تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو کې د نیپال له لوبډلې سره په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي.
همداراز پاپو نیو ګینې له سکاټلنډ سره او آیرلنډ له متحده عربي اماراتو سره مسابقه کوي.
د افغانستان مسابقه د اماراتو په وخت د ماسپښین په دوه بجې پیل کېږي.
افغانستان او آیرلنډ د ۲۰۱۴ کال شل اوریزو مسابقو ته بریالي شوي ځکه چې دواړه ټیمونه په خپلو ګروپونو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.
د افغانستان لپاره دا مسابقه له دې پرته چې د روان تورنمڼت جام ترلاسه کړي او په نړیوال رینک یا درجه بندۍ کې یې موقعیت ښه شي، نور اهمیت نه لري.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان اماراتو ته تر تګ وړاندې ویلي و چې دوی به د دې تورنمنټ کپ له ځاان سره راوړي.