تاند- د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرو ټیمونو ترمنځ وروستۍ لوبه افغانستان په (۶۹) منډو وګټله او په دې ډول افغانستان د درو یو ورځنیو مسابقو د لړۍ یا سریز ګټونکی اعلان شو.

نن لوبه یا بیټنګ افغانستان پیل کړ، په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او پاکستان ته یې ۲۲۴ منډې هدف وټاکه خو پاکستان ونه کړای شول چې هدف پوره کړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ احسان الله وکړ. ده په ۹۸ توپونو ۶۵ منډې وکړې. محمد سردار هم ښه بیټنګ وکړ. ده په ۷۹ توپونو ۵۶ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

حضرت الله ځاځي په ۶۰ توپونو ۴۵، رشید خان په ۳۸ توپونو ۱۸او ضیا الرحمن په ۴۵ توپونو ۱۶ منډې وکړې خو ضیا الرحمن خورا ښه بیټنګ وکړ.

ده د پاکستان ۴ لوبغاړي وسوځول او لږ منډې یې ورکړې. شاهد الله هم ۳ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *