تاند – په کابل کې یوې سرچینې تاند ته خبر ورکړ چې نن به د ماسپښین په دوو بجو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدایي پایلي اعلان کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ژمنه کړې وه چې د دوشبنه د ورځې په ترڅ کې به دا نتیجې اعلانوي خو په مشخص ډول یې وخت نه و ټاکلی.

پرون امریکایي سناتور کار لیون وروسته تر دې چې له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل، وویل چې د دوشنبه په ورځ که د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ابتدایي پایلي اعلان نه کړي نو لږ تر لږه قسمي نتیجې به اعلان کړي. البته د سناتور لیون په وینا په هغه حال کې به قسمي نتیجې اعلانیږي چې کمیسیون ووایي چې د ۱۹۳۰ محلونو د راییو بیا څیړنه یې نه ده بشپړه کړې. د دغو محلونو د راییو بیا شمیرنه د تیرې اونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتجې ټاکل شوې وه چې تیره چهارشنبه اعلان شي خو بیا د انتخاباتو کمیسیون نن ته وځنډولې او پرون د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وویل، که نتیجې اعلان هم شي ده ته د منلو نه دي. د ده په وینا پاکې رایي باید له ناپاکو بیلې شي بیا نتیجې اعلان شي.

اشرف غني احمدزي بیا کمیسیون ته خبرداری ورکړی دی که بیا د ابتدایي نتیجو اعلان وځنډوي ولس ته به یې کارونه بې اعتباره شي او نور به افغانان پر کیمسیون باور له لاسه ورکړي.

0 thoughts on “د افغانستان د ولسمشرۍ ابتدایي نتیجې به نن ماسپښین اعلان شي”
  1. ګل مرجان یې نه مني!
    ګل مرجان یې نه مني!
    ګل مرجان یې نه مني!
    ګل مرجان یې نه مني!
    ګل مرجان یې نه مني!

  2. ښاغلی اشرف غني ! که تر نن ماسپښین یې در څخه تېره کړه نو ته بیا په خپله په لومه کې بند یې . او ملت به له تا څخه هم پو ښتنه وکړي . افغانستان رأیه در کړه ، خو اوس یې لېوان پر ځای نصبېږي او دا ملت یو ځل بیا داړل کېږي . خو دا به له تا سره څوک ونه مني . ټینګ شه ملت دې تر شا ولاړ دﺉ . د منافقانو دسیسو، منافقانه جعلي فشارونو او تو طیْو ته ځان او ملت تسلیم نه کړې .

  3. هغه د چا خبره که څوک (ګ م ن) منی ګه نه منی ولس نور بی حوصلی وی باید اعلان یی کړی او ملت د خپلی خوښی کاندی کامیابی باید ووینی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *