تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د افغانستان له ولسمشر او دواړو کاندیدانو سره له کتنې وروسته ماښام ناوخته له دواړو کاندیدانو سره درې اړخیزه غونډه وکړه.

تراوسه پوري له دواړو کاندیدانو سره د ښاغلي کیري د خبرو جزییات نه دي څرکند شوي خو له ولسمشر کرزي سره یې په خپله لومړۍ غونډه کې د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نژدې نیمايي رایو د بیا شمېرل کېدو په باب خبرې کړې دي.

لوېدیځې رسنۍ وايي چې د عبدالله عبدالله غوښتنې بیا بیا بدلېږي. د امریکا د مشهورې راډیو (این پي آر) د راپور له مخې عبدالله په پیل کې د ۶۰ محلونو د رایو د بیا څېړلو غوښتنه کړې وه، وروسته یې وویل چې په دې شمېر دې ۲ زره نور محلونه هم زیات شي خو اوس وايي چې د ۱۱ زره محلونو رایې دې تفتیش شي چې شاوخوا درې نیم ملیون رایې کېږي.

د دې راډیو پر اساس د ښاغلي عبدالله د غوښتنو او نظرونو بیا بیا بدلون د اندېښنې وړ دی او دا پوښتنه رامنځته کوي چې ښاغلی عبدالله څه غواړي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی سید فاضل سانچارکي امریکا ږغ راډیو ته وویل چې د عبدالله او جان کیري په لومړۍ کتنه کې د ټاکنو له روان بحران څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وشوې. د انتخاباتو د شفاف کولو او ټاکنو ته د مشروعیت ورکولو پر سر مذاکرات وشول خو ښاغلي عبدالله ښاغلي کیري ته کومه مشخصه طرحه نه ده وړاندې کړې.

له بلې خوا همدې راډیو ته د ښاغلي احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي داوود سلطانزوی وویل، د ښاغلیو احمدزي او جان کیري په کتنه کې د ملګروملتو پر وړاندیر سلا شوې. د سلطانزوی په وینا، په هغه وړاندیز توافق شوی چې یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر وړاندي کړی دی.

دا وړاندیز د شاوخوا ۸ زره محلونو درایو د تفتیش غوښتنه کوي.

په همدې منځ کې د امریکا چاپ ډیلي بیست ورځپاڼې نن د افغانستان د انتخاباتي جنجال په اړه په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي چې عبدالله عبدالله، چې په ښکاره به یې ویل چې د جنوب او ختیځ پښتانه د طالبانو له کبله رایې نه شي استعمالولی، غافلګیره شو. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم د عبدالله د تصور خلاف د جنوب او ختیځ پښتنو د طالبانو د خبرداریو پروا ونه کړه او په انتخاباتو کې یې پراخ ګډون وکړ.

تاند ته څرګنده شوې چې جان کیري له دواړو کاندیدانو سره د ايتلافي حکومت په اړه هم خبرې کړي دي.

0 thoughts on “د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره د جان کیري کتنې”
  1. دتاند محترمو لیدونکو او کتونکو
    السلام علیکم ورحمت الله
    داصلاحاتو او همپالنی په نامه دټیم ترکیب کوم نوی ترکیب نه دی او نه کومو نوو څیرودا ترکیب رامنځته کړی کله چه اشخاص پخوانی دی نو حتمن یی افکار هم پخوانی دی دوی دمرحوم استاد ربانی داداری لوړپوړی غړی ووچه له قندهاره بیا تربدخشانه افغانان په فساد کی راګیر وو کاملا انارشی وه کور په کور جکړه وه د همدی فساد عاملین دوی وو همدا ترکیب د اولس په منځ کی دټوپک سالارانو په نامه یادیژی ددی ترکیب د غړو د یوځای والی مشترک عامل بیرته فسلد تشکیلوی ددی ترکیب دغړوکوزاره په یوه قانونی نظام کی ناشونی ده او یاهم اولس شاید دوی محاکمی ته کش کاندی دوی همیشه دیوه قانونی نظام څخه ویره لری دوی دملی کټو دساتنی کومه مفکوره نلری داترکیب خپلو تنظیمی کټو ته وفادار دی نه داولس پروالری اونه هم ددی خاوری دخپلو شومو اهدافوته درسیدو لپاره دبهرنیانوسره هر رازمعاملوته تیار دی دوی څو ځلی امتحان ورکړی دی دکرزی صاحب اداره ددوی دپراخ شتون به وجه به نړی کی په یوی مفسدی اداری مشهوره شوه که اوس نوی منتخب اولس مشر شاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی دی ملی مسلی ته پام وکړی او په فساد کی شکیل عناصر او احزاب ور ګډ نه کړی او یوه کارکنه او متخصصه کابینه او اداره جوړه کړی چه دافغانانو ۳۰کلن ناورین ته دپای ټکی کیژدی په همدی هیلی افغانانو اشرف غنی ته رایه ورکړی ده موژ هیله کوو داولس سترو ارمانونوته ته توجه وشی او یو ځل بیا دقدرت په سر معاملی ونشی او ایتلافی حکومت جوړ نشی شاغلی غنی دی دخارجیانو ترتاثر لاندی نه راځی او به همدی موضوع کی دی دهمسایه ګانوپروانه ساتی که چیری دی مسلی ته نوی حکومت متوجه نه شی نو اولس به ډیر سخت ناهیلی شی او بیا داولس لوی اکثریت مجبوردی جه به یوه اتفاق بل انتخاب وکړی بیابه واقعا دی نظام ته ناشونی وی چه بقا دی ولری

  2. چاته چی د افغانستان د ملت اوهیواد ګټی تر خپلو شخصی ګټو زیات اهمیت ولری او د رهبری استعداد او لیاقت ولری ، هغه په خپل ولس اعتماد هم لری د خلکو مشوری او غوښتنی هم ورته معتبری وی .
    له بلی خوا پداسی حساسو شرایطو کی چی له یوی خوا د هیواد د زعامت په سر لانجه لا نده ختمه شوی ، زمونږ مغرض ګاونډیان هم په ټول توان سره په فعالیت بوخت دی او هره لحظه د نویو توطیو د جوړولو په فکر کی دی. له داسی بحرانی حالته د وتلو لپاره کیدای شی له مقابل لوری سره له انعطاف او نرمښت نه کار واخیستل شی ، تر څو له احتمالی غټو بحرانو نه مخه ونیول شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *