کابل، 27 زمری 1394:
د مالیې وزارت خبرپاڼه –
د افغانستان د ګمرکو او مستوفیتونو مسوولینو د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په مشرۍ د اسد د میاشتې په ۲۷ له ولسمشر غني سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د مالیې وزارت د اجرااتو ته د کتنې او ارزونې د غونډې په اړه وویل چې ددې ناستې هدف دا ؤ چې چې په ټول افغانستان کې له خپلو همکارانو څخه ژمنه واخلو چې په لګښتونو کې سپما وکړي، د عوایدو کچه پورته کړي او د حکومت له پالیسۍ سره سم د خودکفایي لاره غوره کړي.
وروسته د هرات د ګمرک رئیس ښاغلي نجیب الله بیضاوي او د کابل مستوفي ښاغلي حسن زوی د ګمرکونو او د مستوفیتونو په استازیتوب خبرې وکړې. دوی د ګمرکونو او عوایدو په برخو کې د خپلو ستونزو یادونه وکړه او د حل له پاره یې د قانون په چوکاټ کې د ولسمشر د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال وویل چې د افغانستان ګمرکونه اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري او عواید او ګمرکونه باید د نورو ادارو له مداخلو څخه وساتل شي.
ولسمشر د مالیې وزیر له کړنو څخه رضایت وښود او ویې ویل چې زه د مالیې پر وزیر بشپړ باور لرم او دده له کارونو څخه راضي یم. د مالیې وزیر په خپلو اړونده چارو کې خپلواک دی، هغه نه یوازې د وزارت کارونه پرمخ بیایي، بلکې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو په لاسته راوړلو کې هم بوخت دی. ولسمشر زیاته کړه چې د مالیې وزیر د کارمندانو په ګمارنې کې د شایسته سالارۍ اصل ته په پام سره خپلواک دی.
اشرف غني د هیواد اقتصادي حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل: که چیرې د عوایدو په راټولولو اساسي کار ترسره شي، تاسو یو له بله سره مرسته وکړئ او په مالي چارو کې د فساد او تیروتنو مخه ونیسئ، نو ډاډ درکوم چې د هیواد عواید به څو چنده لوړ شي. تاسو باید خپلې کاري ستونزې په خپله معلومې او طبقه بندي کړئ. هڅه وکړئ چې ټول کارونه د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کړئ او زه د قانون په چوکاټ کې د ستاسو ملاتړی یم.
ولسمشر د اقتصادي ودې او تقویې له پاره ځینې موارد مهم وبلل چې په هغه کې د عوایدو په راټولولو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل په پام کې نیول، د اسیکودا سیستم عملي کول، د صادراتو د کچې لوړول، د پانګه والو له پاره د تشویقي میکانیزم برابرول، د ګمرکونو د کارمندانو مسلکي کول، د اړونده ادارو د مداخلو په اړه د راپور ورکول، د مستوفیتونو له خوا د دوکانونو او شرکتونو معلومول او د ګمرکونو، مستوفیتونو او نورو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول د یادونې وړ دي.
په پای کې ولسمشر یو ځل بیا د مالیې له وزیر له کارونو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مالیې وزارت د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري او ددې وزارت د غښتلتیا څخه پرته د هیواد پرمختګ ناشونی دی.