تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت د زیمبابوې په بلنه دغه هیواد ته د څو مسابقو لپاره لاړه شي.

دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په افریقا کې د کرکټ د نړیوال بورډ د یوه بشپړ غړي هیواد له لوري نړیوالو سیالیو ته بلل کېږي.

احتمالاً د افغانستان او زیمبابوې ټیمونه به څو شل اوریزې او یوه یو ورځینۍ سیالي وکړي. په پام کې ده چې د ا مسابقې د جنورۍ له اته ویشتمې پیل شي.

د سږکال په اکتوبرکې زیمبابوې ته د سریلانکا د کرکټ ټیم سفر په دې خاطر لغوه شو چې د زیمبابوې لوبډلې د مالي ستونزو له کبله د سریلانکا د ټیم د سفر لګښت نه شوای برابرولی خو ویل شوي چې ممکن دغه هیواد ته د افغانستان د لوبډلې خرڅ د افغانستان کرکټ بورډ په خپله غاړه واخلي.

د سږ کال په سپټمبر کې د بنګله دېش، هند او پاکستان لوبډلې زیمبابوې ته لاړې.

د افغانستان لپاره د ۲۰۱۴ کال تر شل اوریز نړیوال جام مخکې له هغو هیوادونو سره مسابقې خورا مهمې دي چې د کرکټ د نړیوال بورډ بشپړ غړیتوب لري.

افغانستان نه یوازې د راتلونکي کال شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته، چې په بنګله دېش کې کېږي، لاره موندلې، بلکې د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریز جام ته هم بریالی شوی دی.

نړیوال جام ته د ځان د تیارولو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ ته یو ملیون ډالر ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *