تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ (۲۰۱۵) نړیوالو اتلیو ته د تیاري لپاره استرالیا ته روانه شوه څو په دغه هیواد کې یوه میاشت تمرینونه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې استرالیا ته شل لوبغاړي استول شوي دي. د افغانستان ټیم به دا تمریني لوبې د نوي روزونکي یا کوچ تر څارنې لاندې وکړي.
روانه میاشت د افغانستان د کرکټ سابقه دار روزونکي کبیر خان استعفا وکړه او تېره اوونۍ نوی روزونکی اندي مولز معرفي شو.
په کرکټ لوبه کې دا ډېره مهمه ده چې لوبغاړي د هغې سیمې، چې مسابقې پکې کوي، له هوا او میدان سره بلد وي.
ویل کېږي چې د استرالیا او نیوزیلنډ پیچونه د نورو هیوادونو د لوبغاړو لپاره ډېر متفاوت دي.
استرالیا ته دا شل لوبغاړي استول شوي دي:
محمد نبي عیسی خیل، نوروز منګل، افسر خان، محمد اصغر، میرویس اشرف، سمیع الله، دولت خان، شاپورځدراڼ، نورعلي، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، عثمان غني، جاوید احمدي، شرف الدین اشرف، یامین خان، آفتاب عالم، رحمت شاه، حشمت الله، نجیب الله او ناصر جمال.
استرالیا ته تر روانېدو مخکې په یوه خبري ناسته کې د کرکټ بورډ رييس شهزاده مسعود، د دغه بورډ اجرايي رييس نور محمد مراد، کیپتان او دغه راز روزونکي څرګندونې وکړې.
شهزاده مسعود استرالیا ته د لوبغاړو تر روانېدو مخکې له هغوی هیله وکړه چې له دې فرصته ښه ګټه واخلي:« تاسې د یوه ننګونکي منزل لپاره د چمتووالي په موخه نن د خپل اوږده سفر لړۍ پیل کوئ. ستاسې ترشا د ولس دعاګانې دي او ستاسې په اوږو لوی مسئولیت دی. زه له تاسو د ډیرو هلوځلو او زیار غوښتنه کوم او هیله لرم له دغې زرینې موکې (موقع) څخه پراخه ګټه پورته کړئ.»
اجرايي رييس ښاغلي مراد هم له لوبغاړو وغوښتل چې له دې موقع ښه استفاده وکړي او خپل مهارتونه زیات کړي.
نوي روزونکي اندي مولز باور درلود چې زده کړه او جرات به د افغان لوبغاړو د بریالیتوب سبب شي.
ده ژمنه وکړه چې په استرالیا کې د تمرین لپاره له برابرې شوې موقع څخه به نهايي استفاده وکړي.
د افغانستان په شمول د نړۍ څوارلس هېوادونه د کرکټ د ۵۰اوریز نړیوالو اتلولیو په سیالیو د ګډون چانس لري.
دا لوبې ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې پیلیږي او افغانستان به د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ نیټه خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دیش سره وکړي.افغانستان په اسیايي سیالیو کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.