تاند- د افغانستان حکومت د دوشنبې ورځ د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.
د افغانستان سترې محکمې دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د سعودي عربستان سترې محکمې وویل چې د دوشنبې ورځ /جوان۶/ د روژې لومړۍ ورځ ده.
افغانستان تل روژه او اختر له سعودي عربستان سره، چې د اسلامي نړۍ مرکز دی، په یو وخت اعلانوي.
په وروستیو کلونو کې یو شمېر شیعه افغانانو د ایران په تقلید روژه نیولې او اختر جوړ کړی. همداراز وسله والو طالبانو په یو شمېر سیمو کې له سعودي سره په متفاوتو وختونو کې په خلکو روژه نیولې او یا یې د اختر اجازه ورکړې ده.
د سعودي عربستان سترې محکمې نن وویل چې د روژې میاشت لیدل شوې ده.
تراوسه پوري متحده عربي امارت، اردن او فلسطین هم ویلي چې دوشنبه د دوی په هیوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ده.