تاند- د افغانستان د هوايي ځواک یوه څرخکه نن /سې شنبه/ په شینډنډ کې لوېدلې خو د پېلوټ په ګډون یې سپرلۍ روغه رمټه پاتې شوې ده.
د هیلي کوپتر پېلوټ ویلي چې غالباً په څرخکه پوري مقناطیسي بم نښلول شوی و او د بم د چاودنې له کبله یې څرخکه لوېدلې خو د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک وايي چې دا څرخکه د کښناستو په مهال د تخنیکی ستونزې له امله له یوې ودانۍ سره لګېدلې ده.
جنرال وردک هم ویلي چې په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو د دفاع وزارت یوه ویندوی بیا وویل چې د پېلوټ بې پامي او غفلت د دې روسي څرخکې د لوېدو سبب شوی دی.
د دفاع وزارت مرستیال ویندوی محمد رادمنش وویل، کله چې څرخکه کښېناسته، څرخ یې له یوې ودانۍ سره ولګېد او په نتیجه کې څرخکه ولوېده.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې طالبانو د افغانستان د هوايي ځواک هیلي کوپتر ویشتې ده.
دا په وروستیو درو میاشتو کې د افغانستان د هوايي ځواک درېمه څرخکه ده چې د هیواد په لوېدیځ زون کې له پېښو سره مخامخېږي.
تېره میاشت د ظفر قول اردو یوه څرخکه د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالي په موریچاق سیمه کې وغورځېده.
په دې پېښه کې د ظفر قول اردو قوماندان جنرال غوري ووژل شو.