د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنه

خواشيني يو چې د پښتو ژبې يو هڅاند شاعر، ليکوال، خبريال او سياسي مشر د لوی قندهار دفرهنګي ټاټوبي د علامه رشاد بابا د فکر سرلاری عبدالقديم پتيال د هيواد د دوښمنانو لخوا پر داسې مهال په بې رحمانه توګه په  شهادت ورسېد چې لا يې هم د پوهې د ترلاسه کولو هڅه کوله.

اناالله وانا اليه راجعون

د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې اداره  د ښاغلي پتيال شهادت د پښتو ادب او سياست په ډګر کې يوه ډېره لويه ضايعه بولي. شهيد پتيال ته د لوی څښتن تعالی ج څخه د جنت فردوس ،کورنۍ ته يې د جميل صبرغوښتنه کوي او د افغانستان د حکومت له مشرانو غواړي  هر څومره ژر چې کيږي د شهيد پتيال  قاتلين پيدا  او  د قانون منګولو ته وسپاري.

 په راتلونکي کې دې د داسې پېښو مخنيوی وکړي او د داسې فرهنګي او سياسي مشرانو د امنيت د خونديتوب لپاره هر اړخيز ګامونه واخلي.

په همدې هيله

د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *