افغان امنیتي ځواکونه په کندوز کې

تاند، سه شنبه د جدي ۳مه: ولسمشر غني وايي، دا مهال له ۱۰۰ څخه د زیاتو ولسوالیو امنیه قومندانۍ ودانۍ نه لري او په دې امنیتي برخه کې سرچینې ضایع شوې دي.

ولسمشر تېره شپه په ارګ کې یو لړ مراسمو ته ویلي، د امنیتي برخې مصارف د تاسیساتو په تناسب د مقایسې وړ نه دي او باید چې په دې برخه کې سپما وشي او د امنیتي سکټور له بودیجې چې هر څه جوړېږي باید پایداره واوسي: (( باید په امنیتي سکټور کې هره مصرفېدونکې افغانۍ د سرباز، ساتنمن او بریدمل د نجات سبب شي او په امنیتي – دفاعي بنسټونو کې د لګښتونو سرچینې باید په اساسي ډول مدیریت شي.))

ولسمشر په داسې حال کې د سلو ولسوالیو د امنیه قومندانیو لپاره د ودانیو نشتون خبره کوي چې یوه میاشت وړاندې حکومت په داسې پنځه کلنه طرحه کار پیل کړی و چې له مخې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پنځوس سلنه غیرضروري اړتیاو د راکمولو باندې ټینګار کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیق ویلي وو چې د دغې طرحې له مخې به هر کال د امنیتي سکټور لس سلنه بې ځایه مصارف راکمېږي چې په پنځو کلونو کې به ۵۰ سلنې ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *