دوشنبه (مې ۳۰) په ټول پاکستان کې د بودا ورځ وه. دا ورځ پاکستاني حکومت په رسمي ډول ولمانځله او د لمانځنې لپاره یې له سریلانکا څخه بودایي روحانیون هم میلمانه کړي وو. د پاکستان حکومت وایي چې په پاکستان کې د بودایي دین ډیر معبدونه او د بودا ډیرې مجسمې شته او په همدې علت هم د بودا ورځ باید په پاکستان کې ولمانځل شي.
پاکستانیان په خپل ملک کې د بودا ورځ لمانځي خو زموږ په وطن کې د بودا د مجسمو د ړنګولو او تخریبولو فتواوې ورکوي. طالبان شاید اوس هم ووایي چې د بامیان د ډبرو بودا موږ ړنګ کړی و او د پاکستان پکې کار نه و، مګر دا خبره به ځکه سمه نه وي چې د طالبانو له امیرالمومنین سره پاکستاني پاسپورټ او تذکره راووتل او تر دې لوی ثبوت به بل څه وي چې دا ډله د چا په اختیار کې ده؟
زه دا نه وایم چې طالبان یا لږ تر لږه اکثره طالبان به په خټه پاکستاني وي. بلکې دا وایم چې متاسفانه د پاکستان د ګټو لپاره لوبیږي او استعمالیږي.
افغان طالبان وایي چې دوی په افغانستان کې د شریعت د نفاذ او خارجي عسکرو د ایستلو لپاره جهاد کوي. ایا د افغانستان قوانین چې په اسلامي فقه بنا دي ، غیر اسلامي شول او د پاکستان قوانین چې له انګریزانو ورته په میراث کې پاتې دي، اسلامي دي؟ اسلام خو یو اسلام دی. دا څنګه خبره ده چې په کوټه کې د انګریز د قانون په خلاف جهاد ته اړتیا نشته، خو په کندهار کې د اسلامي قوانینو په مقابل کې قتل او کشتار روا دی؟
طالبان وایي چې په افغانستان کې د اسلامي نظام نفاذ د دوی یو مقصد دی او د دې مقصد لپاره جنګیږي.
که د افغانستان نظام او قوانین اسلامي نه وي، نو له طالبانو سوال کوم چې په څو پنځوس اسلامي هیوادونو کې کوم ملک او کوم نظام ستاسې له غوښتنو سره سم اسلامي دی چې مقایسه یې کړو او دا معلومه کړو چې اسلامي اصول چیرته ډیر رعایت کیږي؟
دا سوال ځکه پکار دی چې که دوی د خدای په دنیا کې مثال نه شي ورکولای نو خبره یې هوایي ده او صرف د افغانستان د ورانولو لپاره یې جنګ او کشتار روان کړی دی.
کیدای شي چې دوی د خلفای راشدین مثال ورکړي، مګر هغه مثال یې ځکه سم نه دی چې یو خو د خلفای راشدین په زمانه کې د حکومتداري واحده رویه نه وه، او لا مهمه دا چې یو زر او څو سوه کلونه تیر دي او د هغو په ډول حکومتداري ناممکنه ده. د ناممکن والي ښکاره ثبوت یې دا دی چې د دنیا په هیڅ ګوټ کې هیڅ اسلامي ټولنه د خلفای راشدین په طریقه نه اداره کیږي. داعش یا القاعده یا بوکو حرام یا نورې ډلې که د خلفای راشدین د پیروي دعوې کوي، هغوی خو صرف اسلام شرموي. د بوکو حرام ګمراه ډله دې ته هم اسلام وایي چې پیغلې نجونې وتښتوي او کنیزانې یې کړي او … داعش د سرونو غوڅولو او په عراق او شام او ننګرهار کې قتل عامونو ته اسلامي عمل وایي. د القاعده د اسلام خوند هم هر مسلمان څکلی دی.
د زمانې د شرایطو توپیر ډیر مهم دی. په هغه زمانه کې دا ممکنه وه چې بل ملک باندې حمله وشي او ونیول شي. د حضرت عمر رض په زمانه کې فارس او مصر فتح شول خو اوس بله زمانه ده او د نورو ملکونو د لاندې کولو جواز نشته. دغسې په هر مورد کې ډیر فرق راغلی دی او همدا علت دی چې اوس هیڅ اسلامي ټولنه او اسلامي هیواد په هغه طریقه حکومت نه کوي او نه یې کولای شي.
داسې به وګڼو چې طالبان تر ټولو انسانانو او مسلمانانو هوښیار دي او دوی پوهیږي او نور انسانیت او نور مسلمانان د ښه حکومت په هنر نه پوهیږي او دا صرف دوی ته معلومه ده چې که حکومت د طالبانو د خوښې نه وي نو قتل او جنګ روا دی. دا به د یوې شیبې لپاره ورسره ومنو خو له طالبانو دا پوښتنه کوم چې ایا دغه شریعت او خلافت ولې په کوټه او لاهور کې نه غواړئ چې په کابل یا کندهار کې یې غواړئ؟ تاسې خو کوټې ته هجرت کړی دی او پیغمبر ص خو چې مدینې ته هجرت وکړ خپل نظام یې هورې په مدینه منوره کې تاسیس کړ او ان د مکې له نیولو وروسته هم په مدینه کې پاتې شو.؟
که د پاکستان د ګټو تقاضا نه وي او د افغانستان ورانول مقصد نه وي خو هغه خدای او اسلام چې طالب یې د منلو ادعا کوي ، هغه خو د ډیورند د کرښې هاغه غاړې ته هم شته. ملا منصور اخوند چې په پاکستان کې چکرې وهلې او په افغانستان کې یې وینې بهولې، دا وینې یې باید هلته هم بهولې وای، ځکه اسلام او جهاد خو هلته هم لازم و.
د طالبانو د روان کشتار او جنګ بل دلیل دا دی چې په افغانستان کې خارجي عسکر میشته دي. دغه عسکر خو د وحي په خاوره کې په سعودي عربستان کې لا زیات دي، د طالب صاحبانو اسلامي جذبه هلته ولې ویده ده ؟ قطر د امریکایي عسکرو لوی مرکز دی. د طالبانو هغه تکړه کسان خو په قطر کې اوسي، هلته ولې اسلامي جذبه نه ورپیدا کیږي چې جهاد وکړي او لږ تر لږه د جهاد فتوا ورکړي؟
د افغانستان د ورانولو او تباه کولو لپاره د طالبانو منطق نه اسلامي اساس لري او عقلي دلایل ورته پیدا کولای شو، بس یو څه شخصي عقدې، یو څه هم د ډاټسن سواري تیرې خاطرې، یو څه د ایران او پاکستان ګټې او یو څه هم د هیروینو د قاچاق وسوسې د دې سبب شوي دي چې هره ورځ په لسګونو افغانان قتل عام شي. نه پوهیږم خدای ته، تاریخ ته او خپل ملت ته به د طالبانو ځواب څه وي؟
توخی ورور ته سلامونه ګرانه ټوخی دې لږ زیات کړی دا چې ستا لیکنه مې خوښه شوله نو یو څو ټکو ته دې پام را ګرځوم.
اول دا چې تا پخپله مقاله کې داسې ښکاره کړې ده چې د اسلامي نظام نفاذ ناشونی دی ځکه چې د نړۍ په هیڅ هیواد کې یې څرک نه لګیږي، دا خبر کاملاًً ناسمه ده اسلامي نظام جوړیدلای شي که چیرته د کوم هیواد چارواکي په رښتیا سره له اسلام څخه خبر وي؛ او د ملت په زړونو کې اسلام قایم وي هغه چې وایې ( اقیمو دولت الاسلام علی قلوبکم تقم علی ارضکم) دا د یو مشهور اسلامي سیاستوال وینا ده.
دوهمه دا چې تا دې ټکي ته اشاره کړې چې د طالباتو ځواب به خدای، تاریخ او ملت ته څه وي، نو د دې ځواب دې هم پخپله لیکنه کې کړی چې دوی خپل اختیار نلري نو دوی بیا له تاریخ، خدای، رسول او ملت سره څه کار لري. یو انسان چې غلام شو له هغه څخه اختیار سلبیږي هغه ته چې بادار څه وایې هغه به کوي او بس، دوی په تاریخ څه پوهیږي چې تاریخ د کومې بلا نوم دی که دوی تاریخ ته پخپل وخت پام کړی وای نه به دومره اسلام ته صدمه رسیدلې وه پخپل ځان خودې ورته اور پورې شي او نه به یې دلته د یهودو د حکومت لپاره زمینه برابره کړې وه چې یهودیان له اروپا او امریکا څخه سګ شویان او قاب شویان د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په دنده وګماري. پاتې شوه دا خبر چې دوی په قطر کې خپل دفتر پرانستی دا خو دوی د نړۍ ډیر ستر قدرت پناه وړې ده تاسو ته خو معلومه ده چې قطر د ټولې امریکې د امنیت ضمانت د (۹۰) کلونو لپاره په غاړه اخیستی، چې له دې برسیره د نړۍ په کچه د قطري لښکرو لویه هډه د امریکا د خوندې ساتنې لپاره په قطر کې اوسیږي له دې نو زیات قدرت او ځواک کوم هیواد لري چې پخپل دومره کوچني والي بیا هم د یو ستر زبر ځواک د ساتنې ضمانت په غاړه اخلی (په دې کې یوی معما ته اشاره ) که ټالب جان دومره هم فکر کړای وای چې په قطر کې زموږ د دفتر پرانسته د لمر په شان څرګندیږي چې موږ هم له هماغه چینې څخه خړوبیږو کومه چینه چې په ټوله نړۍ کې د داسې ډلو ټپلو د آبیاري ددې لپاره کوي چې په ټوله نړۍ کې خپلو موخو ته ورسیږي. تاسو ته به په یاد وي چې قطر هغه هیواد دی چې د دوی دولت یې هم په رسمیت نه وو پيژندلی، نو څنګه دوی په دومره سیاسي خوار ځواکۍ سره بیا هم په دې وتوانیدل چې په قطر کې دفتر پرانزي ښکاره خبره ده چې د بادار وینا ورته شوې که دوی په عربستان کې هم دفتر پرانستی وای موږ به فکر کاوه چې زه لږ ترلږه حرم شریف ته خو نږدي تللي او بله دا چې عربستان د دوی حکومت هم په رسمیت پيژندلی وو نو پخوانیو اړیکو ته به یې هم نسبت شوی وو، دا چې دوی کاملاً بی واکه او بې اختیاره دي نو دوی ته چې څه وویل شي په هماغه لار لکه د ګاډۍ د آس په شان روان وي.
د خدای په امان.
داخفیفت ټول دینیا پو هیړی چه طالبان دهشتګر ټول په پاکستانکی دی او امریکا هغی ته هیځ نه وای او راڅی افغانان وژنی زمونړ خکومت باید دامریکا ځخه دا پشتنه وکړی چه ددهشتګردو څا ی معلوم هلته ولی عملیات نکوی
که څوک د اشغال او ازادي فرق کولی شي او په دالرو يې ځان نوي خرڅ کړی نو باید دازادي په مانا پوه شي او ازادي خپل حق وبولي نو که څوک دازادي لپاره جنګيږي هغه ته به هغوی ته به نور مذدوران او خرڅ شوي دپردويو دغلام صفت ورکوي !!!
ته اول خپل هېواد ازاد کړه او بيا طالب ته ووايه زمونږ ملک علم او پوهې ته ضرورت لري اودا درڅخه غواړم که پ زور وي او که په رضا !!!