تاند- په هند کې د افغانستان سفارت نن /شنبه/ په ډیلي کې پر یوې دوه نیم کلنې افغان ماشومې د جنسي تېري جنایت وغانده، ویې ویل د دې پېښې په اړه د ډیلي له پولیسو سره په تماس کې دی.

پرون د ډیلي د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي وویل، دا پېښه د پنجشنبې په ماښام شوې ده.

ده وویل: پر دې دوه نیم کلنې افغان ماشومې د ماښام په شپږ بجې په خپل کور کې جنسي زیاتی شوی دی. ماشومه روغتون ته وړل شوې او ویل کېږي چې له مرګه ژغورل شوې ده.

د دغه پولیس چارواکي په وینا د مجرم د نیولو لپاره هڅې پیل شوي دي.

د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«له دې پېښې له خبرېدو وروسته مو سمدستي د هند له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو سره تماس ونیوه، او د دې قضیې او په هند کې د ټولو مېشتو افغانانو د ژوند په باب مو خپله ژوره اندېښنه ورته څرګنده کړه.»

سفارت همداراز ویلي:«موږ له هندي چارواکو غوښتي دي چې د دې جنایت په اړه سمې څېړنې او پلټنې وکړي او مجرم په دې برخه کې د هند له سختو قوانینو سره سم په سزا ورسوي.»

دا جنایت د ډیلي په جنوب کې د امبیدکر نګر په سیمه کې شوی دی.

One thought on “د افغانستان سفارت د ډیلي جنایت وغانده”
  1. دا کوم قسم افغانان وو. په کور کې دومره څوک نه وو. او دا تیری پری د چا له خوانه شوی دی، او بیا په دوه نیم کلنې جینۍ خو خبری صحیح نه شی کولای چه دا کوم ډول خلک دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *