پنجشېر د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه ګڼل کېږي. دا ولایت اووه ولسوالۍ او 512 کلي لري. د 2013 کال اټکل له مخې ددې ولایت د وګړو شمېر 146100 تنه اټکل شوی. بازارک د ولایت د مرکز په توګه یادېږي.

ویل کیږی چی د دی ولایت ټول نفوس 300000 دری سوه زرو ته رسیږی خو یواځی 146100 تنه یی هلته دایمی هستوګنه لری. اصلی اوسیدونکی یی تاجیکان ، هزاره ګان او نورستانیان دی. دوی په دری ژبه خبری کوی.

دا ولایت په 2004ز کال یا 1383 کی د پروان ولایت څخه بېل او ځانته ولایت درجه ورکړ شوه. په شمال کې یې بغلان او تخار، ختیځ کې بدخشان او نورستان، سوېل کې یې لغمان او کاپیسا او پروان ولایت یې لودیځ کې موقعیت لري. پخوا یواځی دوه ولسوالی د حصه اول پنجشیر او حصه دوم پنجشیر په نومونو وی خو اوس د عنابه ، آبشار ، پریان ، خنج ، دره ، روخه او شتل په نومونو ولسوالی لری د اداری واحدونو په برخه کی د زیاتو معلوماتو لپاره لاندی سایت ته مراجعه وکړی:
http://www.elections.pajhwok.com/ps/node/6248
د پنجشیر د ولایت مساحت 3610 کیلومترو ته رسیږی.
د پنجشیر دره د کابل ولایت د شمال شرق په 120 کیلومتری کی د هندوکش د غرونو د سلسلی د دو ښاخونو په منځ پرته ده چی ارتفاع یی 2217 متره د سمندر له سطحی نه جګه ده ترټولو جګه برخه یی د سمندر له سطحی نه 6 زره متره لوړه ده . د پنجشیر د دری اوږدوالی له دالان سنګ نه تر انجمن کوتل پوری 125 کیلومتره دی.

د پنجشیر سیند د هندوکش له غرونو نه شروع او 320 کیلومتره اوږد والی لری چی مرستیالان یی د غوربند او د پریان سیندونه دی د کابل ختیز ته په 48 کیلومتری کی د کابل له سیند سره یوځای کیږی. د پنجشیر سیند د افغانستان له دایمی سیندونو نه ګڼل کیږی.

د پنجشیر ولایت له 126 لویو او وړو درو نه جوړ شوی دی چی د دی ولایت ستراتیژیک اهمیت یی زیات کړی دی.

په پخوا وختونو کی د پنجشیر له دری نه د افغانستان شمال او جنوب د وصل او ارتباطاتو لپاره کار اخیستل کیده . د مقدونی سکندر قواوی په 328 له میلاد نه مخکی او د ګوډ تیمور قواوی په 1398 میلادی کال کی د اندراب له خوا د خاواک په کوتل را اوښتی او د کابل او نورو سیمو نیولو ته یی ځانونه رسولی دی. کله چی په 1309 هجری شمسی یا 1930 میلادی کال کی دخیبر کوتل له لاری دموټرو لاری جوړی شوی د پنجشیر د خاواک کوتل خپل سوداګریز اهمیت له لاسه ورکړ.

کانونه : پنجشیر ډیر کانونه لری خو د زمردو کان یی تر نورو ډیر مشهور دی.پخوا وختونو کی یی د نقری یا سپینو زرو کانونه هم ډیر مشهور و . علاوه پردی پنجشیر د ډبرو سکرو کانونه هم لری چی کیدای شی دولت پدی برخه کی سرمایه ګذاری وکړی.په پنجشیر کی د بیروجو ، د سویو یاقوتو « یاقوت سوخته » ، لاجوردو ، ګرانیت او مرمر کانونه هم شته.
د اسلامی دوری تاریخ لیکونکو د پنجشیر نوم د پنجهیر ، بنجهار ، بنجار او پنجهیر په شکل لیکلی دی. د حدود العالم او بیهقی تاریخ هم د پنجهیر په نوم ضبط کړی دی. عرب جغرافیه لیکونکو نه یعقوبی د « بنجهار » ، ابن خرداد د « بنجار » او ابن فقیه د « فنجهیر » په شکل لیکلی دی خو د خراسان جغرافیه لیکونکو بیا د پنجهیر په شکل سره لیکلی دی. پدی اساس د پنجشیر نوم له دو کلیمو یعنی« پنج » او « هیر » نه ترکیب شوی دی . په اوستایی ژبی کی هیر د اوبو په معنی دی خو عربی سیاح ابن بطوطه بیا هیر له سانسکریت نه د غره په معنی راوړی دی . د هغه په قول پنځه غرونه معنی ورکوی.

د پنجشیر فرهنګی او سیاسی شخصیتونه:

 

ابوالمظفر مکی بن ابراهیم بن علی الپنجهیری د خپل وخت ډیر مشهور شاعر و . معاصر شخصیتونه په لاندی ډول سره یادولای شو:

انجنیر احمد شاه مسعود، د اجراییه شورا رییس دوکتور عبدالله عبدالله ، احمدولی مسعود ، احمدضیا مسعود ، مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم، محمد یونس قانونی ، سترجنرال بسم الله خان محمدی ، جنرال ظاهر اغبرد المپیک د ملی کمیټی عمومی رییس ، انجنیر محمد اسحاق، استاد محمد هاشم انتظاراکرمی، دستگیر پنجشیری،پیاوړی ديپلومات او سیاست پوه محمد داود پنجشیری، استاد غلام محی الدین دریز، ناصرالدین دریز، عبدالحی، عبدالحمید محتاط، محی الدین مهدی، حیدری وجودی، قهار عاصی، خالده فروغ، صدیق برمک، محب الله بارش، انوشه قهرمان عبدالحفیظ عبدالله (آهنگرپور), نصیر احمد نشاط ، داکتر خلیل وداد بارش، انجنیر متین بارش. میرزا ملاقلندر پریانی ، میرزا عبدالغفور یعقوبی، رزاق مامون، عبدالبصیر بدروز، جنرال محمد رجب، صالح محمد دیگستانی ، محمد عارف سروری د پنجشیر ولایت والی ، امرالله صالح ،مولانا عبدالرحمن کبیری چی نهه کاله د دی ولایت مرستیال او دوه کاله والی پاته شویدی، محمد عالم ایزدیار د مشرانو جرګی نایب او په ولسی جرګی کی د پنجشیر د خلکو استازی ، مولانا فضل احمد معنوی او نور ..

په پشغور کی د پنجشیر یوه فرعی دره
ماخذ: ویکپیدیا
https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA_%D9%BE%D9%86%D8%AC%D8%B4%DB%8C%D8%B1
http://www.elections.pajhwok.com/ps/node/6248

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *