګورو ټول بی تجربی خلک دی وزارت داسی کوچنی چوکی ندی. په تیرو وختونو کښی به ټولو پادشاهانو کوښښ کړ چی پوه او خاندانی خلک وګوماری ولی دا نانځکی نشی کولای دا ملک جوړ کړی ټول شخصی تجارتونه او موسسات لری، خارجی اجنټان دی خپل ګوډی به ډک کړی او ملک به پریږدی اکثریت ددی دوه تابعیته خلک دی له تیری کبینی باید زده کړو چی هر وزیر څومره ډالر خارج ته انتقال کړل لکه د کرهنی وزیر رحیمی په شان خاین او داسی نور والله که دا یو خدای پرست او وطن پرست کس وی تاسو ۳۷ کلن وزیران لیدلی ددوی عقل کله پوخ دی هلکان او وزارت دوی چی دا دوکتوراوی اخیستی نو ددوی له سن سره ډیر توپیر لری. الله دی په دی ملک ورحمیږی نشته هغه پخوانی ککری( دا د دوه بنو حکومت دی) الله پوهیږی خدای دی دوی ته هدایت وکړی او کنه الله دی فرعون په شان غرق کړی

  9. زه نوموړی کابینه څه ناڅه منم خو دا څرګنده ده چی د روابطو په اساس معرفی شویده خو زه دا وړاندوینه لرم چی ددی بیوګرافی یا پیژندنه دی په مکمل ډول لکه دکوم ګوند سړی وه او اوس دچا لخوا معرفی شوی تحصیلات یی او په هکله یی نور معلومات اړین دی مننه

  10. زما په نظر فکر نه کوم چی دا وړی به شړی شی ، ځکه چی ددغه سیند روانو اوبو لاندی ډیر داسی کاڼی او ډبری شته دی چی ددغه جریان مخ نیوی به وکړی . او ډیر بیګناه خلک به په دغه سیند کی یو ځل بیا لاهو او غرق شی

  11. بیهمګان به سر شود،بی کمونست نمیشود !!!. خلیل صدیق پرچمی،خسربره ظاهر طنین نماینده افغانستان در سازمان مللمتحد(عضو کمیته مرکزی حزب وطن)،مدیر مسؤل روزنامه حقیقت انقلاب ثور. ډګر جنرال نورالحق علومی، قومندان زون جنوب غرب در زمان حاکمیت حرب دموکراتیک خلق،عضو کمیته مرکزی و شوری انقلابی،یکتن از رهبران نظامی تسلیمی دولت به شوری نظار (۱۹۹۲).شخص نزدیک به دولت روسیه. فیض الله ذکی عظو شوری مرکزی حزب وطن،معاون سازمان جوانان. سترجنرال عبدالرشید دوستم عضو شوری مرکزی حزب وطن و تورن حنیف اتمر کارمند خاد.

    او تاسو خو هر یوه وزیر ته دوکتورا هو ماستری هم ور کړی ده چط اکثره یی حقیقت نلری.

  12. دا چی رییس جمهور وروسته له ډیر څنډ او جنجالونو څخه چی د ګل مرجان سره یی لرل کابینه اعلان کړه اما متاسفانه داسی یوه کابینه یی اعلان کړه چی غیر د امنیتی سکتور څخه نور ټول یی غیر مسلکی کسان دی او یو وزرات ته هم مسلکی کس ندی وړاندی شوی د مثال په ډول د کرنی او اوبو لګونی وزارت ته یی داسی یو کس پیشنهاد کړی چی هغی پیداکوژی لوستی ده اوس نو ته فکر وکړه چی زراعت او پیداکوژی څومره فرق لری آیا ښاغلی نوماند وزیر به وکولای شی چی د زراعت د متخصص په صفت کار وکړی . نه هیڅکله به و نشی کولای لاکن نور به هم زمونږ زراعت تباه کړی او کومی دوه ونی یا ځنګلونه چی لرو هغه به هم یا په پاکستان خرڅ کړی او یا به یی داسی مسولین ورته ټاکلی وی چه هغه د د تعلیم او تربی اویا ژورنالیزم پوهځی څخه فارغ وی لکه چی اوس یی شاهدان یو چی په وزرات زراعت کی داسی کسان د زراعت د متخصص په صفت کار کوی چی هغه د اقتصاد پوهنځی لوستی او یا یی د حقوقو پوهنځی لوستی دی او هغه هم بیچاره په ډیر تکلیف دا پوهنځی لوستی ده.

  13. دا ټول هغه نه کاره او بی تجربی کسان دی چی همدغو دوو سوداګرو ته یی د کمپاین په وخت کی پراخ کمپاینونه کوړیوو او د همدغه فسټونو وعدی ورسره شوی وی هو ډیر ښه وشول ځکه چی دا بی ضمیره خلکو یو خارجی یخود ته د متفکر لقب ورکړی وو چی د متفکر کړنی مو ولیدی چی د ولس سره یی خپله ژمنه پوره نکړه بلکی د خپلو کمپاینرانو سره هغه کړی ژمنی پوره کړی، که دوی چیرته ریښتنی خلک په کار اچولی نو د انورلخق اخدی او امیرزی سنګین په شان د کار خلک ددوی په ټوله کبینه کی نه تر سترګو کیږی هو ډیر ښه وشول همدسی درسره جوړیږی.

  14. ۸صبح مزدوره ورځپاڼه د پښتنو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د پیداکولو هڅه کوي:
    لیکوال: اتل ځواک
    ۸صبح ورځپاڼه چې کاملاْ یوه پردۍ ورځپاڼه ده، د اېران لپاره جاسوسي کوي، د اېران د ګټو د خوندیتوب له کبله د افغاستان ډېری ملي ګټې او زیانمنې تر پښو لاندې کوي ، اوسمهال یې نوې ورکړل شوې پروژه د پښتنو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د پيدا کولو په نوم ده.
    دغې ورځپاڼې وروسته تر هغې چې د ملي وحدت په کابینه کې ۱۲ پښتانه وزیران راغلل، غواړي د پخوانیو پښتنو وزیرانو په واسطه د پښتنو تر منځ ستونزې پیدا کړي، او غواړي چې ځینې پښتانه مشران د ولسمشر اشرف غني سره ښکېل کړي.
    دوی دغه پروسه د پوهنې د پخواني وزیر ښاغلي فاروق ورګ څخه چې په غالب ګمان، هم په پخواني دولت کې یوه مطرح څېره وه او هم یې تر ډېره د ملت په زړو کې ځای درلود، پیل کړې ده. ۸صبح مزدورې ورځپاڼې په خپله لیکنه کې داسې کلیمې راوړي چې غواړي د ښاغلي وردګ غوسه راوپاروي. دوی په خپله مقاله کې راوړي چې فاروق وردګ د اشرف غني لباره ډېرې منډې ترړې وکړې، د ټولو پښتنو د یووالي هڅه یې وکړه، د طالبانو سره د سولې په پروسه کې یې هم له هر چا وړاندې خپلې مټې ورونغاړلې، خو دی په دې ټولو کې پاتې راغئ. طالبانو یې په مقابل کې پلار برمته کړ، شخصي امنیتي ساتونکي یې ورته ووژل او څو ورځې وړاندې یې کلا ته اور ورته کړ. او نوي حکومت هم ده ته کوم وزارت ورنه کړ او په کور یې کېنولی.
    ۸صبح ورځپاڼه په پام کې لري چې پخوانۍ ټولې لوړ پوړې څېرې راوپاروي او د اوسني دولت په ضد هڅې پیل کړي. دغه مشران باید له ډېرې حوصلې کار واخلي، او موږ یو ځل بیا په ولسمشر غږ کوو چې ټول هغه وړ پښتانه او افغانان چې په رښتیا هم وړتیا لري او د دې رنځېدلي ملت دارو کېدی شي، په وړ ځایونو کې په دندو وګماري، او همدارنګه له دولت څخه په کلکه غواړو چې د پردیپالو او جاسوسو رسنیو په وړاندې رغنده مبارزه وکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان ملي ګټو او د پښتنو یووالي ته زیان ورسوي.
    په درنښت
    اتل ځواک

  15. > د تاند مشرتابه او تولو كاركوونكو ته په سلام او افغاني مينه !
    هيله ده برياوي مو په برخه وي ، يو حٓه د زره براس مي درلود كه چيري لازم بولي نشر ي كري او ضرور ي نه بولي مه ي نشر كوي . ستاسو نظر شرط دي مننه .
    >
    >
    > د افغانستان محترمو لورٍ پورٍو چارواكو ته سر خلاصي ليك ! 03,01,15
    > زه كوم سياسي ، نظامي ، طبي كار پوه نه يم يوازي او د يوه ساده اونورو تولو خوژو خويندو او ورونٍو په شان پر وطن زرٍه سوونكي يم ، دا يوازي لورٍو او مسوولو كسانو ته د احترام او ادب په توگه عرض كوم :
    > پوره باور لرم زما د ليكني نه به ديرو دوستانو شي ليكني ، مشوري ، كرٍ نلاري او سترا تيژي ليكلي او وراندي كري وي او موجودي به هم وي او فكر كوم لوي كموالي او غتٍ مشكل ددي تولو ليكنو نه عملي كيدل او نه عملي كول دي .
    >
    > دملي وحدت د حكومت لورٍ پورٍو چار واكو ته په وطني مينه اوادب سره !
    > محترمو ددي حٓوريدلي ملت انتخابي او تپل شوو ُ چارواكو !
    > تول ولس دي ته خوشال و چه د كرزي چتل ، تپل شوي فاسد ، لاسپوحٓي حكومت چه بيسواد ، باسواد ، گيرور ، واسكت ولا ، او د جبري نكتاي اغوستوونكي، تكنو كرات ، اشپزان چه د كرزي حكومت قالب كي تري معين ، ريس او وياند او وياندان خو حتماً تري جورٍيدل ، حٓپلي پوش او سلاماندر پوش ، تورو او سپينو گد غوبل وه بلاخره د شرم دك په اصطلاح تول تاكني كيژي او په صلح اميز دول دا د ليژد پروسه په دير حٓند سره چه نه ي قانون مني نه ي افغاني او نه نريويال اصول مني سرته ورسيده او د ملي شورا د مشرچه خپله هم ددي غوبل غرٍ ي دي د هغه د خبرو په تايد د امريكا په سفارت كي مهندسي كيژي د دفتر د وسايلو او همدا شان مياشتني تر پنحٓو لكو دالرو وركول يوه طرف ته چه بيا هم !!!!!( عاميانه خبره :هغه خرك هغه درك ) او په خلكو تپل كيژي .
    > د داخلي او خارجي كرٍ يو سبوتاژ ، حٓوك بياخپل نا اهله او بي كفايته وزيران تپي ، حٓوك د قوم په بهانه چه اصلاً د قوم نمايندگي نشي كولي ، بله دٍ له جهاد د نوم نه په گتٍه اخستلو سره ، نور بيا د زور گواش كوي حٓكه د امريكااو غربي نرٍي مهندسي شوي فساد دومره د پيسو زمينه ورته برابره كره چه د پيسو په زور په خلكو هر حٓه تپلي شي ، حٓوك بيا د خپل حٓان او همشريكو دٍ لو گتٍي په نظر كي نيولو سره چه داسي حالت منحٓ ته راشي چه پخواني فاسد كزر خيلو باندي شكر وباسي .
    > حٓوك بيا د خپلي بقا او چوكيو لپاره چه كمپاين كوونكي دٍله ده ، او بله دٍله چه په كمپانونو كي وعدي وركول شويدي او هغوي هم مصرفونه كريدي ، داسي حالت راوستي دي چه زما په اند ددي په اصطلاح د ملي وحدت حكومت د جورٍيدو مشكل دومره ژور شي چه ددي حكو مت عمر تر خپلي نيتي پوري ونه ريسيژي او د يو ژور بحران چه بيا د يو بل شوم پلان اتكل كيژي پكشي نغشتي دي .
    > ورته سناريو د روسانو د سرو لشكرو تر وتو وروسته همهغه د تاريخ تكرار دي د وخت حكومت سره كمك نه كول او ملايانو او گيرور ملاقاتونه په كرملين كي ، تر پرونه د ملا عمر په سر انعام او اوس نوره دو شمن ندي ، د كمكونه د امريكا او نوري غربي نرٍي له خوا په شرطونو ور كول ، بايد ددوي اجنتان په دولت كي حٓاي او مقام و لري يا به دوست – دشمن گنٍل او يا به دشمن – دوست گنٍل كيژي نو بيا به د اتن دٍول او سندره بدليژي .
    > خلك دومره حٓوريدلي دي چه نه د عربو د پسرليو انقلاب ، نه د سرو چپيانو انقلاب ، نه د تورو جهاديانو په اصطلاح انقلاب او همدا شان د طالبانو او ورسره راتلونكي داعش يانو او نورو وحشي پسرليو حوصلي لري . ايا حٓوك شته چه ددي ملت غم و خوري ؟ ايا حٓوك شته چه دي نژدي حٓلورمي لسيزي قتلونو ، جبرونو ، فساد ، چور چپاول او خپل منحٓي ناخوالي له منحٓه يوسي ؟
    > هو !
    > ١-كه چيري اوسني دوه سري حكومت په رشتيا و غواري د حل لاره ورته پيدا كولي شي . د دوه سري حاكميت انتخابي مشر محترم داكتر صاحب غني او تپل شوي اجرايوي ريس محترم داكتر صاحب عبدالله دي وظايف تقسيم د هري اداري په اره پروتوكول او په كوم تيم بوري اره لر ي دا جزيات بايد د رسنيو له لاري د تولو خلكو سره شريك كري په دي معني حٓوك د حٓه شي مسوول دي او د د ادارو مسووليتونه دي د دريو ، شپژو ، نهو او بلاخره يوه كلنه موده ور وسپاري ، كه چيري د دي مودي حٓه حٓوك بريالي را ووت كار ته به ادامه وركوي او بايد مكافات هم شي او د ناكامي په صورت كي نه يوازي د وظيفي ايستل كيژي بلكه جزا ور كول كيژي .
    > ٢- د تخصص په نظر كي نيول ، كاري تجربه ، د شتمني ثبتول ، وطن او خلكو ته وفاداري ، په كوم جرم او يا فساد ككر نه وي او داسي نور افغاني او اسلامي چو كات كي برابر د شه مديريت لرونكي اشخاص او افراد .
    > ٣- په تنظيمي دند كي لامبو نه وي وهلي ، تعصب ونلري ، قوم پرست ، سمت پرست نه وي ، اسلامي قوانينو ته احترام ، رعايت او اعتدال ولري .
    > ٤- تولو كاري او مهمو رياستونو ، مديريتونو ، او همدا شان ورته چوكيو ته دي د ازمويني د وركولو چه د يوه بي طرفه او تخصص ور كسان د ازمويني اخستونكي وي په داسي دول تنظيم شي چه خپله تول اشخاص يعني د ازمويني ور كوونكي تول حاضر وي او د يو او بل د سندونو كنترول ، جواب وركول و گوري او په دي مطمين شي چه حٓوك كاري ورتيا لري .
    > ٥- هغه چاته چه د پخوا د كرزي د چتل حكومت پشان بخت ورسره كمك كاوه !!! ، واسطه ، ژبه ، رشوت وركول يعني د مقام اخستل د پيسو په مقابل كي ، د لور مقام لخوا په خپلو ادارو كي دخپلوانو گمارل او داسي نو ر په قطعي توگه د مسوول نفر تر استعفآ او جزا پوري د يوه پروتوكول په اساس وليكل شي او امضآ شي نو كيدلي شي د كرزي حٓخه په ميراث پاته كثيفي جر رٍ ي كمي شي او ورو، ورو كه د الله فضل او خپله د خلكو اراده ور سره مل وي وركي او له منحٓه ولارٍي شي .
    > ٦- تر تولو عاجل دي د عامي روغتيا وزارت داكتران اود پوهني وزارت معلمين او د كليو او پراختيا وزارت فني كاركوونكي و افغانستان تولو ولاياتو ته د شه معاش او اوسيدو د حٓاي زمينه برابره كرٍي تر حٓو خلك سواد زده كري او جبري شكل غوره كري او همدا شان په حٓنگ كي طبي مرستي خلكو ته ورسيژي د همسايه هيوادونو ته د تللو مخنيوي وشي او د خپلو كورونو خاوندان شي . ( د هر وزارت په مورد لاندي حٓو تكي شته )
    >
    > ٧- د ترانسپورت وزارت دي د شاري ترانسپورت بنه په ديره عاجله توگه د يوه پروگرام له مخي چه قصداً د خصوصي شركتونو او اشخاصو له خوا مهندسي شوي دي او چارواكي باج اخلي ، پلان او داسي تنظيم كري چه تول لوي شارونه لكه كابل او دهغه اتصا ل د نورو شهرو نو او ولاياتو سره د تعرفو د سيستم رايج كول د تولو دولتي او شخصي وسايطو حٓخه چه د سرك او دولتي اسانتياوو حٓخه استفاده كوي و نشلوي او د شو انتقالاتو زمينه برابره شي .
    > همدا شان دي د ترانسپورت وزارت د بار ورٍونكو لاريو په تصديو ، تخنيكي وركشاپونو ، تخنيكي پرسونل ( دريور ، تخنيك كار او فني مامورين ) فشار واچوي او داسي برنامه دي ترتيبه كري چه نه يوازي حٓمكني ملي ترانسپورتي سيستم فعال بلكه ورسره دي د اريانا شركت ته لازمه داخلي يا بهرني پانگه د سهم وركولو له لاري په كار واچوي .
    >
    > ٨- د امنيت چارواكي دي د ٢٤ پلان له مخي په تولو شهري دروازو او تولو شهرونو كي امنيتي پوستي او گزمي د گارنيزيون په شكل تنظيم او چتك غبرگون تولگي ، د اور مرٍ كولو تولگي او همداشان صحي گروپونه چه په خپلو وسايلو سنبال وي په كار واچوي او يوه نظامي ستراتيژي موجوده وي كه چيري دا كار امكان ونلري د دفاع او داخله وزارتونو تر منحٓ دي ولايات تقسيم او مسووليت دي هر وزارت په غاره واخلي .
    > ٨.١ – د شهر د گنٍي گونٍي د مخنيوي لپاره دي د ورحٓو ، اوني يا مياشتني مهال ويش داسي تنظيم شي چه د منفردو يا جفتو نمرو لرونكي نمبر پليت موتر په دي مهال ويش كي وي يعني يوه ورحٓ يا اوني د جفتو نمبر پليت موتر شهر ته د داخليدو اجازه لري بله ورحٓ معكوسآ نو پدي اساس يو ترانسبورتي نظم منحٓ ته راحٓي او د گنٍي گونٍي مخنيوي كيدلي شي .
    > ٩- د كرهني وزارت دي په پسرلي ، اوري او مني كي د نورمالي هوا لرونكي ولايات ، د گرمسير و ولاياتو د انكشاف او پراختيا پروژي په ژمي كي داسي سنبال كري چه تول كارونه په همدي وخت كي سرته ورسوي او پرسنول ، ماشين الات پدي بهانه چه ژمي دي بيكاره پاته نه شي . د بين المللي او دوستو هيوادونو نه د شو اصلاح شويو تخمونو ، زراعتي ژويو ، د فارمونو جورول په ديره لنده موده كي تنظيم كري چه د ترياكو ، بيكاري او نورو بدو حالاتو بديل شي او تول د لرو پرتو سيمو خلك په مالداري ، كرهنٍه بوخت شي ، همدا شان د غير قانوني حٓنگلو نوعاجله او فوري دريدل چه هم ملي زيان اروي او هم د زيست چاپيريال ته زيان رسوي . .
    > ١١- د لورو تحصيلاتو وزارت دي علمي برنامه د پخواني او نني مجربو استادانو تر نظر لاندي داسي تنظيم كري چه كيفيت ولري او د پوهنتونونو چه كيميت لري مگر كيفيت په ميكروسكوب هم نه ليدل كيژي ، را كم كري او په شخصي پو هنتونونو دي منظم كنترول ولري حٓكه دير همسايگان د خپل افكار صادروي او د كرزي په حكومت كي ورته زمينه برابره شوي وه په قانوني دول تدريس كيژي . همداشان بايد د خارجي بورسونو زمينه برابره شي او د تولو ولاياتو مساويانه او برابره سهميه دي وركرل شي . كه چيري كرزي دا كار تنظيم كري واي او هر كال ي ٢٠٠٠ محصلين خارج ته ليژلي واي اوس به مو ٢٨٠٠٠ انجنيران ، داكتران ، اداره چيان درلودلي چه په فعلي حالت كي زموژ بسيا پري كيدله .
    > ١٢- د د دفاع وزارت دي محترم ريس صاحب غني ته پشنهاد كري چه د مكلفيت دوره شروع ، چه دا به د حٓوانانو د بيكاري . تربيي ، وطن دوستي او امنيت سره ديره مرسته وي .
    > البته تولو د اردو سرتيرو ته دي د مياشتي لس زره افغاني معاش په در لودلو سره دغه كار تر سره شي .
    > همدا شان دي د كرزي د وخت پشان نه كوي چه هر حٓه زموژ خدمت كي وه خارجيانو راورل او بيرته د افغانانو په وسيله او همكاري چه پكشي بدٍاي شول او نوره بيرته خارجيانو واويستل او په دومره دير وخت كي يو چارواكي دا ونه ويل چه ولي بنستٍيز كمك نه كوي . پدي وخت كيد لي شول طياري ، تانك او هر حٓه زده كره او نور مهارتونه نه تنها ممكن نه وه بلكي دوه دري دوري فارغان ي وركول .
    >
    > د ملي اردو د منسوبينو وسايط دي د ملي بس په اداره كي راشي چه د وسايطو حٓخه موثره گته واخستل شي .
    > چه سهار ماشام د دولت مامورين او نور ورحٓني وخت كي ور حٓخه د عامه گتٍي ته چمتو وي .
    > ١٣- همدا شان د داخله چارو وزارت دي د وسايطو په مورد كي ورته عمل وكري او د خپلي امنيتي برنامي دي داسي تنظيم كري چه واقعاً خلكو ته د مصدر خدمت شي . د تولو تو پكوالو حٓخه د تو پكو جمعه كول ، كه چيري په شهر كي نظم او عدالت بر قرار وي ايا بادي گارد يا توپكوال ته ضرورت شته ؟
    > ١٤-د كليو او پراختيا وزارت دي د تولو كدوالو هغه حٓوك چه سر پناه نلري او يا له همسايه هيوادونو بيرته را گر حٓيدلي دي د يوي منظمي برنامي په شكل داسي تنظيم كري چه د چين ، روسي دولت او يا اروپاي هيوادونو حٓخه د باركونو او يا كا نتينرونو ( كانتينري كورونه ) چه د ژوند لپاره مساعد وي وارد شي او كابل په اطرافو كي شهركونه جور شي چه قيمت ي تر ٥٠٠٠- ١٠٠٠٠$ پوري رسيژي او د ٥٠- ١٥٠ متر مربع پوري مساحت لري او د يوه لوي افغاني كورني لپاره كفايت كوي .
    > ١.١٤- د بيكاره او وزگارو حٓوانانو لپاره دي د خليج د هيوادونو سره رسمي قراردادونه وشي چه په رسمي توگه كاري سفروكري . البته كه چيري داخلي پروژي لكه معدن او داسي نوري په كار پيل وكري خارج ته حاجت هم نه پاته كيژي .
    > ١٥- د مخابراتو وزارت دي تول د مبايل نمري يوازي د ثبت او راجستر په صورت كي توزيع كري چه د غلو ، ترورستانو ، او حٓورونكو خلكو مخه ونيول شي . همداشان دي تولو كليو ته مخابرات و غزوي چه خلك وكولي شي د تلويزيون او نورو يوشتمي پيري تكنالوژي و كارولي شي .
    > ١٦- د فوايدعامي وزارت دي خپل گريوان ته سر تيت كري ؟ دي دومره نرٍيوال كمك او ستاسو كار ؟ د يوه مملكت پراختياي پلانونه په هغه وخت كي شه سرته رسيدلي شي چه مواصلتي لاري ولري البته د تيرو حٓلورلسو كالونو كيفيت نه بلكي د شه كيفيت لرونكي لاري چه نه يوازي د مسافرو انتقال اسان وي زموژ كروندگرو خپل محصولات زر او په لند وخت كي خارج يا داخل كي انتقال كولي شي .
    > محترم وزارت دي د دفاع د وزرارت پشان پرسونل تربيه او د مكلفيت دي ( البته مياشتني معاش به لري ) دوري سرتيري كولي شي دا وظيفه مخته يوسي ( هم خرما او هم ثواب ) كه چيري د مكلفيت د مودي په سرته رسيدو سره غواري كار وكري معاش دي د زده كري او شه مهارت په نظر كي نيولو سره زيات شي نو موژبه تر ابده تخنيكي كار گران ولرو د تولو خرابو سركونو او لارو يوازيني علت فساد ، د كنترول نه موجوديت ، جور جارٍي او دغه د تخنيكي پرسونل نه شتون وه .
    > په تولو سركونو ( لويو او كوچنيو لارو ) باندي د بار ورونكو موترو او نورو تخنيكي وسايطو كنترول چه د زيات وزن لرونكي وسايط كنترول شي او د سركونو او تكرونو كنترول به منحٓ ته راشي .
    > ١٧- د شاروالي لخوا دي په تولو شهرونو كي تربيتي او د جرماني پروگرامونه همدستي شروع شي ، حٓوك د خپل كور ، دوكان ، شركت مخه پاكه نه ساتي نغدي جريمه او يا دي كور ، دوكان يا شركت ور بند كري .
    > د كابل جان شارولي د شه مديريت ، پاكو اشخاصو ، او كلك نظم ته ارتيا لري چه د شار د گنٍي گونٍي ، پاكي او صفاهي ، سركونو كلك كنترول چه شه كيفيت ولري او داسي د وسايطو پاركونه چه كيدلي شي په اول قدم كي د كابل په سيند باندي پاركونه جور كري يو خو به سيند پاك وساتل شي بل به د وسايطو لپاره پارك برابر شي البته د شهر شكلا په نظر كي نيول حتمي دي او د ورحٓني يا مياشتني معيني بيي تكتانه ور باندي و لگيزي . د مخلفينو چتلي او وسايطو غلط پاركول نغدي جريمي او د موتر نمبر پليت اخستل چه البته بيا جريمه وركول دي او داسي نور .
    > ١٨- د كابل ترافيك دي د وكيل ، ملا ، جنرال ، محصل او وزير د موتر فرق نه كوي تول ددي ملت خلك دي او توري شيشي ، د موتر ليسنس نه در لودل البته هغه هم بايد د تولو وسايطو چلوونكي د مجدد امتحا ن له لاري تنظيم شي چه د تكرونو او غلط چلند مخه ونيول شي .
    ١٩- تول دولتي مامورين بايد د دريشي او كارگر د كارگري لكه حٓنگه چه سرباز خپل يونفورم لري مراعات شي . ملي دود دستور يوازي په دي نه عملي كيژي چه هر حِاي كي د ملي كاليو اغوستل پدي معني وي چه خداي مكره دود ، دوستور او ملي كلتورته زيان رسيژي ، نو كولي شي سرباز هم ملي كالي واغوندي . د كور او وظيفي ، د درس او استراحت كالي بايد تفهيم شي . ستاسي د ملي قهرمان امان الله خان د وخت پارلمان و گوري ؟
    ٢٠- د پوهني وزارت دي تولو زده كوونكو خپل مناسب يو نيفورم ولري چه هم د مصارفو مخه نيول كيژي هم د تحقير ، سالي او شريكي مخه نيول كيژي او محصيلينو ته د د پطلون يا دريشي توصيه كوم . ستاسو توجه د يوه وكيل او پوهنتون استاد كاليو ته را گر حـٓوم ايا محترم د پارلمان وكيل صاحب او د پوهنتون محترم استاد به په كاليو كي شه وي او كه چيري ي چه دريشي اغوستي وي .
    ٢١- محلي اداري دي واقعاً محلي وي تول واليان ، ولسوالان ، علاقه داران دي د خلكو لخوا د ٣-٥ نفرو پوري چه البته تحصيلات ، پاكوالي ، وطن دوست وي ، مر كزي دولت ته معرفي هم محاله يو هيت محل ته ليژل او د خلكو سره د دوي په مورد مشوري او ليژل شوي تيم تحقيقات بيا د مر كزي دولت لخوا منظور كيدل .
