شېبه په شېبه د ولسمشر غني او چک هېګل خبري غونډه

تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن د امریکا له دفاع وزیر چک هېګل سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو کې نوی باب پیلېږي.

ده سوله د افغانستان یوه اساسي اړتیا وبلله، ویې ویل:« موږ هراړخیزې هڅې کوو چې سولې ته ورسېږو. د سولې لپاره باید نقشې جوړې شي څو سوله عملي شي.»

د امریکا دفاع وزیر چک هېګل، چې د کار موده یې بشپړه شوې خو د نوي دفاع وزیر تر ټاکل کېدو پوري دندې ته دوام ورکوي، د امریکا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې وویل، باوري دی چې افغانان به د طالبانو بلوا ماته کړي او په خپله به د خپل هیواد دفاع وکړي.

ده له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله مننه وکړه چې د افغانستان ګټې یې په پام کې ونیولې او په افغانستان کې یې سوله ییز واک لېږد ممکن کړ.

ده وویل چې امریکا به د افغانستان متحده او همکاره وي او سره له دې چې به له ۲۰۱۴ وروسته امریکايي پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پر مخ بیايي خو د القاعده او هغو یاغیانو پرضد به له اقداماتو لاس وانخلي چې د دوی پر ځواکونو بریدونه کوي.

خو کله چې یوه خبریال پوښتنه وکړه چې اوباما خو ویلي و چې امریکا له ۲۰۱۴ وروسته جنګي ماموریت پای ته رسوي، اوس تاسو ولي وایاست چې امریکایان به له ۲۰۱۴ وروسته د القاعده او طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي، ولسمشر غني او د امریکا دفاع وزیر دا خبره رد کړه ویې ویل چې دوی نه دي ویلي چې امریکا به جنګي ماموریت ته دوام ورکوي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر وویل چې هیواد به یې زر اضافي پوځیان پرېږدي. مخکې ټاکل شوې وه چې امریکا له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي خو اوس به دا هیواد ۱۰۸۰۰ پوځیان پرېږدي.

د امریکا له دفاع وزیر هېګل څخه د واشنګټن پوسټ خبریالې وپوښتل چې په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو د پرېښودلو پرېکړې د امریکا د ولسمشر د پخوانیو ژمنو سرغړونه نه ده؟ هېکل په ځواب کې وویل چې دا د ژمنو سرغړونه نه ده بلکې ولسمشر اوباما د جنرال کېمبل او امریکايي قومندانانو په غوښتنه دا پرېکړه کړې ده.

هېګل تر دې پخوا په ۲۰۰۲ میلادي کال د امریکا د کانګریس د یوه غړي په توګه افغانستان ته راغلی و.

ده وویل د ۲۰۰۲ او اوس ترمنځ په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي دي، دا افغانستان هغه نه دی چې ده په ۲۰۰۲ کې لیدلی و.

ولسمشر غني وویل چې د لندن په کنفرانس کې یې نړیوالې ټولنې ته ژمنې ورکړي، د اصلاحاتو او تغییراتو په برخه کې. ده دا هم وویل چې د دغو تعهداتو لویه برخه یې په خپله لیکلې ده.

ده وویل چې ټول کارونه په یو وار نه کېږي بلکې وخت ته اړتیا ده چې بدلون راشي.

ده وویل چې د اصلاحاتو په لړ کې یو شمېر جنرالان تقاعد شوي او له دې وروسته به له هر هغه چا سره، چې د جنرالۍ رتبه ترلاسه کوي، په خپله مرکه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *