تاند- په کابل کې د افغانستان پینتاګون (د دفاع وزارت نوې ودانۍ) د امریکا د سخاوت سمبول دی.
د امریکا حکومت تراوسه پوري په دې ودانۍ نژدې ۱۰۷ ملیون ډالره لګولي. دا پیسې د لومړني اټکل تقریباً دوه برابره دي.
دا پنځه پوړیزه ودانۍ به د افغانستان دوهم تر ټولو لوی اډیتوریم هم ولري.
د دې ودانۍ د بنسټ ډبره څلور کاله پخوا اېښودل شوې وه مګر اوس پر هغې د دې لپاره کار درول شوی چې د امریکا حکومت پیسې نه ورکوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، له څو کلونو راهیسي د امریکا د بیارغونې پر چارو د څارنې سرمفتش د دغه هیواد له لوري په تمویلېدونکو پروژو کې د پیسو د ضایع کېدو او خوړل کېدو څېړنې کوي خو د دفاع وزارت ودانۍ تر ټولو ښه بېلګه ده چې په افغانستان کې د امریکا پیسې څومره ناسمې لګول کېږي.
د ورځپاڼې د راپور له مخې یوه امریکايي جګپوړي مامور، چې د دې پروژې په منجمینټ او اداره کې یې لاس درلود، وویل:«هیچا د دې ودانۍ کار نه دی څارلی، داسي ښکاري چې سپسن چکونه ورسپارل شوي چې هر څومره پیسې یې چې زړه غواړي ولګوي.»
دغه امریکايي مامور نه غوښتل چې نوم یې خپور شي.
د افغانستان د دفاع وزارت لپاره نوې ودانۍ، چې د افغانستان په پینتاګون مشهوره ده، په ۵۱۶۰۰۰ فوټ مربع ساحه کې جوړه شوې، شاوخوا یې ګڼې پوستې او د افغانستان د ملي اردو لپاره روغتونونه په پام کې نیول شوي دي او د دې ټولو لګښت امریکا په غاړه اخیستی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په داسي حال کې چې اکثره امریکايي پوځیان راتلونکی کال له افغانستانه وځي، ۲۹۱ پروژې د پلان په پړاو کې او یا د بشپړېدو په درشل کې دي مګر شاوخوا ۸۳۵ نورې بشپړې شوي دي.
د امریکا پوځ اوس د دغه هیواد له دفاع وزیر چک هېګل څخه غواړي چې د افغانستان د دفاع وزارت د د ودانیو لپاره ۲۴ملیون ډالره نور منظور کړي.
امریکا دا ودانی دافغانستان دپرمختګ لپاره نه جوړوله بلکی دا ودانی یی د خپلو اهدافو دترسره کولو لپاره جوړوله په دی ودانی کی یی د دسی آی ای یوه څانګه پرانستله چی دنړی دهر ګوټ اسلامی علما او اسلامپاله له دی ځای څخه په نشه کړی خوشبختانه زمونږ وطندوست جمهور ریس دا ارمان دنیمګړی پاته کیدو په درشل کی واچاوه..
داچیری ده په کوم جای کی دکابل ده
آیا دا کله جوریزی؟