د نړۍ د هېوادنو ترمنځ اقتصادي همکارۍ د ډیپلوماسۍ او بهرني سیاست په پایله کې را منځته کیږي او د دې همکارۍ هدف د دولتونو د ملي ګټو تامین او له منابعو څخه په یو شان ګټه پورته کول دي. حکومتونه مکلف دي چې د ولسونو اقتصادي وضعیت ته جدی پاملرنه وکړي لکه څنګه چې په شلمه پیړۍ کې دولتونو داقتصادي همکارۍ فورمول او د قرارداد نه د خپلو ولسونو او ملي ګټو په رڼا کې امضا کول  او د هېوادنو ترمنځ به په مختلفو اقتصادي سکټورونو کې همکارۍ او همغږۍ را مینځ ته کېدې .

لکه څنګه چې دافغانستان حکومت د صفر نه شروع وکړه افغانستان هم په اقتصادي همکارۍ په نامه دمختلفو هیوادنو سره اقتصادي تړونونه امضا او داقتصاد په برخه کې یو څه پرمختګ وکړو !

لکه دبیلګې په توګه د پاکیستان سره د اپټا APTA   (Afghanistan Pakistan trade Agreement په نامه یو تړون امضا شو چې د دواړو هیوادنو ترمینځ اقتصادي همکارۍ او خصوصآ د ټرانزیټ په برخه کې به دیو بل سره رابطه وي په یاد قرارداد کې ژمنه شوي چې افغانستان کولۍ شي پاکیستان دبندرنو نه ګټه پورته کړي.

تر یو اندازه د یادو تړونونو نه ګټه هم پورته شوه افغانستان وتوانیدو چې د ټرانیزيت او تجارت په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامینځ ته کړي دافغانستان داخلې سکټور یو اندازه قوي او په خپلو خپو ودریدو افغانستان کولۍ شي چې دیادو قراردادنو په ترڅ کې خپل تولیدات نړیوالو بازارنو ته ورسوي.

 خو اوس هم ځيني مسایل شته چې پري بحث وشي ډير داسې مسایل شته چې اوس هم دتوجو او پامه غورځول شوي دي

 دافغانستان په اقتصادي او سکتوري وزارتونو کې دکدرنو نشتون کار اهلې کار ته نه سپارل رشوت او  مافیه او نور داسې ډير غټ جیلنجونه ددي سکټور دپرمختګ مخه نیولې ده خو اوس مخکې له دي چې ددي مسایلو بنیادي او اساسي ټکو ته پام وکړو خبره ده ګاونډيو او خصوصآ دپاکیستان او ایران او په ډيره بریده دپاکیستان مهیمو مسایلو باندي راګرځوو  !

دپاکیستان نیت لکه څنګه چې په سیاسي برخه کې ډیر بد دي همداشان په اقتصادي برخه کې هم دافغانستان دطبعی زیرمو دافغانستان منابعو نه په غیر قانوني شکل ګټه اخیستنه دافغانستان په بنیادي او اساسي اقتصادي پرژو کې خنډونه او دافغانستان داخلې تولیداتو ته ډير جدي تاوانونه رسول دي !

دپاکیستان ددولت په پالیسۍ کې افغانستان ته ډير په کمه کتل شویدي پاکیستان هیڅکله هم دافغانستان دګټو طرفداره ندي !

په تیرو وختونو  کې دافغانستان یوه بله لاره چې دچابهار لاره ده او دالاره د ایران له لاري هندوستان سره وصل شویده افغانستان غوښتل چې دکراچۍ بندر ترڅنګه ددي لاري نه هم ګټه پورته کړي خو په اوسني وختونو کې ددي لاري نه هم د امنیتي مسالیو له وجي افغانستان نشي کولۍ په صحیح توګه استفاده وکړي طالبانو پدي ورستیو کې ددي لاري امنیت خرابه کړیدي افغان سوداګرو کولۍ شو چې ددي لاري نه د یو بدیل په توګه ګټه پورته کړي خو دا کار هم دپاکیستان دنیت ښکاروندۍ دي چې دوي په بنیادي او اساسي توګه باندي دافغانستان صنعت ته ستونزه جوړوي.

دافغانستان ټرانیزټي موټرونه نشي کولۍ په اسانۍ توګه باندي دواګه بندر له لیاري خپل توکې هندوستان ته ولیږدوي ! پاکیستان نه یوازي دا بلکې پاکیستان په ډيره هوښیارتیا سره دافغانستان ټولو ضرورتونو ته او غوښتونو ته یو ډول نه یو ډول ځواب وویلۍ او دپنجاب په ایالت کې ورته ډير بې کیفیته او بیکاره فابریکې جوړي کړي چې دافغانستان لمړي ضرورتونه ته ځواب واېې

ترڅنګه په ګوجرانواله او میانولۍ دافغانستان لپاره پنجابیانو فابریکې جوړ کړي او دپاکیستان تر ټولو ستر واردکونکۍ افغانستان دي .

او افغانستان په پیسو باندي دپاکیستان صنعت په خپو ولاړ دي او هم دپاکیستان اکثره نفوس ته دکار زمینه برابره ده ! دوي یو ډول زهنیت دافغانانو په مینځ کې را خپور کړیدي چې ګواکې دمحکومي پښتونخوا لاره دافغانانو په مخ وتړل شي نو افغانانو به له ولږي مړه شي ! خو دا ذهنیت دعامه افکارو او عامه خلکو په ذهن کې دي.

یوازي افغانستان دپاکیستان او ایران نه تقریبآ ۶ میلونه ټنه سمینټ واردوي او ددي هر یو ټن په مقابل کې دواړو هیوادنو ته تقریبآ ۱۱۶ ډآلره قیمت ادا کوي.

او دوي نه یوازي افغانستان ته ډير بیکاره بې کیفیته توکي لیږدوي بلکې په مستقیمه او غیري مستقیمه توګه نه غواړي چې دافغانستان صنعت رشد وکړي.

دوي دصادراتو په برخه کې هم جدي ستونزي افغانستان ته را ولاړي کړيدي افغانستان یو زراعتي هیواد دي او تقریبآ ۸۰ فیصده زراعتي محصولات تولیدوي افغانستان صادراتو په برخه کې تازه میوه وچه میوه او سبزیجات  هندوستان ته لیږدوي خو پاکیستان ددی مخنیوۍ کوي او هم نه غواړي چې افغاني تولیدات دنورو هیوادنو بازارنو ته ورسیږي ددي ترڅنګ کله چې د افغانستان د تولیداتو موسم راشي نو پاکیستان دافغانستان ټول تولیدات په غیر قانوني توګه اخلي او بیا دافغانستان تولیدات په خپل نامه صادروي چې داهم یو غیري قانوني کار او دپاکیستان نیت ښکاره کوي ددي تر څنګ غالۍ دافغانستان یو تاریخي صنعت دي دا صنعت هم پاکیستان په خپله ولکه کړیدي دافغانستان غالۍ چې متاسفانه د پري میځلو او قیچي کولو لپاره پاکیستان ته ځي نو پاکیستان دا غالۍ په خپله نامه نوري نړۍ ته صادروي.

په تیرو څو کلنو کې افغانستان د زعفرنو تولید شروع کړو او دي تولید په افغانستان کې ډيره ښه نتجیه ورکړه او خصوصآ په هرات کې د کوکنارو په ځاۍ وکرل شوه او دافغانستان زعفران په نړۍ کې ډير ښه نوم وګټلو.

خو لکه څرنګه چې ایران دنړۍ ۹۹ فیصده زعفران تولیدوي دافغانستان دي سکټور ته نیت ډير خرابه او په ډير لنډ وخت کې يي ددي ځوان سکټور په مخکې غټي ستونزي را ولاړي کړي دوي پلاسټکي زعفران دافغانستان په نامه تولید کړه او په یو نړيوال نندارتون کې دافغانستان په نامه وپلرول شوه دا کار ایران په ډير شعوري توګه وکړه او یوه هڅه وشوه چې  دافغانستان دا سکټور دهغه توجو نه ورغورځوي چې کومه ورته پدي ورستیو کې دنړیوالو لخوا شوي وه !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *