تاند- د اسیايي شورا د اتلولۍ جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو لوبغاړو لوبډله نن /سې شنبه/ د مالیزیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
افغان لوبډلې تراوسه په خپل بي ګروپ کې دوې سیالۍ کړي چې یوه یې ګټلې خو بله یې بایللې ده.
لومړۍ مسابقه یې د سریلانکا له پیاوړي ټیم څخه په درو ویکټونو وګټله خو دوهمه یې په شپاړس منډو پر بنګله دېش وبایلله.
تمه ده چې نن به مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي.
په بي ګروپ کې نن سریلانکا له بنګله دېش سره مخامخ کېږي.
حاضردمه یوازې بنګله دېش هیڅ ماتې نه لري او د خپل ګروپ د جدول په سر کې دی.
سریلانکا مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړې. پکار ده چې افغان لوبغاړي مالیزیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي ځکه چې پر بنګله دېش د سریلانکا بری افغانستان ته خطر پېښولی شي.
د بي او اې له ګروپونو، چې په هر یوه کې څلور ټیمونه شامل دي، دوه – دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته وځي. هیله ده چې نیمه پایلوبې ته به د بي ګروپ یو له دوو وتونکو لوبډلو افغانستان وي.