تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځکړتوب د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت د جوړولو پر سر په خپل منځ کې د همکارۍ موافقه لاسلیک کړه.
دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره له کتنې وروسته نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې ده.
عبدالله عبدالله وویل چې دواړو خواوو یوه موافقه لاسلیک کړې چې پر اساس به یې له یو بل سره همکاري کوي.
رویټرز خبري اژانس د دې اعلامیې یوه نسخه ترلاسه کړې خو په موافقه کې د حکومت د جوړښت تفصیل نشته مګر دواړو ویلي چې د یوه چوکاټ د جوړولو لپاره به کمیسیونونه وګوماري.
دواړو خواوو تېره میاشت کابل ته د جان کیري د سفر په لړ کې په شفاهي ډول د ملي وحدت د حکومت پر جوړولو سلا کړې وه.
په خبري غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په داسي حال کې چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله یې ترڅنګ ولاړ ول، وویل:«له دغو دوو تنو څخه به یو ولسمشر شي خو دواړه به د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم وي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې امریکا د افغانستان د اساسي قانون ملاتړ کوي، شوې موافقه او د اجرايي چوکۍ رامنځته کېدا د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نه ده.
جان کیري همداراز وویل چې د دواړو کاندیدانو په موافقه کې د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون او د ولسمشر په واک کې د تغییر یادونه نه ده شوې.
ده وویل چې د اجرايي چوکۍ زیاتېدا کېدای شي د حکومت د کارونو له اغېزمنتوب سره مرسته وکړي.
اشرف غني احمدزي د دې موافقې په ترلاسه کېدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ملګروملتو د خاص استازي یان کوبیش او ټولې نړیوالې ټولنې د رول مننه وکړه.
اشرف غني احمدزي وویل چې ګډه اعلامیه د هیواد د حالاتو په اړه زموږ د ګډ درک نتیجه ده.
ده زیاته کړه، موږ دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې د هیواد لوړې ملي ګټې تقاضا کوي چې دواړه انتخاباتي ټیمونه له یو بل سره هراړخیزه همکاري وکړو.
اشرف غني احمدزي له خلکو وغوښتل چې انتخاباتي اختلافات هېر کړي. ده دا هم وویل چې د دواړو ټیمونو غړي به سر له سبا د افغانستان د راتلونکې لپاره پر پلانونو ګډ کار پیل کړي.
د ولسمشرۍ دغه کاندید د اسلامي هیوادونو او سیمې حالاتو ته په اشارې وویل:«موږ نه غواړو چې ګران افغانستان مو د عراق او سوریې په برخلیک اخته شي.»
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې کاندیدان د اګست په پای کې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره له ټاکل شوي مهالوېش سره موافق دي.
محترم اوعزتمند داكتر اشرف غني احمدزي او محترم عبدالله ،عبدالله ؟
مونز سآ سي دكدي إعلاميه هر كلي كوو او خداي وكري دغه إعلاميه صادقانه أوسي داسي نه شي جه ميانجي ولار شي او تاسي بيا شخري بيداكري او به خبرو كي نوري أظافكي خبري رابر سيره كري. دا خبره مي مستقيماء عبدالله ،عبدالله ته متوجه ده دا ولي دا به دي جه خو خلي داسي فيصلي وشوي مكر عبدالله دهغي فيصلى به مقابل كي نور خواهشات أضافه كول .
زه بيا هم رشتيا وايم جه عبدالله ،عبدالله دومره برابلم ساز نه دي مكر دده به خوا راتول شوي ملكري نه غواري جه صلح او آرامي أوسي به جنكي حالت كي خبله بقا ويني .
دمثال به تو كه ،دننكرهااودكنر دولايت دشوراي ملي هغه غري جه دعبدالله سره ملا تر لري ،هم جنان دبكتيا دولايت محدود قومي مشران اوداسي نورنه غوارم به تفصيل سره تول ياد كرم دوه أتشه د رز اجو ونكي أوريا ، عطا محمد نور ،أمرالله ،صالح ،اومحقق دي
ستاسي كاميابي دولس كاميابي ده
اشرف غنی او عبدالله عبدالله به خپلي چوکۍ ترلاسه کړی او خپل ټیمونه به په کار وګماری نوره خبره ختمه ده. دا ځل به د یوه پر ځای دوه ولسمشره ولرو تر څو د وژنو، چور، اداری فساد او مافیایی جرمونو پړه د یوه په غاړه ونه لویږی.
دغه ته وایی افغانی ډیموکراسي
ډیر خوښ شوم چی ډواره یو بل سره یو ځای شوو. خو پدی ډیره خفه یم چی ولی دواړو منځکړتوب کیری کوی. معنه دا شوه چی انتخاباتو دوهم نوم کیری اتخابات وو که سنګه. یعنی دوی ملک ته صادق نه وو. انډیا کی ۱۲۰ میلونه وګړی رایا ورکوی ولسمشر ټاکل کیږی خپل پلانونه په معین وخت کی مخي ته بوځی او راشۍ مونږ ته وګوري. ۷ میلونه رایی دی شمارلی اوس څوک نشی. الله دی خیر کړی دی نا ورسته به هر وزارت کی دوه دوه وزیران وی. دی نا ورسته سا کیږی ګورو به.