تاند- مشهور امریکايي عکاس او لیکوال سټيف مکوري*، چې په افغانستان کې یې ۴۰ کاله په عکاسۍ تېر کړي، په وروستیو کې د افغانستان د عکسونو ټولګه په یوه کتاب کې چاپ کړې ده.
د دې کتاب نوم (افغانستان) دی.
د مکوري (Steve McCurry) په شهکار عکسونو کې یو هم د شربت ګلې عکس دی چې هم یې نوموړې او هم یې ځان نړیوالو ته پرې وروپېژندل. البته دا عکس د ده د عکسونو په وروستۍ ټولګه کې شامل نه دی.
مکوري د افغانستان د سولې، پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د کلونو، د مجاهدینو د واکمنۍ د بې رحمیو، طالبانو او راوروسته افغانستان عکسونه اخیستي دي.
د ده عکسونه په افغانستان کې ښکلا او بې رحمۍ ښيي. ده د جګړې په اثر د افغانستان د ورانیو ډېر عکسونه اخیستي خود جنګ کوم عکس یې د عکسونو په کلیکسون کې نه لیدل کېږي. دی په خپله وايي چې د جګړې عکاس نه دی.
سره له دې چې مکوري هڅه کړې چې د افغانانو کلتور او خلک تصویر کړي خو د ده د عکسونو کلیکسون تر ډېره د افغانستان د وروستیو ۴۰ کلونو تاریخ په تصویرونو کې وړاندې کړی دی.
- سم تلفظ: مه که ري