د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې تازه دوه کتابونه چاپ  کړي دي.

دغه کتابونه يو يې د لوی استاد، د پښتو ادب ستوري ارواښاد علامه قيام الدین خادم ( د پښتون سټه او څانګې) مهمه رساله ده.

د پښتون سټه او څانګې رساله  ۴۷ کاله وړاندې چاپ شوې وه، خو د کورنيو جنګونو له کبله اوس د چا سره نه وه.

په دغه مهمه رساله کې د پښتنو او افغانانو د تاريخ په اړه په زړه پورې تاريخي واقعيتونه را ټول شوي دي.

په دغه رساله لومړی د خپرندويه ټولنې يادښت او بیا محمد حليم فدايي  سريزه ليکلې ده. ور پسې د استاد خادم خپلې خبرې دي، چې ددغه رسالې په اړه يې کړی دي.

1د کتاب په پای کې د استاد خادم د لور مېرمن ثريا خادم د مننې او کورودانۍ پېغام راغلی.

د کتاب د پښتۍ طرحه رحمت ديوان جوړه کړې او ډيزاين يې صادالله صادق کړی دی.

د غه کتاب  په نږدې ورځو کې د کابل او لویو ولایتونو په ټولو کتابتونونو کې تر لاسه کولی شئ.

ورکې هيلې

دا هم د تکړه ليکوال او ژورناليست ښاغلی سایر ځلاند د ادبي ټوټو لومړۍ ټولګه ده، چې تازه په تازه د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې په زرو ټوکو کې په اعلی کاغذ چاپ کړې ده.

په دغه ټولګه کې د ښاغلي ساير ځلاند پر خبرو سربېره ارشاد رغاند او استاد نور الحبيب نثار د ليکوال پر نثرونو خبرې کړي دي.

ددغه کتاب د پښتۍ طرح او ډيزاين نجيب اکرامي او حبیب نيکزاد تر سره کړې ده.

په دغه کتاب کې ټول ټال پنځه ويشت نثرونه ليکل شوي، نثر يې خورا روان او په ساده ژبه ليکل شوی دی.

دغه دواړه کتابونه به په نږدې ورځو کې د هېوا د د لویو ښارونو په ټولو کتاب پلورنځيو کې موندل کېږي.

د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې فرهنګي څانګه ـ کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *