د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډ ادارو ترمنځ د ترسره شوي هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هیوادونو ملي لوبډلو ترمنځ د روان زیږدیز کال دسمبر په ۸ نیټې شل اوریزه سیالي تر سره کیږي چې دا به د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې د بشپړ غړیتوب درلودونکي هیواد سره د افغانستان ملي لوبډلې لومړنی شل اوریزه لوبه وي. دغه سیالي چې متحده عربي امارات به یې د کوربه توب ویاړ ولري، د لویو وچو جام سیالیو له پایلوبې سره به جوخته ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې اړه داسې ووییل، “د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې ډیری نوښتونه تجربه کړل او دادی د کال په بهیر کې د لا پراخو پلانونو په ترڅ کې د ډیرو نورو نوښتونو او پرمختګونو په لور روانه ده. د پاکستان له ملي لوبډلې سره شل اوریزه سیالي د ملي لوبډلې کلني مهال ویش ته د ولولو او سترو ارادو یو نوی رنګ ورکوي چې د هیواد هر غړي یې په لیوالتیا سره انتظار کاوه. موږ په پام کې لرو تر څو د ۲۰۱۴ زیږدیز کال لپاره د کرکټ نړیوالې او آسیایي شورا له ټاکل شوي مهال ویش پرته ګڼ شمیر نورې داسې موکې پلان کړو چې د نړۍ په کچه د هیواد کرکټ پرمختیایي بهیر ته نوې جلوې ورکولای شي”.
دا خو ډيره ښه خبره ده خو چې له وړاندې ورته تیاری ونیول شی او د افغانستان لوبغاړي دوه بدلونونه په ځان کې راولی
لومړی : ځان د يوې او ددو منډو په اهميت پوه کړي
دویم : د لومړی سره په احساساتو کې لوبه ونکړي ځکه چې احساساتي لوبه خیالی ده او عملاً داسی ډير څه په لاس نه ورکوي پرته له سوځيدلو څخه
Dera da khoshalai khabara da kho afghan cricket board ta pakar di che nawee zwanan la lawosa tamreen warkre ao da nawee zawanano wa azmawee