تاند- د افغانستان د والیبال ملي ټیم د منځنۍ او جنوبي اسیا د هیوادونو په سیالیو کې درېم مقام وګاټه.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د والیبال لوبډله په نړیوالو مسابقو کې دومره مهم مقام ترلاسه کوي.
د افغانستان د والیبال ملي ټیم په څلورو سیالیو کې درې وګتلې، یوه وبایلله او د لومړي ځل لپاره یې افغانستان ته ژېړ یا برونز میډال راووړ.
په دې مسابقو کې، چې په بنګله دېش کې د ۹ هیوادونو د لوبډلو په
ګډون وشوې، مالدیف (مالدیپ) اتلولي وګټله، ترکمنستان دوهم مقام او د سپینو زرو میډال ترلاسه کړ.
افغانستان په وروستیو ۱۴ کلونو کې د سپورت په بېلابېلو څانګو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د کرکټ ملي ټیم په نړیوالو اتلولیو کې منل شوی او د فوټبال ټیم د جنوبي اسیا د یوې دورې د اتلولۍ مقام ګټلی دی.