    ٢٢- د كانو او صنايعو وزارت دي تول قرار دادونه له سره داوطلبي ته و سپاري حٓكه د ديرو كانونو په اصطلاح چه د كرزي د واك قواله لري په غير قانوني او غير انجنيري نورمونو سره تري د يو يا حٓو اشخاصو په گته دي .
    د نريوالو شركتونو سره خصوصاً چين ، روسي او نورو هيوادونو ته مراجعه وشي او د فيصدي په شكل سره چه نور د گتي شكلونه هم شته تنظيم او گتي ته تيار شي تر حٓو وطنوالو ته د كار وطن ته د گتي لاره پيدا شي د ٣-٥ كالونو پوري زموژ عايدات شروع كيژي او همسايا گانو ته هم كمك ور كولي شو د كال عايدات چه د ٢١ پيرٍي په تكنالوژي سمبال او شه مديرت شي د كال د ٦٠نه تر ٨٥ ميلياردو دالرو پوري عايد راورٍلي شي البته دغه عايد ديريدلي هم شي مگر د كمولو فيصدي دير كم احتمال لري .
    ٢٣-د مالي وزارت دي داسي كاري برنامه جوره كري چه په كار پوه كسان په گمركونو كي و گمارل شي چه د شه معاش لكه د انتخاباتو كميسون چه دالري معاشونه لري او يا لرل !!!!!! واخلي او مشبوع وي يعني رشوت ته لاره خلاصه نه او هر دري مياشتي تول كارمندان تغير او تبديل شي د بدٍو اخستل او په اداري فساد كاكر كارمندان حٓارنوالي ته معرفي او د جمعي اطلاعاتو لخوا خلكو ته و شودل شي .
    البته دغه د اصلاح وسيله نورو تولو د دولت كاركوونكو ته هم په گوته او عملي شي .
    ٢٤- د تولو وزارتونواو دولتي غصب شوي حٓمكي ، د كمزورو خلكو كورونه او جايدادونه دي د ولسمشر په فرمان بيرته په دولت او خلكو پوري وترل شي او د زورواكو سره دي جدي چلند وشي يو چه په جمعي اطلاعاتو كي تر پوشتني او قانون ورباندي پلي شي نور به عبرت واخلي .
    همداشان دي تولو توپكوالوته د يوي اوني وخت وركرل شي چا چه قانون مراعات او پلي نكر نغدي جريمه ، بند او په جمعي رسنيو كي دي ورباند ي تول اولس خبرشي .
    ٢٥- د باندينيو چارو وزارت دي مسلكي كسان په سفارتونو كي و گماري ، د معيني مودي ، تحصيل ، يوي بهرني ژبي ضروري زده كره دي حتمي او ضروري شرط وي .
    د پخوانيو فاسدو مامورينو د پانگي حٓرٍل ، په سفارتونو كي د كاركوونكو خيانت د جمعي رسنيو لخوا شودل .
    د كلتوري ودي او افغانستان ته د تورستانو د ليژد اسانتياوي برابرول ، په خارج كي د افغانانو سره منظمي غوندي او د افغانستان د خلكو سره ويديوي او تصويري ملاقاتونو زمينه برابرول ، د هغوي نظر او پوه اشخاصو د راتگ زمينه چه د افغانستان د بيا جورٍوني كي برخه واخلي .
    سفارتونه بايد د داخلي او په خارج كي د افغانانو د روابطو لپاره د پله معني ولري .
    په خارج كي د افغانان د پانگي اچوني ته هحٓونه ، همدا شان د هغوي وريا كمكونو جزبول .
    ٢٦- د تولو د كرزي د واك لور رتبه مامورين دي لوي حٓارنوالي ته معرفي او تحقيق ار حٓرٍنه دي وشي چه چا حٓه لرل او اوس په كومو بحرونو كي لامبو وهي ( حٓمكي ، تعميرونه ، شركتونه او داسي نور ) .
    نور بيا !
    الله پاك دي زموژ په وطن او وطنوالو و رحميژي او چارواكيو ته دي الله تعالي هدايت وكوي چه خلكو ، وطن ته د خدمت مصدر شي ، امين يا رب العالمين . Omarchel Mangal

  16. ایا اشرف غنی احمدزی ددی کابینی غړی دعلمی کچی په دایرکی خلک اخیستی اوکه نه باسواده جنبه لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *