لیکنه : محمداکرام ریحان
افغانستان د نفتو او ګازو د ذخایرو له پلوه غني هیواد دی خو په هیواد کی د څلویښت کلنی روانی جګړی او ځینو نورو عواملو له امله ددغه ذخایرو څخه استفاده نده شوی او ټول ذخایر د ځمکی لاندی په خپل حال پاتی دي حتی افغانستان د خپلو داخلی اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم طبعي ګاز د بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.د معلوماتو له مخی افغانستان د (۴۵۰) ملیارد متر مکعب په اندازه د ګازو تثبیت شوی زیرمی لري او شاید اندازه یی تردی هم ډیره وي چی د امکاناتو د نشتون له امله ورڅخه کار ندی اخیستل شوی .افغانستان خپل د اړتیا وړ ګاز د یو شمیر بهرنیو هیوادونو لکه ایران او ترکمنستان څخه واردوي چی وخت ناوخت د هیوادونو ترمنځ د سیاسی اړیکو او هوا د بدلون (ګرموالي او سوړوالي) له امله افغانستان ته د ګازو واردات اغیزمن کیږي چی له همدی امله موږ په بازار کی د ګازو په قیمتونو کی د لوړو نوساناتو د وجود شاهدان یو او زموږ هیوادوال د ګازو د قیمتونو د لوړوالي له امله د ستونزو سره مخ وي . خو وروسته له هغی چی د ټاپي پروژی چاری پیل شوی او دددی پروژی د پلي کیدو امکانات ولیدل شول نو ورسره دا هیلی هم رامنخته شوی چی دا پروژه به په افغانستان کی د ګازو انرژی تامین او استخراج ته زمینه برابره کړي. ټاپی د څلورو هیوادونو(ترکمنستان،افغانستان،پاکستان او هند) ترمنځ مشترکه پروژه ده  چی له مخی به یی ترکمنستان نورو دری غړو هیوادونوته د دیرش کلونو لپاره ګاز صادروی . د معلوماتو له مخی به د ټاپی د ګازو نل لیکی له لاری په کلني ډول (۳۳) ملیارد متر مکعب ګاز د جنوبی اسیا دری هیوادونو ته لیږدول کیږی. افغانستان به د ټاپي د ګازو د نل لیکی څخه په کلنی ډول د ۴۰۰-۵۰۰ میلیونه ترانزیتی عوایدو ترڅنګ د۰.۵ــــ۱.۵ ملیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي. د ټاپی د تړون له مخی به افغانستان د ټاپي څخه په لومړی لسیزه کی (۵۰۰) میلیون مترمکعب ، په دوهمه لسیزه کی یو ملیارد مترمکعب او په دریمه لسیزه کی (۱.۵) ملیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي چی د افغانستان د ګازو د داخلي اړتیاوو په پوره کولو کی به ستر رول ولري. د شمیرو له مخی افغانستان په کلني ډول څه د پاسه (۲۵۰۰۰۰) ټنه په شاوخوا کی ګاز د بهرنیو هیوادونو څخه واردوي چی وخت ناوخت د سیاسي او اقلیمي ستونزو له امله د ګازو د وارداتو بهیر ټکنی کیږي او د هیواد به بازارونو کی د ګازو د کمښت ستونزه رامنځته کیږي چی د قیمتونو د لوړیدو سبب هم کیږي. د ټاپي پروژی په پلي کیدو سره به افغانستان د ګازو د انرژی د تامین په برخه کی د یوی باوري سرچینی څښتن شي، د افغانستان د ګازو د واردولو انحصاري حالت به له منځه لاړ شي او هغه ستونزی چی د افغانستان د ګازو د واردولو پرمهال رامنځته کیږي ترډیره کمی شي او افغانستان به وکولی شي خپل د اړتیا وړ ګاز په اسانه او نسبتاً ارزانه توګه ددغه نل لیکی څخه ترلاسه کړي چی ورسره به د افغانستان د ګازو داخلي مصرف په برخه کی ډیرو ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شی .همدارنګه د ټاپی د ګازو نل لیکه په راتلونکي کی د افغانستان د ګازو پریمانه ذخایرو د استخراج زمینه برابرولی شي ځکه د ټاپي پروژی موده دیرش (۳۰) کاله ده او دهغی ورږوسته به بيا حالاتو ته په کمتو پریکړه کیږي .
د راتلونکو دیرش کلونو په جریان کی شاید د ترکمنستان څخه افغانستان،پاکستان او هندوستان ته د ګازو په انتقال کی ستونزه رامنځته شي او ترکمنستان د جنوبي اسیا هیوادونو ته ګاز صادر نشي کړای او یا هم د دیرش کلونو څخه وروسته ترکمنستان ونه غواړي ددی پروژی موده وغځوي او د نور وخت لپاره دی هم دغه هیوادونو ته ګاز صادر کړي چی پدی صورت کی افغانستان ته د ګازو د استخراج یو ښه فرصت په لاس ورځي ترڅو د ګازو ذخایر په کار واچوي او ددغه ذخایرو څخه په استفادی خپل ګاز دداخلي ضروروتونو د پوره کولو ترڅنګ استخراج شوي ګاز د ټاپي د نل لیکی له لاری پاکستان او هندوستان ته ولیږدوي. هغه څه چی په دی برخه کی د اهمیت وړ دي هغه دادي چی د افغانستان د ګازو ذخایر لا تراوسه په خپل حال پاتی دي او د راتلونکی اوږدی مودی لپاره ورڅخه د استفادی امکان شته او همدارنګه د پاکستان او هندوستان د ګازو تقاضا په راتلونکو کلونو کی د ډیریدو په حال کی ده او دغه هیوادونه په لویه پیمانه د ګازو د کمښت سره مخ کیږي.د معلوملتو له مخی پاکستان به تر ۲۰۲۸ م کال پوری د ۶.۵۳ ملیارد فوټ مکعب په اندازه د ګازو د کمښت سره مخ شي بل پلو ته هندوستان چی په راتلونکو کلونو کی یی د ګازو دداخلي تولد د ډیریدو امکان شته خو بیا به هم تر ۲۰۴۰ م کال پوری په کلني ډول د ۷.۷۳ ملیارد فوټ مکعب په اندازه دګازو د کمښت سره مخ وي .دغه هیوادونه به د ګازو دداخلي تقاضا د پوره کولو لپاره د لارو چارو په لټه کی وي چی په راتلونکو څو کلونو کی به دوی دغه اړتیا د ټاپي د نل لیکی څخه پوره کوي خو بیا به هم دوی په دغه برخه کی د ګازو د کمښت سره مخ وي . دټاپي د تړون له مخی افغانستان کولی شي د امکان په صورت کی چی نل لیکه یی ظرفیت ولري افغانستان کولی شي خپل ګاز د همدی نل لیکی له لاری پاکستان او هندوستان ته انتقال کړي چی دا خپله د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره یو ښه فرصت دی.
پاکستان ،هندوستان او د چین په شمول ځینی نور هیوادونه به د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره د زمینی او امکاناتو په برابرولو کی هڅه کوي تر څو د افغانستان ګاز استخراج او د ټاپي د مودی د پای ته رسیدو او یا د پروژی په جریان کی د ستونزی د رامنځته کیدو په صورت کی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د ګازو څخه استفاده وکړي . د افغانستان د ګازو استخراج د جنوبي اسیا هیوادونو په تیره بیا پاکستان او هندوستان لپاره په ګټه دی ځکه دغه هیوادونه به د افغانستان د ګازو د استخراج په صورت کی د افغانستان ګاز د ټاپي د نل لیکی له لاری خپلو هیوادونو ته ولیږدوي او دا هیوادونه به د بهر څخه د ګازو واردولو لپاره د نل لیکو غځولو ته چی ملیاردونه ډالر لګښت پری راځي ضرورت ونلري چی له همدی امله به اړوند هیوادونه ددغه سترو مصارفو څخه د ځان ژغورنی په خاطر د افغانستان د ګازو د استخراج لپاره د اماکاناتو او زمینی په برابرولو کی ډیره هڅه کوي تر څو د افغانستان ګاز د تیاری غځیدلی نل لیکی له لاری خپلو هیوادونو ته ولیږدوي. نو د ټاپي په پلي کیدو سره افغانستان ته د ګازو د انرژی د تآمین ترڅنګ د ګازو د استخراج یو ښه فرصت په لاس ورځي ځکه هغه هیوادونه چی دغه نل لیکه ورته غځیږي په راتلونکي کی په زیاته اندازه د ګازو د کمښت سره مخ کیږي چی ددی هیوادونو او افغانستان ترمنځ به د ګازو نل لیکه تیاره غځیدلی وي او افغانستان به وکولی شي خپل ګاز په یو ښه قیمت په دغه هیوادونو وپلوري او ډیری اقتصادي ګټی ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *