مشعل او باجوه

تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان نوي سفیر شکرالله عاطف مشعل نن /جمعه/ د پاکستان د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره وکتل.

د پاکستان پوځ وايي، لوی درستیز په پاکستان کې د افغانستان سفیر ته هرکلی ووایه، ویې ویل چې د ده د هڅو په نتیجه کې به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې وغوړېږي او د دواړو هیوادونو په ګټه به تمامې شي.

د مشعل او باجوه په کتنه کې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وشوې.

له کله چې شکرالله عاطف مشعل د عمر زاخېلوال پر ځای په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی، دا له جاوید قمر باجوه سره د ده لومړنۍ کتنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *