تاند- د افغانستان د والیبال ملي ټیم، چې د والیبال په اسیايي اتلولیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی، دوهم لوبه هم وبایلله.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله تېره شپه د جنوبي کوریا له تکړه ټیم سره مخامخ شوه. او درې واړه سیټونه یا میدانونه یې بایلل.
تر دې مخکې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې درې واړه میدانونه پر عراق بایللي ول.
د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ټیم له اسیايي لوبو ووت
د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ټیم، چې د اردن په پلازمېنه امان کې د اسیا د زلمکو د فوټبال په سیالیو کې ګډون کړی و، له دوو ماتو او یوې بریا وروسته بل پړاو ته له رسېدو پاتې شو.
د افغانستان زلمکو د اردن لوبډلې ته دوه پر یو ماتې ورکړه خو پر سعودي عربستان یې دوه پرصفر او پر سوریې درې پر صفر وبایللې.