نازو افغان –
څو ورځې کیږي، چې له په خپل ګران هیواد افغانستان کې د دوستانو لیدو لپاره له دوبۍ څخه خپلې کورنۍ سره راغلې یم. له مطالعې سره مې زیاته مینه ده او چې کله هم وخت پیدا کړم، نو په دوبۍ کې له افغانستان څخه د دوستانو لخوا رالیږل شوي نوي چاپ کتابونه مطالعه کوم او کله چې هم له هغه ځایه له کومو دوستانو سره اړیکه ونیسم او ووايي، چې له افغانستانه څه درولیږو؛ نو یوازینۍ غوښتنه مې د کتابونو، نویو مجلو او بیا په تیره د کیسو او هغه هم، چې د نویو افغاني ښځینه لیکوالو لیکنې وي.
د همدې مطالعې له لارې مې دا دی په نیمه لوست کې د پښتو ژبې له لیکدود سره ځان بلد کړی او په کمپیوټر ځینې وارې لیکنې کوم، خو د خپرولو جرأت یې په دې نه شم کولای، چې ویریږم څوک به مې په لیکنې پورې وخاندي او ددې پر ځای چې تشویق شم، نو د مطالعې شوق به مې هم په اوبو لاهو شي. ځکه دردیدلي زړونه ډیر ژر خوابدي کیږي او ډیر نري وي. او بیا چې د مهاجرت پر مهال هلته بهر کې د افغانستان حالت د میډیا له لارې وینم نو کله مې فشار لوړ وي او کله هم په داسې روحي فشار او ډیپریشن اخته شم، چې بیا نو د ګولیو په زور ځان د خوب په سمندر لاهو کړم.
خیر لکه چې اصلي موضو رانه اوږده او بلې خوا ته ولاړه د مطالعې او افغانستان ته د راتګ خبره مې کوله. هغه ورځ د یوې خورلڼې کره تللې وم؛ په کور کې یې ښه پریمانه کتابونه وو او چې یې راسره کیسې پیل کړې، نو زما ټوله پام د کتابونو خوا ته واوښت ؛ ویل یې، چې د زامنو کورنی کتابتون یې دی هسې سر مه پسې ګرځوه. خو زما لپاره ډیر په زړه پورې وو او چې مې لږ ډير سره واړول، نو که ګورم، چې د لنډو زما په خیال سیاسي طنزونو یوه ټولګه وه، چې د نورو کتابونو په لړ کې مې تر سترګو شوه ؛ د کتاب پښتۍ باندې انځور مې پام ورواړاوه او که ګورم، چې د افغانستان نقشه په کې داسې رسم شوې وه، چې د دریو لاسونو لخوا د تناره لمبو ته نیول شوې وه او د لاندې خوا د اورلړونو په څیر سیخونه دوه نورو لاسونو نیولي وو او د تناره مورۍ لخوا یې په کې اور تازه کاوه. د کتاب نوم اورلړونی ؤ ، خو د لیکوال نوم مې نه دی په یاد.
د کتاب فهرست مې ولوست او چې په څو طنزونه مې لوستل نو دا راته څرګنده شوه، چې د افغانستان پر حالاتو لیکل شوي دي، ځکه د ټولو سوژې یې د اوسنیو ټولنیزو ، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو ته ورته وې. خو د کتاب انځور مې اوس وار وار مخ ته دریږي، چې افغانستان د شهید سردارمحمد داود خان د واکمنۍ له وخته بیا تر اوسه ښه ورځ نه ده لیدلې.
په افغانستان کې داسې حالات روان دي، چې نه یوازې دا چې په هیواد کې دننه افغانان یې اندیښمن کړي دي بلکې په بهر کې میشت افغانان هم ورته په اندیښنه کې دي، خو په دې باید اندیښنه ونه شي، ځکه دې ټولو ستونزو ته د حل لارې موندل ضرور دي او که چیرې لوړ پوړي چارواکي په تیره د اوسني نظام سر کار په همدې ډول همداسې لاس تر زنې دې حالاتو ته کښیني، نو ډيره ګرانه ده چې افغانستان د بهران له دې توپان څخه خلاصون ومومي.
