د انګلستان میشتو پتمنو افغانانو: خبریاست چې د افغانستان په ۱۳۹۳کال د ټاکنو دویم پړاؤ د ولس په پراخ ګډون سره تر سره شو ، پدغه انتخاباتو کې د افغان ولس پریکړه دا وه چې د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په مشرتابه او د ښاغلی جنرال دوستم او محترم سرور دانش په معاونت ټیم باندې باور وکړي او د افغانستان د جمهوری ریاست واک د راتلونکو څو کلونو لپاره په د انتخاب له طریقه ورته وسپاري ، د ولس او معاونینو ترڅنګ يې د افغانستان سترو مطرح او افغانشموله شخصیتونو هریو محترم احمد ضیاء مسعود ، محترم انجنیر قطب الدین هلال ،محترم پیر سید احمد ګیلانی ،محترم حضرت صبغت الله مجددی،محترم جمعه خان همدرد ، محترم سلطانزوی ، محترم عبدالرحیم ایوبی او ښاغلی آتمر، د افغانستان ځوان باسیواده محصل نسل ، لیکوالانو او محترمو استادانو او عام ولس چې نارینه او ښځینه دي بشپړ ملاتړ يې وکړ خو له بده مرغه نن یوځل بیا د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د محقیق او محمد خان په معاونیت یو خاین او قانون نه منونکۍ ډلګئ چې نه د افغانستان د ولس رایو ته احترام لری ، نه د افغانستان اساسی قوانینو ته ، نه عام ولس ته ورپیښو ستونزو ته ، دوي غواړی چې د بهرنیو په لمسون د انتخاباتو د شمیرلو بهیر ګډو وډ کړې ترڅو شرایط داسی عیار شي چې د ولس قربانی حدر لاړه شي او موجوده فاسد نظام چې واک يې له همدې ډلګئ سره ده پخپل حال پاتی شی او ددوي له شکست وروسته یونس قانونی ، بسم الله محمدی ، قومندان عطا محمد او په درجنونو والیان او په لسګونو ولسوالان ، امنیه قومندانان ، د داخیله وزارت او ملی امنیت ادارې ،سفارتونه او… يې همداسې د دوي د خپلسرو په واک کې پاتی شی .

دا دې تیره ورځ ددوي د ډلې یو متعصب ګروپ په لندن کې د انګلستان د پارلیمان مخ ته پداسې حالت کې ولاړ او چیغې يې وهلې چې نیمه بربنډې پیغلې هم ورسره لاس په لاس ، بغل په بغل ملګرې وې چې نه پکې افغانیت و او نه پکې د رمضان المبارک فکر او خیال او زمونږ د ملی شخصیتونو او د ولس د رایوو په ضد يې شعارونه ورکول او ښکنځلې يې کولې . د تحول او تداوم ټیم د ملت استازی ده ، د ملی وحدت سمبول او تضمین ده ،د تعصبګرو او قانون ماتوونکو په ضد يې د مبارزې پریکړه کړۍ ، غواړی چې سوله، تعلیم ، قلم، کمپیوټر ، پخلاینه ، ورورګلوی، د بهرنیو له مداخیلو امن ،سالم نظام ، عدل ، د قانون حاکمیت او … افغانستان ته راشي دا چې نن افغانستان کې زمونږ خویندو او وروڼو په جراءت سره قربانی ورکړه ټول خنډونه او مانع يې له پښو لاندې کړل او افغانستان يې مثبت طرف ته رهنمايې کړ نو راځئ د انګلستان میشت افغانان چې د تحول او تداوم ټیم کې د خپل ولس ځلا ویني ، د عبدالله عبدالله د ټیم له لنډغرو د خپل هیواد او خلکو نجات غواړی په یو غږ ، یو قوت ، سالم شعار سره د ولس د انتخاب غږ په سوله ایز ډول د انګلستان د حکومت او پارلیمان ، د ملګرو ملتونو او د اروپای اتحادیه تر دفترونو ورسوو.نن مونږ وینو چې خبره د امریکا د حکومت مستقیمې مداخیلې ته ورسول شوه ، مونږ باید ارام کښیننو او نه له خپلو حقوقو او هیواد دفاع وکړو.

مهربانی وکړئ دغه لیکنه د ټولنیزو شبکو له لارې خپلو ملګرو سره شریکه کړئ او خپل نظرونه مو سره منسجم او یو کړئ ترڅو یو حرکت ته عملې بڼه ورکړو.

په احترام

په انګلستان کې د تحول او تداوم ټیم د ملاتړ خوځښت د کمیسون لخوا

[email protected]

0 thoughts on “د افغانستان د ولس له حقوقو او رایو د دفاع غږ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *