تاند – د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي عیسي خېل نن په یوه خبري غونډه کې له کیپتانۍ د استعفا د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې د لوبغاړي په توګه به له ټیم سره پاتې شي.
ده د حپلې استعفا دعلت په اړه وویل چې د کیپتانۍ په مهال یې ځان تر سخت فشار لاندې احساساوه او دې فشار د ده د لوبې پر کیفیت منفي اغېز کاوه.
عیسي خېل له دوو کلونو راهیسي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان و. تر ده مخکې نوروز منګل د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتاني کوله.
عیسي خېل، چې تر مشرۍ لاندې یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د ۲۰۱۵ په نړیوال یو ورځیني جام کې برخه واخیسته، د کرکټ بورد له ادارې مننه وکړه، ویې ویل دې ادارې په هر ډګر کې د ده ملاتړ کړی او تل یې هڅولی دی.
عیسي خېل وویل چې د ده د کیپتانۍ په موده کې د افغانستان ټیم زیمبابوې ته په خپل هیواد کې ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځیني نړیوال جام کې د ګډون ویاړ ترلاسه کړ.
د کرکټ بورډ عمومي رييس نسیم الله دانش د عیسي خېل د هڅو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې نوموړی نه یوازې یو ښه کیپتان دی بلکې یو تکړه لوبغاړی هم دی.
دانش د عیسي خېل د استعفا په اړه وویل چې نوموړي په خپله خوښه استعفا کړې، د بورډ له لوري پرې کوم فشار نه و.
دانش دا هم وویل چې د عیسي خېل د کیپتانۍ په موده کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شپږ نړیوالې سیالۍ ګټلي دي.
ده ونه ویل چې څوک به د عیسي خېل پر ځای د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان شي.
السلام علیکم و رحمته الله و برکاه
زه داسی فکر کوم چی نبی ډیر ښه کار وکړ څکه دی په کپتانی کی ډیر تر فشار لاندی وو خو که دی د کپتانی نه لری شی نو د ده په کرکټر به ډیر ښه تاثیر وکړی نو یو ښه خبر دی .
زما په آند حمید حسن یو ښه کپتان کیدلی شی
مننه ډیره زیاته