افغانستان د هماغه کتاب د پوخ تصویر په څير اوس د سیمې هیوادونو او د نړۍ دوو سترو بلاکونو، چې په غرب کې امریکا او اروپا دي او په شرق کې هم چین او روسیه د سیاسي لوبې ډګر ګرځيدلی. پاکستان ، چین ، هند ، ایران ، د منځنۍ آسیا هیوادونه او متحده عربي امارات هغه هیوادونه دي، چې د لویو بلاکونو په غوښتنه او سپارښتنه د هغوي او خپلو ګټو د دوام او خوندیتوب لپاره پر افغانستان د بل کړي اور تازه کولو او دوام لپاره یې اورلړوني راخیستي او درګرده لګیا دي د خپلو شومو موخو لپاره دا هیواد د خپلو جاسوسانو مورچل ګرځولی دی.
نو اوس پوښتنه دا راپیدا کیږي، چې په افغانستان کې د سیاسي بهران رامنځته کولو لپاره څوک د چا لپاره څه کوي او ګټې یې څه دي؟ هو ! لکه څنګه چې مې پورته یادونه وکړه، چې د سیمې هیوادونه د خپلو ګټو په خاطر د شرق او غرب بلاکونو په غوښتنه هر هغه څه چې ورته وویل شي د تیارسئ په حالت کې دي او دا بلاکونه، چې له دې هیوادونو له لارې خپلې شومې موخې پوره کړي، نو هم یې پرې لګښت کم راځي او به لږ تر لږه دوي د نورو نړیوالو لپاره د بدنامۍ څخه بچ وي.
نو ویلاي شو، چې دلته نړیوالو لویو قدرتونو لاسونه سره یو کړي او د افغانستان د حالاتو کړکیچ لپاره یې یو ځل بیا مټې رابډ وهلي ؛ افغانستان یې د سیمې هیوادونو په ککړو لاسونو بل کړي اور ته نیولی او ددې بل اور لپاره د سون توکو برابروونکي او د اورلړونو لاسونه همدوي دي.
افغان کلمه د افغانستان پر هر اوسیدوونکي؛ که د هر مذهب او دین پیروی دی اطلاق کیږي او تل د افغانستان هر اوسیدوونکي که تاجک ، هزاره ، پښتون ، ازبک ، ایماق ، نورستانی ، قزلباش ، بلوڅ ، عرب ، ګوجر ، پامیری ، ترکمن ، براهوي او … دي له یو او بل سره د زړه له کومې وطنپالي او افغاني مینه پاللې ده، خو اوس د ایران او پاکستان او نورو افغانستان دښمنه هیوادونو ددې قومونو تر منځ د تفرقې رامنځته کولو په نیت مټې رابډ وهلې دي او غواړي په مذهبي ، قومي او ژبنیو ډلو ټپلو یې سره وویشي.
خو دا دې د هر افغان ښه په یاد وي، چې ددوي نیکونو او پلرونو په همدې خاوره د یووالي په یوه غږ د نړۍ د سترو قدرتونو له استعماره دا خاوره ساتلې او ټولو یو بل خپل ورور بللی ؛ نو نن به دوي د خپلو نیکونو او پلرونو په ګام ایښودل نه هیروي او د تش په نوم یو څو په نظام کې ننوتلي ناست د بهرنیو هیوادونو ګوډاګیانو پر خبرو غوږ نه ګروي ، ځکه هغوي یوازې د یو څو باډیګارډانو او ددوي د کورنۍ لګښتونو پیسې بې ایمانه تفرقه اچوونکي هیوادونه ورکوي او په بدل کې یې غواړي د پاکو افغانانو په ذهنونو کې د نفاق او پر یو او بل د بدګمانۍ زهر ورپیچکاري کړي.
خپله دا لیکنه په دې پای ته رسوم، چې افغانانو هوښیار اوسئ ! زموږ ستاسو هیواد زموږ په لاس کې دی او هیڅکله به بهران ته ولاړ نه شي، که موږ یو بل ته د ورورولۍ او اتفاق لاسونه سره ورکړو او هغه غولیدلي وروڼه د تبلیغاتو له لارې را پخلا کړو، کوم چې خاین دښمن ورته د خپل وطن ورانونې لپاره په ذهن کې زهر ور پیچکاري کړي او سپیڅلي مسلمان افغانان یې ورته د سرو کافرو په نوم ورپیژندلي.
د یادونې وړ ټکی دا بولم، چې زما نورې لیکنې هم په ځینو ویب پاڼو کې خپرې شوي، خو دا مې یوازینۍ او لومړنۍ لیکنه ده، چې په افغانستان کې دننه یې یوې چاپي خپرونې ته ورلیږم.