ولسي جرګه او دمشرانو جرګه د افغانستان يوه له دريو هغه ارګان ده چي د مقنني دارګان په نامه ياديژي. البته دا نور دوه ارګانونه عدليه او إجرايه دي .

په اكثر هيوادونو كسي دا دري ارګانونه دمملكت دنظام د اداري بنسټ دي. لهذادمملكت داساسي قانون اساس او بنياد دا ارګان بيشنهادوي اوعملي جامه داجراييي قوه يا ارګان وراغوندي.

په افغانستان كشي اساسي قانون د دكتور يوسف د صدارتي دور په اوژدو كشي منځ ته راغي. البته ١٣٤٢ لمريز كال، كه اشتباه ونکړم.

د١٣٤٤لمريز كال، په تاريخ دافغانستان كشي لمړنۍ مظاهره د نظام په خلاف دابن سينا دليسي دشاګردانوله خوابرپا، كابل پوهنتون ته ورسيدله اوبيا دكابل په شهركشي ﺊ مشرتوب د پوهنخيومحصلينو په غاړه واخيست.

تيلويزيون نه و ، راديو خبري مو ارويدلي. محصلين او شاګردان په جوش اوخوروش كشي و، لمړي ځل اعتصاب ده . نه دولت امادګي لرله، نه أعلحضرت ظاهرشاخان ، نه ي خاندان تصور كاوه. او وګړي د هيواد ترهرچا زيات وارخطا، چي داڅه شورش ده او اوس به څه کيژي ؟

شعاردمحصلينو په دوكليمو ولاړ و “انقلاب زند اباد ، ظاهرشاه مرد اباد ” اما په محصيلينو كشي به كوم يوملا فاروق پيدا شونو دشعار دروستي به ﺊ كوله چي ظاهرشا نن پريژدۍ، نو شايست به ﺊ ورګړ، چي دكتوريوسف مه پريژدۍ يعني “دكتور يوسف مرد اباد”

واضيح ده چي ګوندي شورش د پرجم اوخلق و.(كارمل اوامين) اماپه صحنه كشي محصلين و.

د تره زوي مي ارواشاد “داود” دابن سينا دليسي شاګرد و. خوراچست ، بيدار، اومست طبيعته ځوان و. د ځواني جوش ﺊ زيات او پلار به ﺊ هميشه پري ويريده .

چون پلار ﺊ يو جامع شخص و په قومونو كشي ﺊ نوم اوشهرت و اود داكتر يوسف تردوري مخته د شهيد سردارمحمدداودخان دصدارت په دوركشي وكيل دولسي جرګي و.

“مرحوم محمداسلم نيازمند د مرحوم  خټي زوي”

نيكه مي مرحوم خټي هم يومشهور شخص له لوي پكتيا ترهرات اوميمني بلكه په لعل او سرجنګل دهزارجات كشي ﺊ نوم راته پاتي ده. په استقلال دمملكت كشي ﺊ سهم درلود اوبيا د نادرخان دپكتيا په صفونوكشي شريك او د بچه سقاو ماتي . 

كله چي مي تره د مظاهرو اواعتصاب خبري په راديو كشي وارويدلي، چون يو ابرومنداود قوم مشر و، له قانون خبراوداصولو پابند، خپل زوي داود ﺊ پيژانده، نو وهم ورته پيدا شو. په چټکۍ سره له شرني چي اوس دپكتيكا مركزده، مخكشي غزني ولايت و دكابل په طرف لاړ، چي خداي دنه كوي له زوي  داود نه ﺊ كوم داسي عمل پيش نشي چي يا دخاندان د ذلت باعث وګرزي او يا طلافي شي .

زه وړوكي هلك وم په څلورم صنف كشي وم مكتب ته لاړم او په دولس بجي رخصت او دكور په طرف را روان يم. كله چي كورته رارسيژم له دابل طرفه مي يو شكلي ځوان په دريشي كشي وليد نوغږ ﺊ را باندي وکړ : 

نجيب جاااااان !

چي ومي پيژانده داود ده ، نومنډه مي كورته واخيستله چي زيري وکړم ،بكس راباندي دروند يو- بل طرف ته ټاليژي ، نوسرعت مي كم و ، اود كور فاصله به نهاي سل متره پاتي وي. اروا شاد راپسي منډي کړي او فورا ﺊ ونيولم . زه ورته وايم چي پري مي ژده زيري کړم . ده راته وويل چي والله كه زيري راڅخه وکړي، غوشت ﺊ چي ناببره كورته داخل شي’ و ﺊ ويل دا ده زه به پتاسي درکړم . نو ﺊ دري پتاسي راکړي. زه چون ډيرمحاسب وم ، فكرمي وکړچي كه مي زيري کړي هم واي. هغي كونډي ترور به مي فقط يوه پتاسه راکړي وه . چون داروا شاد مورمخته وفات شوي وه نوكونډي ترور مي را لوي کړي و، خورا كنجوسه وه. د دريو پتاسو معامله مي ورسره وکړه اوكورته پرته له كومه زيري را ورسيدلو. په كوركشي له ناستي سره سم داستان دمرحوم تره د كابل د سفر، د ده (داود) د راتك او د مظاهرو شروع شو. 

دا پورته بيان لدي كبله ماخپله بي معني نسخه درازه او كشاله کړه لكه د محصيلينودمظاهري، چي وهم او ډار ﺊ په ټول هيواد كشي پرانيست ليكن په دو شعارو متمركزه وه ” مرد اباد او زند اباد”

ترور مي له داود پوشتنه وکړه چي جالبه خبره د مظاهروڅه وه ؟ 

ترورمي د مجلس هميشه تږي وه .

اروا شاد ورته وويل :- 

اعتصاب او مظاهرو خورا شكلي رنك او مقصد درلود. اما د ګوندونو د مداخلي په اساس ﺊ مدار له لاسه ورکړ. 

وړمه ورځ چي دكابل د پوهنتون محصلين د شورا ( شوري ) په طرف په لوي هجوم ووتل او موژهم په هجوم كشي شريك و.       

صدراعظم جلالت ماب دكتوريوسف په تور شوورليت موټركشي راورسيده، غوشت ﺊ شورا ته داخل شي. توره  نيکټاي ﺊ تړلي وه . دپوهنخي محصلينو ﺊ موټر د شورا مخته ودراوه .

دكتور يوسف د محصلينوپه منځ كشي له موټره كشته شو، يوه محصل ﺊ يخن ته لاس ور دراز او تر نيکټاي ﺊ ونيو. 

صدراعظم  په شجاعت، شهامت او متانت ولاړ و، محصل ته ﺊ وويل !

بچيم چي ميخوا هي، خواست وپيشنهادات تان چيست ؟ 

محصل ورته وويل !

تا دملت لپاره څه کړي دي ، صدراعظم دمملكت ﺊ ؟

جلالت ماب په جواب كشي ورته وويل !

زويه ! ماډير زيات خدمت ملت ته کړي ده….

وړوكي شاګرد وي له مكتبه به غير حاضر شوي. عسكر به په ماشام كشي رقعه در وړه ، سارانوالي ته به جلب شوي وي، چون شپه به په راتلو وه سارانوالي ته به د د تللوهمت نه و، نوعسكرته به د د شپي يوه خوله غوره ډوډي جوره کړه يا به ﺊ چرګ درڅخه غوشت، اوسل افغاني به د د خلاصون لپاره دعسكر په جيب كشي سهار ور واچولي . هغه وخت در په ياد کړه چي دعسكر جواب دنشواي ويلاي .

اساسي قانون مي درته جوړ، نافذ شو ، داده چي نن د صدراعظم د وخت تريخن نيولي ” زه يوسف مرد اباد شوم او ته زند اباد” نورڅه خدمت غواړي ؟ 

محصل ته لدي اظافه چون دستورنه و وركول شوي ، يخن ﺊ پريشود. ليكن په شورا كشي نورمحصلين مخ ترمخ د وكيلانو په چوكيو ناست ول. كله چي صدراعظم شورا ته داخل شو نونندار چيان ﺊ وليدل.او دشورا په تالار كشي شعار د مرد اباد او زند اباد لوړ شول، دعدم اعتماد ناري وهل كيزي . دكتور يوسف كور ته لاړ او دمحصلينو بهيرترماشام د ده دكور مخته ناري وهي. ترڅوصدراعظم دكتور يوسف برخواست ، په ځاي ﺊ محمد هاشم ميوندوال كشيناست.

توجه !

يوه صدراعظم د خبل مقام او خدمت امتياز و نه غوشت ! خو فقط داﺊ و ويل چي يخن مي پريږده ( دستوري مه اوسه، دانشجو شه ) ځان پوه كره.

اما ! وكيلان د ولسي جركي شخصي امتيازات غواړي .

داسي نر شته  چي تر يخن ﺊ ونيسي او پوشتنه ورڅخه وکړي چي تاسي کړي څه دي ؟

٤٢ هيوادونه په زړا او فرياد شو، چي په بيلياردو ډالر ﺊ مصرف شو. هرمملكت د سر تاوان وليد. كه ﺊ خپل  اهداف لرل ، ورسره ﺊ ستا بيهبود هم په نظركشي و . چون تقريبا له نخشي د جغرافي لويدلي و.

اما ! كله چي پوه شوو چي يوخاين او فاسق مقننه نظام پياده ده . يو فاسده عدليه پكشي قضاوت كوي ( كفار هم پوه شوو، چي قال الله و قال رسول خو داسي شايد نه واﺊ ). يوه فاجره اجراييه چي په الف او با داجرا اتو نه پوهيژي. نوټغر ﺊ درنه ټول کړ چي دا جامعه له إصلاح وتلي ده.

خارجي قواوي له طالبانو فرياد نه كوي ، بلكه اوس ﺊ تقويه كوي . فاسد، فاسق او فاجر نومونه ﺊ پدي دريو اركانونو كشيشودل .

اي د ولسي تالار لوبغاړيو !

نن نوبت ستاسي ده , ليکن دا مه هيروۍ چي که طلوع ده که غروب، نظام دخالق مجيد ده. هر ماشام سحر لري.

کابل پوهنتون په ډيره بي صبري سره د ابن سينا د پاڅيدو په انتظار ده, نه خلق شته نه پرچم چي مداخله وکړي. دافغانستان دغريب, فقير اومظلوم ولس د كونډي ټيکري (حجاب) ديتيم اوښکي اود شهيد ويني ﺊ هم ګوند ده هم مذهب. ډير شكلي او زيبا وراثت به وکړي.

ليکن زه لاچار بي يار او مددګار په تاسي کشي د جلالت مأب دکتور محمد يوسف په شان د جواب ورکولو صلاحيت,استعداد او استدلال نه وينم. 

حيران پدي شوم چي كه يو وكيل په نوبت پيش امام شي، دانور به فرض لمونځ پسي اداء نکړي. په شورا كشي غال مغال، اوبي تفاوته ورځ د دوۍ.

اما دشخصي امتيازاتو ﺊ داسي ولسي وحدت ؟  ” تعجب يم ! “

 

داکټر نجيب خټي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *