لیکوال: ویلیم بیرد

ژباړونکئ : محمد عارف رسولي

یو ه لومړنۍ ارزونه (لومړۍ برخه)

سریزه

ټولو ته معلومه ده چې منرالي زیرمې که سمې راو ایستل شي او په سمه توګه په کار واچول شی نو د یوه هیواد له پرمختګ او اقتصادي او ټولنیزې ودې سره زیاته مرسته کولئ شي. خو ستونزه داده چې د وروسته پاته هیوادونو لپاره دا څه اسانه خبره نده او که ښه پام ورته ونشي، د سکتور ښه رهبري، مدیریت ونشي، پوره روڼوالئ (شفافیت)، حساب ورکول او غوښتل نه وي، چاپیریال او ځایي خلکو ته پوره پاملرنه ونشي نو کیدئ شي هیواد له سترو زیانونو سره مخ کړي. دا لاندې ژباړه د هغې یوې لیکنې د لمړۍ برخې او لیکنه زموږ په هیواد کې د معدنونو د را ایستلو او ورڅخه د

محمد عارف رسولي
محمد عارف رسولي

ګټې اخیستلو په باب لیکل شوې ده. هیله ده چې ګران هیواد وال به ورڅخه پوره ګټه واخلي.

  • افغانستان زیاتې منرالي زیرمې لري، چې ښې اقتصادي پایلې لرلئ شي خو همدارنګه ممکنه تاوانونه هم لرلئ شي چې ورته د زیرمو لعنت هم وایي چې ډېرئ یې د ملي اقتصاد، پرمختیایي، پولي، حکومتولۍ، سیاسي او د شخړو زیږولو منفي تاثیرات دي.
  • د سیاسي لیږد بریالیتوب په راتلونکو کلونو کې او همدارنګه سیمه ایز جیوپولیتیکي عوامل به د افغانستان په ترځمکې لاندې زیرمو باندې په راتلونکو کلونو کې عمده اغیزه وکړي.
  • د سترو زیرمو لکه د عینک مسو او د حاجیګک د وسپنې کانونو لپاره، د افغانستان حکومت د اعتبار وړ مزایدې وکړې ترڅو یقیني کړي چې له بهرنیو کمپنیو سره قراردادونه د افغانستان په ګټه وي.
  • د غوره لارو تمرین د سترو زیرمو لپاره باید دوام وکړي ترڅو چې نور هم ټینګښت ومومي، خو کیدئ شي په ګټه اخیستنه کې نور ځنډ هم راشي، او ټولې پوره ګټې ته لاسرسئ ممکن زیات نور وخت هم ونیسي
  • د نورو سترو او منځنۍ کچې زیرمو څخه ګټه اخیستنه ممکنه ده د هغو افغاني کمپنیو د ګډو هڅو په پایله کې چې سیاسي تړاو لري او له محلي زورواکانو، یا ځینې وختونه له جرمي جالونو (شبکو) سره چې له فاسدو چارواکو او بلوا کوونکو سره اړیکې لري ترسره شي. د خپلوئ پالل کیدئ شي د لږ وخت شخړې کمې کړي، خو په اوږد مهال کې د پراخه فساد خطر زیاتوي او شخړې ورڅخه راولاږې کیدئ شي.
  • د دې زیرمو لپاره، په لمړیتوبونو کې باید په قراردادونو کې روڼتیا او د کمپنیو د مالکیت روښانتیا؛ د مختلفو زیرمو لپاره د لمړنيو مالي محدودیتونو ټاکل ( د مثال په توګه د څو سلنې فیس ټاکل) ترڅو د را ایستونکو لپاره تر حده په زیاته کچه د ګټې ټاکلو خطر راکم شي؛ او د مجرمو عناصرو او د ورپورې تړلو درغلیو مخه نیول او نور شامل دي.
  • د وړو، متمرکزو، د لوړ قیمت لرونکو (لکه قیمتي ډبرو)، په غیر رسمي شکل را ا یستل چې غیر فني تخنیکونه په کار اچوي ترزیاته له غیر قانوني صادرولو او تجارت سره یوځای وي او محلي زورواکان په کې دخیل وي، چې د یو څه وخت لپاره ثبات راوستئ شي خو کله چې چنې وهنې بیا پیل شي او یا نوي بازي کوونکي کسان په کې داخل شي نو شخړې رامنځته کیږي.
  • د دې زیرمو لپاره په راتلونکي کې باید په کراره کراره د منظم کولو د لوایحو چوکاټ اصلاح؛ د کمې سلنې فیس ټاکل ترڅو شته فعالیتونه رسمي کړي تردې چې زیرمې و بهرنیانو ته په ټیکه ورکړې شي؛ تخنیکي مرستې ترڅو زیات موثر را ایستل شوني کړي؛ او د افغانستان په د ننه کې و پروسس کولو او په ارزښت ورزیاتولو باندې پانګونه وشي او تشویق شي.
  • په پایله کې، نور تحلیلي کار ته اړتیا ده ترڅو په افغانستان کې د معدن د سکتور په سیاسي اقتصاد او په شخړو باندې د دې سکتور په اغیزو پوه شو.

د کانونو را ایستل تراوسه په افغانستان کې یوه محلي، ترډېره غیر رسمي، او اکثره د وړې کچې سکتور دئ، په زیاتیدونکې توګه د ممکنه اقتصادي پرمختګ وسیله او د حکومت د عوایدو د زیاتوالي یوه سرچینه ګڼل کیږي. افغانستان د ځمکې لاندې زیرمو باندې ښه نازول شوئ دئ، خو د ننۍ تکنالوجۍ په مرسته کومه منظمه ګټه اخیستنه ورڅخه نده شوې او پلټل یې په لمړیو قدمونو کې دي. له نورو اقتصادي فعالیتونو او د زیات کار او اشتغال د خلق کولو سره یې اړیکې هم په لید لورئ کې ځای لری، د زیرمو د دهلیزونو د ودې چې په هغو کې به له ډول ډول زیربناوو څخه ګټه اخیستله کیږي او د سیمه ایز او ترانسپورت او تجارتي فرصتونو ته به لاره اواریږي. د افغانستان په اقتصاد، وظیفو، بودجې او په سیمه ایز پرمختګ یې مثبتې اغیزې د نړیوال بانک او نورو په مرسته ترسره شوې دي.

د دې ممکنه ګټو په وړاندې د ادعاشوي (د زیرمو لعنت) چې ډېر وختونه د قوي نهادونو او د موثر قانون حاکمیت نلرونکو هیوادنو د ځمکې لاندې زیرمو د را ایستو سره تړاو لري مطرح دئ. په ملي اقتصاد ناوړه اغیزه  چې ورته (Dutch Disease) وایي او په ډول ساحو بد اثر کوي لکه: پرمختیایي ( په نورو سکتورونو کې نسبي لوړوالئ له لاسه ورکول، د چاپیریال خرابي)، پولي ( د مصرفونو تغیر، د نورو عوایدو د تنظیم لپاره کمه پاملرنه)، حکومتولي ( د سترو درغلیو خطر، د عوایدو غلطې خواته میلان، د حسابورکولو کمښت)، سیاسي ( د ټولنیز قرارداد کمرنګه کول خلکو ته د سیاسي حساب نه ورکولو په واسطه)، او شخړې (د نادارانو شکایتونه، په زیاتي شیانو شخړې) بدې اغیزې په مختلقو هیوادونو کې په مختلفو کچو لیدل شوي دی.

د معدن څخه ګټه اخیستو ته باید په افغانستان کې د پیړۍ د دریمې برخې اوږدو شخړو، د جنګي اقتصاد د راپورته کیدو او د وړو په اسانۍ سره د ګټې اخیستنې وړ زیرمو چې د شخړو د دوام بودجه یې برابروله‎، همدارنګه خپله زیرمې چې د هغوي د کنترول په سرشخړې راولاړیږي په مفهوم کې وکتل شي. له دې وراخوا، د سیاسي اقتصاد او شخړو ځینې نور ګډ عواقب او اغیزې هم شته چې له نورو طبیعي زیرمو سره لکه د چارتراشو قاچاق، د غیر قانوني تریاکو، او له بودجې څخه بهر د سترو نظامي قراردادونو شتون په دې لړۍ کې راځي.

دا مضمون د زیرمو مختلف ډولونه تربحث لاندې نیسي، او بیا ځینې وړاندیزونه کوي ترڅو د پالیسي لپاره یو څه لارښود شي. دغه مضمون په دې پراخه خو مهمه ساحه کې یوازې یو لمړني سفرپیلوي.

نوربیا…..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *