تاند- په بنګله دېش کې تر نولس کلونو د کشرو لوبغاړو د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو د نهم او لسم مقام لپاره په سیالۍ کې د افغانستان د نولس کلونو لوبډلې نن نیوزیلنډ ته په اتو ویکټونو ماتې ورکړه.

تنکیو افغان لوبغاړو په داسي حال کې نیوزیلنډ ته په ۸ ویکټونو ماتې ورکړه چې ۱۳۵ توپونه یې لا لرل.

لومړی بیټنګ نیوزیلنډ وکړ. دوی په ۴۴ اوور او ۵ توپونو د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۵ منډې جوړې کړې. افغان لوبغاړو په ۲۷ اوور کې یوازې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۷ منډې وکړې.

کریم جنت په ۲۳ توپونو ۱۲ منډې او احسان الله په ۷۴ توپونو ۴۷ منډې وکړې خو دوو نورو لوبغاړو طارق او رضوان ملکزي هر یوه ۵۰ او ۱۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېدل.

2راشد ارمان ۳، شمس الرحمن ۳، ضیاالرحمن ۲ او طارق ۲ نیوزیلنډي لوبغاړي وسوځول.

په دوو نورو سیالیو کې هند له سریلانکا څخه په ۹۷ منډو وګټله او پاکستان نیپال ته په ۱۲۲ منډو ماتې ورکړه.

One thought on “د افغانستان د ۱۹ کلونو ټیم نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *