تاند- د افغانستان تر شپاړس کلونو کشرو کرکټ لوبغاړو نن د اسیا د ایلټ کپ په پایلوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او د دغه کپ اتلولي یې وګټله.
تنکیو افغان لوبغاړو، چې تېرې مسابقې یې هم په خورا زیات تفاوت له خپلو سیالانو ګټلې وې، پایلوبه هم په ډېر توپیر وګټله.
افغان لوبغاړو، چې پچه یې ګټلې وه، د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه. دوی په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې سیال ټیم ته ۲۱۷ منډې هدف وټاکه خو د دې په مقابل کې ټول هانګ کانګي لوبغاړي په ۲۵ اور کې وسوځېدل او ټولټال یې ۶۴ منډې جوړې کړای شوې.
د افغانستان لپاره محمد صابر ۵۵ منډې وکړې.
عبدالواسع ښه بالینګ وکړ. ده پنځه هانګ کانګي لوبغاړي وسوځول او د دې مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان تنکیو لوبغاړو په داسي ورځ د اسیا د ایلټ کپ اتلولي وګټلله چې تر نولس کلونو کشرو لوبغاړو پاکستان ته د دغه هیواد په زړه کې تاریخي ماتې ورکړه.