تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، د ولسمشر غني په امر یې د هغه جومات ډیزاین چمتو کړی دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو خاوره به په کې وکارول شي.

د وزارت چارواکي تاند ته وايي، یاد جومات به د کابل په دارالامان سیمه کې جوړ شي چې له دې کار څخه یې هدف د ملي وحدت سمبول جوړول او د هغه ټینګښت دی.

تاند ته د وزارت لخوا د ورکړیو معلوماتو له مخې به د دغه جومات لپاره له هر ولایت څخه له راوړل شوې خاورې خښتې جوړېږي او پر هره خښته به د همغه ولایت نوم حک کېږي.

تر ټولو جالبه یې دا ده چې که خاوره د یو ولایت له جنوب څخه راوړل شوې وي، خښته به یې هم د جومات به جنوبي دیوال کې لګول کېږي، که له شمال، لویدیځ، ختیځ څخه راوړل شوې وي، خښته به یې هم د جومات په همغه لوري کې لګول کېږي.

3 thoughts on “د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له خاورې د جوړېدونکي جومات ډیزاین بشپړ شو”
  1. دا خو ښه اقدام دی ، اما که امکان ولري دا جومات لږ لوی جوړ کړئ چې زیات لمونځ کوونکي پکې لمونځ ادا کړي.

  2. تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت وايي، د ولسمشر غني په امر یې د هغه جومات ډیزاین چمتو کړی دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو خاوره به په کې وکارول شي.

    تبصره :

    ښه خبر، ښه نوښت او پرځای کار به وشی، خو خدای دی وکړی چه د دغه ۳۴ ولایتو څخه مشهوری شنی ونی هم راوړل شی او د جومات په څنډو کی کښینول شی، لکه د کندهارڅخه انار، دننګرهار څخه نارنج، د بادغیس – پیسته، دپکتیا جلغوزه، دکنړ نښتر یا لمنځه، د پنجشیر توت، د پروان انګور، د وردګو مڼه، او همداسی دنورو پاتی ولایاتو څخه الوبالو، ګیلاس، غوز یا چارمغز ، خوبانۍ یا زردالو، سنځله یا کنجید، شفتالو، الوچه، بادام ، ناک، بهی، سره او تور املوک، کیوی، لوکاټ، خورما، مرخنۍ یا اناب، زیتون،ګورګوریی، څیړی، شنۍ، کرکڼی، تاغان، ښونان، غزان یا زغنلی، بکیانه یا رانګین،سپیدار، چنارونه او داسی نور زینتی او غیر زینتی بوټی کښینول شی.

    د تخنیکی اړخه دغه کار باید دزراعت وزارت وکړی.

    والسلام

  3. Ma shaa Allah !
    Dder sha fikir aw A’mel dey.

    KHUDAI de 2. motaphaker Dr.sab M.Ashraf Ghani ta d 34 walayatonu d’amniyet aw progress lipara ham Tevfiq verkrry. Aamin.

    Ka da nor shaxsi gatto parestan i pregdi!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *