د کاروان خصوصي پوهنتون په نوښت د افغانستان د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لومړنی کنفرانس نن د تلې په ۲۱مه د میدان وردګو ولایت په مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې جوړ شو،چې په کې ګڼ شمېر سوداګرو، د بېلابېلو پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو زدکړیالانو، د ادارو مسؤلینو او یو شمېر نور ګډون کړی وو.
د دغه کنفرانس په پیل کې د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د کاروان پوهنتون ادارې څخه مننه وکړه،چې په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لومړنی کنفرانس یې په دغه ولایت کې جوړ کړی .
نوموړی زیاته کړه، د اقتصاد پیاوړتیا کې کوچني او منځني تشبثات ډېر اهمیت لري او له همدې امله ژمن دی،چې په دغه ولایت کې په یاده برخه کې هر مهال همکاري وکړي .
هغه د میدان وردګو ولایت له ولسونو څخه وغوښتل چې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مالدارۍ ، محصولاتو او کانونو برخه کې خپلې سوداګریزې چارې ترسره کړي .
د کاروان پوهنتون بنسټګر سیدجاوید اندیش وویل خصوصي سکتور ته د راتګ لومړنۍ کار کوچني او منځني تشبثاتو ته راتګ دی،له همدې امله غواړي د دغه کنفرانسونو له لارې دغه برخې ته وده وکړي .
هغه زیاته کړه، هر څوک کولای شي،چې لومړني او منځني تشبثاتو ته په راتګ سره اړېکې جوړې او خپله پانګه زیاته کړه او په همدې لړ کې د یو ښه سوداګر هم جوړ شي .
د دغه کنفرانس په ترڅ کې ګن شمېر ګډونوالو د بېلابېلو تشبثاتو په اړه پوښتنې وکړې،چې د مسؤلینو له لورې ورسره تجربې شریکې او همدا راز ځوابونه ورکړل شول .
درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر