تاند- ځیني راپورونه وايي چې د افغانستان د حکومت د کابینې یو شمېر غړي به روانه اوونۍ اعلان شي خو ځیني نور به په راروانه جنورۍ کې ولسي جرګې ته معرفي شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د لوېدیځو دیپلوماتانو په قول وايي چې ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله په خپل منځ کې وزارتونه وېشلي، د دفاع، مالیې او کانونو په شان مهم وزیران او د ملي امنیت رييس به ولسمشر غني معرفي کړي.

د دې اژانس په وینا ولسمشر به دغه راز د کار او د کلیو د پراختیا وزیران او همداراز لوی څارنوال او د افغانستان بانک رييس ونوموي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې یوه لوېدیځ دیپلومات، چې د وزیرانو لیست یې لیدلی دی، د نوم د نه ښودلو په شرط ورته وویل چې ښاغلی عبدالله به د کورنیو چارو او اقتصاد وزیران ونوموي او دا وزیران به د روانې اوونۍ په لومړیو کې اعلان شي.

لوېدیځ دیپلومات او نورې سرچینې وايي چې نور وزیران، لکه د پوهنې او روغتیا به د دواړو په خوښه وي. په دې توپیر چې دغو چوکیو ته به له وړ کسانو وغوښتل شي چې تقاضا وکړي او هر چا چې زیات امتیازونه یا وړتیاوې لرلې هغه به غوره کېږي.

د دواړو ترمنځ لا هم د ښځو د چارو د وزارت په اړه خبرې روانې دي. دوی په دې غور کوي چې ایا د ښځو د چارو لپاره وزارت وي او که له کوم بل وزارت سره یوځای شي او یا یې نوم بدل شي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې د افغانستان په حکومت کې به فساد او بې کفایتي ختمه کړي، خو دا ده درې میاشتې کېږي چې په کابینې له خپل انتخاباتي سیال عبداله عبدالله سره جوړ نه راځي.

اژانس وايي چې ولسمشر غني له یوې خوا په خپل حکومت کې دننه دا ډول ستونزې لري او له بلې خوا طالبان او له پاکستان سره د اړیکو مسله په مخکې لري.

د ولسمشر غني ویندوی له اجرايي ريیس سره د ولسمشر د اختلاف مسله ردوي خو وايي چې کابینه د دې لپاره وځنډېده چې دا یقیني شي چې د ټول ملت استازیتوب کوي.

ده د افغانستان د کلتوري، قومي او جغرافیايي جوړښت د ستونزو یادونه وکړه چې په وینا یې د کابینې په جوړولو کې باید په پام کې ونیول شي.

9 thoughts on “د افغانستان د کابینې کلیدي وزیران به ژر معرفي شي”
  1. Monga pa poha pasi laro ow poha pa na poha pasi lar…………………….sa wakaroo khpal ham rata bala showal , hagha arzogani lary aobo da aobo sara lary.

  2. په پاکستان کې ټاکني وي، مولانا محمد امیر بجهلی ګهر چي یو نامتو عالم ؤ، د جمعیت علماء اسلام له پارټۍ نه چي په رأس کې يي مولانا فضل الرحمن واقع دی د زړه له تله ملاتړ کاؤه، کله چي د جوړجاړي خبره راغله نو مولانا فضل الرحمن د بینظیر بهټو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، بیا به نو مولانا بجلی ګهر په افتخار سره ویل چي (؛ مونږ خپله رایه خر ته ورکړه او خر په خري پسي لاړ ؛). نه پوهیږم چي اوس زمونږ ولسمشر یا ولسشرم ته کوم لقب ورکړو؟؟؟

  3. داجه دريس صاحب جمهور وياندو واءي !؟
    كأبينهء ددي دباره وخنديدهأ جه دا يقيني شي جه دتول ملت أستاذيتوب كوى.

    اوس نو ته وياند رأته وواءي جه ايا فضل احمد معنوي دوزارت داخلي لياقت لري ايا دا دملت أستاذيتوب دي او يا به ملت ريشخند ويل .
    نه بوهيرم جه ستاسي ستركي برانتي او يا داكتر عبدالله درباندي ترلي.
    ايا تاسي نه بوهيزي جه قواي مسلح دافغانستان دخلكو دزوند ،امنيت، اقتصاد أودّ تما ميت دارضي متضمينه ده جه وزارت داخله دقواي مسلح يو اساسي ركن او يا يوه اساسي بايه ده.
    هلته بي شماره مسلكي تحصيل ياقته با شهامته با غروره سر شيندونكي جنرالان كار كوي او دا يو مسلكي وزارت دي او دلته همداسي مسلكي اشخاص بايد انتخاب شي نه جه دكوخى او دبازار الا كشته جرسيان.جه جنرالان دخبلي وظيفي دخوشيكيدو كولو دباره وه هخوي.
    به لحافظ دخداي مه زان شرموي اونه مونزه جنرالان او نه دملت و
    كري .
    دا يواخي داشرف غني او عبدالله وطن نه دي دا تولو افغانانو كور او مدفن دي دا ددي وطن دداسي با شهامتو جنرالانو به سرو وينو أزاد او مستقل دولت دي جه نن ءي تاسي دمعنوي تر قوماندي راولي .دا كار كيدونكي نه دي امنيت او أزادي تر خطر لاندي مه راولي٨.دملت أطباع معنوي نه غواري دمحترم داكتر اشرف غني او داكتر عبدالله خخه غوشتنه كوم جه دخلكو اعتماد او احترام دخبل خان به مقابل كي كم مه راولي .

  4. هغه د ملا بجلیګر څخه یو چا پوښتنه کړی وه چی ملا صاحب تاسو خو به د بی نظیر بوټو پسی ډیر څه ویل نو ولی ستاسو مشر مولانا فضل الرحمن د بینظیر بوټو سره یوځای شو. نو مولانا صاحب بجلیګر ډیر ښه جواب ورکړی وو او هغه دا چی ملا صاحب ورته ویلی ول چی مونږ خو د خره پسی لاړو او خر د خرې پسی لاړو…… نو په دی کې ګناه د چاه ده. مونږ هم د متفکر پسې لاړو خو نه پوهیدو چی متفکر به د منکر پسی زی او فساد به جاری ساتی.

  5. تر تولو مهمه مسله د داخلی وزارت او اطلاعات کلتور وزارت ده دا وزارتونه باید اهل کار ته وسپارل شی هغه چی په هره ژبه گویا وی خو چی افغان وی ملک ته صادیق او خدمت گار وی او په دا پورته ذکر شوی لست کی داسی سوک زه نه وینم
    نو هر سوک باید په دی پوهه شی چی د ملی وحدت حکومت په اصل کی افغانستان او افغانانو ته ندی صادیق نو کله چی د حکومت د راس خلک خپل ملک ته وفادار نه وی نو خکاره خبره ده چی کابینی جورخت به یی هم دغلو او لوت مارانو وی

  6. ډیر د تآسف او د شرم ځای دی چې وروسته له میاشتو میاشتو وعدو څخه چې متفکر شخصیت تش په نامه د اصلاحاتو راوستلو چیغې وهلې او خلک یې په دې وغولول تر څو ځان ولسمشری ته ورسوی اوس د معنوی په څیر شیطان صفته خلک چې نه مسلکي پوهه او په فساد باندې ککړ غل چې صرف د یوه خاص قوم او دعبدالله د ګټو لپاره کار کوي او نه د ملت غم ورسره د او نه هم دعسګري نظام په هلکه معلومات لري د کورنیو چارو وزارت لپاره نومول شوی دی. دې وزارت ته باید هغه په وطن مین کسان چې هم مسلکي پوهه او هم د ټول وطن د خوندیتوب غم ورسره نومول شوي وای خو افسوس چې ولسمشر سټرګې تړل شوې دي او اوس ړوند او ګون دی چې نه خبر آوري او نه هم سټرګې یې څیر ګوي تر څو ښه اوبد سره جلا کړي. په دې وطن او ملت د خدای ورحمیږي.

  7. زما ګمان نه راځی چی د مولانا غیرمعنوی ټاکل به د یو داسی حیاتی او مهم ارګان لپاره لکه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لپاره صحت ولری. ماشاالله دواړه داکتران چی اوس غواړی یو پنځه دیرش میلیونی هیواد رهبری کړی ، هوښیار او خپل هیواد ته وفاداره او د اعتماد وړ کسان دی . هیڅ امکان نه لری چی دوی دواړه داسی مفتضحانه پریکړه وکړی چی یو معلوم الحال غل، خاین ، درواغجن شخص چی د تیرو انتخاباتو په دوران کی یی له انتخاباتو د شهزاده سرای جوړ کړی و، داسی یو حساس وزارت ته معرفی کړی. هیڅ افغان افسر به هم حاضر نه شی د هغه چا اطاعت وکړی چی یوه ورځ یی ښوونځی نه وی لیدلی او یواځی د چړیتوب اوچریکی مدرسو نه یی لږ او ډیر شیان زده کړی وی، د وزارت رهبری کول عمومی او مسلکی او تخصصی زده کړو او تحصیل ته اړتیا لری. هغه څوک چی داسی یومهم وزارت ته کاندید کیږی باید د ټول هیواد باور ورباندی راشی دیوی ولسوالی نمایندګی ونه کړی ، د انتخاباتو د کمیسیون موټر یی نه وی غلا کړی او ټول هیواد ته وفاداره وی.
    دا به د افغانستان لویه بدبختی وی که ملا معنوی د افغانستان د کورنیو چارو او یا بل هر وزارت یا ریاست ، مدیریت او اداری په راس کی واقع شی.
    هغه نه یواځی د هیواد د مشرتابه لیاقت نه لری بلکی باید تر قانونی پوښتنی لاندی راشی او د 2009 کال او د 2014 کال د انتخاباتو په باب او د هغه د خیانتونو په باب له هغه پوښتنی وشی او محاکمه شی. د افغانستان د ټولو منورینو، پوهانو، ملی شورا غړو او سیاسی مشرانو دنده ده چی د داسی یو شرمونکی شخص له مقرری نه عاجله او کاملا ډډه او مخنیوی وکړی

  8. ټول مونږ هم ظالمان یو او الله تعالی عذاب راباندی نازل کړی چی داسی مشران یی راکړی.

    څو ځلی می ویل چی کامیابی یوازی او یوازی د اسلامی قانون او شریعت په پلی کولو کی دی نه د لویدیځ په نیمګړی او فاسق قانون کښی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *